افغانستان

طالبانو دعینومینې په چاودنو کې لاس درلودل په کلکه رد کړل

 

دافغان اسلامي اژانس په استناد طالبانو په هغو غبرګو چاودنو کې لاس درلودل په کلکه رد کړل چې تېر ماسختن د کندهار د ښار په عينو مينه کې وشوې او ګڼ شمير خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د شنبې په ورځ 2013-05-18 د طالبانو وياند قاري محمد يوسف “احمدي”  افغان اسلامي اژانس ته وويل چې طالبان د کندهار په ښار کې شويو چاودنو کې هېڅ ډول لاس نه لري.

“احمدي” د دولتي چارواکو هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګوندې د کندهار ښار په عينو مېنه کې چاودنې د طالبانو  د شورى لخوا پلان او تر سره شوي او زياته يې کړه (دوښمن دغه ډول ادعاوې بار بار تکراروي، موږ چې په هر ځاى کې او هر ډول بريدونه تر سره کړي، موږ يې په څرګنده توګه مسئوليت منلى، د بريدونو په ځاى کې زموږ اهداف څرګند او دوښمن مو معلوم وي، د کندهار ښار په عينو مينه کې د تېر ماسختن چاودنې مجاهدينو نه دي تر سره کړي، زه په دې چاودنو کې د مجاهدينو لاس درلودل په کلکه ردوم .

هغه وويل طالبان د عامو خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنې نه تر سره کوي او زياته يې کړه (موږ هڅکله هم عام خلک نه په نښه کوو، بلکې کوښښ کوو چې وولسي وګړي خوندي کړو، د عينو مينه يوه ګڼ مېشته سيمه ده، موږ پوهيږو چې هلته د هستوګنې کورونه دي، عام خلک تګ راتګ کوي نو ځکه هلته هېڅ راز بريد نه کوو.

د طالبانو وياند دغه چاودنې د خپلمنځي شخړو او لانجو نتيجه وبلله او ويې ويل (عينو مينه يوه متنازع او لانجمنه ځمکه  ده، په خپله د کرزي د کورنۍ، نورو زورواکانو او جګړه مارانو تر منځ په دې سيمه اختلافات موجود دي، همدوى د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره په دغسې سيمو کې چاودنې تر سره کوي، او شونې ده ده چې د تېر ماسختن چاودنې هم تر شا ورته سياسي او نورې انګيزې ولري، خو دا چې مجاهدينو دې دغه چاودنې تر سره کړې وي سراسر درواغ دي، زه يې په بشپړه توګه ردوم .

باید وویل شي چې تردې وړاندې دکندهار مرستیال والي قدیم پتیال او امنیه قومندان جنرال رازق دغه چاودنې دطالبانو کار بللی وو ، چې وروسته دطالبانو لخوا په دې پیښه کې لاس درلودل رد شول ، کتونکي باور لري چې په عینو مینه کې چاودنې ددولتي چارواکو له دخالت پرته هیڅ امکان نلري ، ځکه داسیمې ته ورتلونکي یوه دروازه ده چې ټول موټر هلته تلاشي کیږي .

دعینو مینې موټر بم چاودنې د خپل ډول یوازینۍ پیښې بلل شوي چې په دا ډول له ګڼې ګوڼې ډکو بازارونو کې چاودنې پخوا کله هم نه دي پیښې شوي ، له همدې امله عام افغانان هم باور لري چې دا بریدونه دطالبانو کار نه شي بلل کیدای بلکې ممکنه ده چې دعراق غوندې په افغانستان کې یو شمیر جنایي یرغلګرو شبکو دغه چاودنې ترسره کړي وي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x