ټولنیزه برخه

مسلمان سره دا ښايي چې د دريو کسانو له دوستۍ ځان وساتي

لیکنه :  قاري حکيم اللّه صابري

ماجن، احمق او دروغجن :

ماجن : ماجن هغه کس ته ويل کيږي چې خپل عمل تا ته ښائسته کوي او دا خوښوي چې ته د هغه غوندې شې، او هيڅکله ستا په دين او اخرت کښې تاسره مرسته نه کوي، داسې کس سره ناسته پاسته او دوستي د جفا او زړه سختۍ سبب کيږي.

احمق : احمق هغه کس ته ویل کیږی چه تا خير ته نه بولي،  او له هغه څه دا هيله نه کيږي چې له تا به غمونه، نا خوښۍ، شرونه او بدۍ ليرې کړي که څه هم هغه ځان ډېر په تکليف کښې واچوي کيدې شي هغه دا غواړي چې تا ته ګټه درکړي خو نقصان درته درکوي، نو د هغه مرګ د هغه له ژونده ښه دے او چپتيا يې له خبرو ښه ده او له تا ليرې شونه يې له نزدې والي ښه ده.

دروغحن:  او دروغجن هغه څوک دئ چه  هغه سره ژوند کول به ستا لپاره خوږ نه وي، ستا له ژونده ستا خبرې نورو ته وړي او د نورو له ژونده د هغوي خبرې تا ته راوړي، کله چې له يوې خبرې خُله بنده کړي او خبرې پريږدي نو په نورو خبرو شورو کوي  چې رښتيا خبره کوي نو هم ورباندې څه باور نه کيږي ، ځکه چې څه باور نه لري، د خلکو تر مينځ دښمني اچوي او په سينو کښې بغض او کينې جوړوي.

له خداي متعال څخه وويريږئ او خپل ځان ته ښه پام او فکر وکړۍ  ..!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x