افغانستان

سيګار: افغانستان کې د امريکا شتون له ناکاميو ډک دی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ل): افغانستان لپاره د امريکا د مرستو او بيا رغونې د څار ادارې «سيګار» په خپل تازه راپور کې افغانستان کې د امريکا لګول شوو ميلياردونو ډالرو په اړه خپله اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې ده.

د سيګار مشر جان سوپکو امريکايي کانګريس ته په خپل تازه راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د امريکا ستراتيژي تر هېښوونکې اندازې کمزورې ده، امريکا په دې هېواد کې د خپلو ماليې ورکوونکو ولسونو ميلياردونو ډالر ولګول، مګر ډېری يې بې ځايه ليګېدلي دي.

 

«موږ هوډ درلود، چې افغانستان اباد کړو او موږ په افغانستان کې دومره ډالر ولګول، چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د اروپا پر بيا رغولو څومره لګېدلي و.»

«۲۰۰۲م راهسې کانګرېس د افغانستان بيا رغونې لپاره نږدې ۱۱۳.۱ ميليارده ډالر ځانګړي کړي او دا له هغو لګښتو ډېر زيات دي، چې له دوهمه نړيوالې جګړې وروسته امريکا د اروپا د بيا رغونې لپاره لګولي وو.»

د سيګار راپور زياتوي، چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته موږ د اروپا د بيا رغونې لپاره پرېمانه ډالر ولګول، مګر ځای يې هم معلوم و او له هغې زيات مو په افغانستان کې په داسې پروژو ولګول، چې ډېری يې خيالي وې او د اندېښنې ځای دا دی، چې د امريکا په مرستو جوړې شوې ودانۍ ډېرې يې کمزورې دي او په دغو قراردادونو کې پرېمانه غبن شوی دی.

۱۹۴۸-۱۹۵۲م پورې امريکا د لويديځې اروپا شپاړسو هېوادونو ته ۱۳.۳ميليارده ډالر ورکړل، تر اوسه دا نښې نښانې څرګندې دي، چې دغه ميلياردونه ډالر په خپل ځای لګېدلي او له هغې وروسته د اروپا په امنيت، پرمختګ او هر اړخيزه خوښۍ کې ژور بدلون راغی.

جان سوپکو وايي، همدومره، بلکې له دې زيات ډالر موږ په وړوکي افغانستان کې ولګول، نو راځئ، اوس په خپله قضاوت وکړئ، چې موږ افغانستان کې څومره ګټه کړې او دغه پيسې مو څومره پر ځای لګېدلي دي.

تېره مياشت سيګار د افغانستان امنيت په اړه په خپل راپور کې ويلي و، چې د ۲۰۰۱م کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته دغه غورځنګ د پخوا په پرتله ډېر غښتلی او قوي دی او د افغانستان ډېره خاوره اوس هم د طالبانو په واک کې ده.

لانګ وار ژورنال هم په خپله راپور کې ويلي، چې د افغانستان پنځوس سلنه خاوره د طالبانو واک کې ده.

امنيتي ځواکونو کې ګډوډي

د افغانستان د چارو امريکايي شنونکي ګيري اوين ليکلي، چې د ۲۰۱۴م د پای راهيسې، چې امنيتي چارې افغان حکومت ته سپارل شوي، د افغانستان امنيت ډېر خراب شوی، د ولسي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې، د امنيتي ځواکونو له لاسه ډېرې سيمې وتلي او اوس هم افغان امنيتي ځواکونه په زندانونو کې خپل مخالفين شکنجه کوي.

امريکايي څارونکې ادارې ويلي چې پر افغان اردو او پوليسو د ميلياردو ډالرو مصرفولو سربېره بيا هم له نيمې زيات يې نالوستي دي.

د سيګار پلټونکې ادارې چارواکي وايي، چې د امريکايي او نړيوالې ټولنې د مرستو ميلياردونو ډالر د افغان امنيتي ځواکونو په ښوونه او روزنه ولګول شول، مګر بيا هم د دغو ځواکونو له نيمايي زيات يې بې سواده او بې تربيې دي.

په افغانستان کې د امريکا ځانګرې تفیتيشي ادره «سيګار» وايي، چې له دې وروسته د دغه هدف ترلاسه کول ناشوني بريښي.

«د پوځيانو بې سوادي د يو ښه پوځ جوړولو په مخ کې ستر خنډ دی.»

له هېواده د افغانانو تېښته

له هېواده د افغانانو تېښته هم د پخوا په پرتله زياته شوې، د کډوالو وزارت وايي، چې شپږ مېليونه افغانانو د نړۍ ګڼو هېوادونو کې د پناه اخيستو غوښتنه کړې او دا شمېر د سوريې له کډوالو وروسته د نړۍ په کچه دوهمه اندازه ده.

جان سوپکو وايي، چې امريکا او نړيوالې ټولنه افغانستان کې د خپل پنځلس کلن شتون په ترڅ کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري او نه د افغانستان په مارشال پلان توانېدلي دي.

د سيګار راپور زياتوي، چې امريکا په افغانستان کې يو څه لاسته راوړنې هم لري، هغه دا چې د نړيوال بانک د سروې له مخې د طالبانو د واکمنۍ په پرتله شپږ چنده نجونه او هلکان ښوونځيو ته ځي.

«افغانستان نه يوازې دا، چې د لويديځې اروپا په څېر نه ښکاري، بلکې د بيا رغونې او ابادۍ څرګندې نښې هم په کې نه ليدل کيږي، مګر د دغو ګوتو شمېر پرمختګونو او ابادۍ سربېره افغانستان کې نا امني ورځ تربلې مخ پر زياتېدو ده او د هېواد ګڼې سيمې د طالبانو لاسو کې دي.»

جان سوپکو د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې په لنډو کې بايد ووايم، چې د ميلياردونو ډالرو د لګولو سربېره موږ ډېر لږ څه لرو، چې نړۍ ته يې وښيو، چې موږ د افغانستان په بيا رغونه کې څومره ونډه اخيستې ده.

دغه ملياردونه ډالر د هغو امريکايانو د ماليو برخه ده، چې د خپلو خولو په تويولو يې ګټلي او ميلونونو افغانان د امريکا او نړيوالې ټولنې هغو ژمنو ته په تمه وو، چې پنځلس کاله وړاندې يې دوی سره د بيا رغونې او امنيت لپاره کړې وې، مګر د يوې نيمې لسيزې په تېرېدو لا هم افغانستان هماغسې ويجاړ دی، امنيت نه شته، جګړې ورځ تر بلې زیاتيږي او امريکا چې د طالبانو د ځپلو او له منځه وړلو ژمنې کړې وې، د افغانستان پنځوس سلنه خاور اوس هم د طالبانو په لاسو کې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x