ورزش

کرکیټ: د اسیا جام تر ټولو ستر ټکر نن کېدونکی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۸مه ۱۳۹۴ل): د اسیا جام سیالۍ چې د فرورۍ په څلوریشتمه په بنګلادیش کې پیل شوې نن یې درېیمه او تر ټولو مهمه سیالي ترسره کیږي.

هند او پاکستان، چې د پاکستان د جوړیدو وروسته د یو او بل سخت رقیبان ګڼل کیږي، نن د بنګلادیش د پلازمېنې ډاکه په فتح الله لوبغالي کې سره مخامخیږی.

دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي تاوتریخوالي د کرکيټ لوبډلې یو بل سره له سیالیو پاتې کړي دي. د ۲۰۱۵ز کال د دسمبر میاشتې سیریز هم د سیاسي ستونزو له کبله پاتې شو. د هند او پاکستان تر منځ کرکیټ لوبې د نړۍ تر ټولو مهمې او د کتلو وړ سیالۍ ګڼل کیږي. دواړه لوبډلې تر وروستي بریده د لوبو د ګټلو کوښښ کوي.

وروستۍ پنځه سیالۍ:

په وروستیو پنځو سیالیو کې هند ۴ ګټلي او یوه یې بایللې. پاکستان بیا ۳ ګټلي او ۲ يې بایللي دي. هند په لنډ وخت کې له سري لنکا او بنګلادیش سره سیالۍ کړي او د لوبو لپاره ښه تیاری لري. پاکستاني لوبغاړي بیا تازه له پاکستان سوپر لیګ څخه فارغ شوي دي. دواړه لوبډلې تر یوه بریده په قوت او زور کې سره برابرې دي. پاکستان ډيره اتکا په توپ اچونې ده او هند بیا مقابل کې قوي توپ وهونکي لري.

لوبغالی او حالات:

د فتح الله لوبغالی د توپوهنې لپاره جوړ دی. پاکستان په نننۍ سیالۍ کې یواځې ۴ داسې لوبغاړي لري چې د ۲۰۱۴ز کال په نړیوال جام کې له هند سره په سیالۍ کې وو. شاهد افریدی، شعیب ملک، محمد حفیظ او عمر اکمل. هند بیا د دې په مقابله کې ۹ پخواني لوبغاړي لري. روهیت شرما، شکردوان، ویرات کولي، سریش راینا، یوراج سنګ، ام ایس ډوني، رویندر جدیجا او بوهانویشور کمار.

لوبه د افغانستان پر وخت په ۶ بجو پیلیږي، نن ټکی اسیا کوښښ کوي چې د اسیا جام تر ټولو ستره سیالي د خپلې وېبپاڼې له لارې په ژوندۍ بڼه خپلو لوستونکو ته وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x