شعـــــرونه

نېغ په نېغه

څوک په سرو لمبو ګډ يږي نېغ په نېغه
څوک غلام دئ نه شرميږي نېغ په نېغه

شيطان خوښ دئ بيا قانون ډيمکراسي ده
ايمانونه دي خرڅيږي نېغ په نېغه

بيا له غرب نه دغديو ورا راغلى
رواجونه دي بدليږي نېغ په نېغه

سينماوي دي رقصونه دي  مېلې دي
هر قدم حيا قتليږي نېغ په نېغه

فضل وکړي پاک ربه چي غرق نه شو
ورور ولاړ وي خور نڅېږي نېغ په نېغه

خپل وطن او دين پلورلى نا مردانو
په مظلوم کله رحميږي نېغ په نېغه

دغازي له ويري درست شپه بيدار وي
له پاک خدايه نه ډاريږي نېغ په نېغه

تباه کيږي به الهامه زړه دي مه خوره
ظالم کله پاته کيږي نېغ په نېغه

2013/05/14

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x