افغانستان

کندوز: مرکز ته څېرمه اتو بهرنيو ځانګړيو ځواکونو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ په جګړه کې اتو تنو بهرنیو ځانګړیو ځواکونو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي چې د کندوز مرکز ته څېرمه يې د ملرغي، جرګذر، نويان او کټه خېل سیمو کې دوه امريکايي عسکر وژلي او شپږ نور يې ټپیان کړي دي.

د دوی په خبره په سیمه کې درنه بمباري هم شوې ده، خو د دوی ملګرو ته يې زيان نه دی اړولی، خو د ولسي وګړو یو کور يې ویجاړ کړی دی، چې ځاني زیان نه لري.

په یادو سیمو کې جګړې دوه ساعته دوام کړی چې د طالبانو پر وړاندې د بهرنیو عسکرو په ګډون کورنیو هم برخه اخیستې ده، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

ياده دې وي پر کندوز سربېره، په هلمند او ګڼو نورو سیمو په جګړو کې هم امریکايي عسکر مخامخ برخه وال دي.

تر اوسه په کابل کې د بهرنیو عسکرو مطبوعاتي څانګې څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x