افغانستان

کابل ښار کې درنه چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ل): شېبه مخکې د کابل ښار دوهمې دوهمه ناحيه کې د درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

عيني شاهدان وايي، چې چاودنه ډېره قوي وه او د پل محمود خان شاوخوا سيمه يې له ځان سره ولړزوله.

د چاودنې له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

امنيتي چارواکي د پېښې پخلی کوي او وايي، چې چاودنه د سرتېري بريد په واسطه شوې او موخه يې د ملي دفاع وزارت د سرتېرو د عملې موټر و.

د انډيپينډينټ برتانوي ورځپاڼې ژورنالېست بلال سروري د چارواکو له قوله وايي، چې سرتېری بريدګر د دفاع وزارت دروازې ته څېرمه د هغه موټر په تمه ناست و، چې د دفاع وزارت مامورين يې د کار له ځايه کورونو ته لېږدول

د چاودنې مسووليت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x