دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( نهه شپېتمه برخه )

م. محمد نعیم

۱۶ –    امام قرطبي رحمه الله په خپل تفسیر ( الجامع لأحکام القرآن ) او امام ابو لیث سمرقندي رحمه الله په خپل تفسیر ( تفسیر القرآن، یا تفسیر القرآن الکریم یا العظیم، یا تفسیر بحر العلوم ) [۱] کې یو روایت راوړی چې سند نه لري، او د شهید په اړه پنځه داسې ځانګړنې پکې یادې شوې دي، چې درې یې بالکل له واقعیت سره اړخ لګوي، البته دوه داسې دي چې یو څه څېړنې ته اړتیا لري. د سمرقندي رحمه الله په تفسیر کې د نوموړي روایت په اړه یوازې دومره راځي: (  أروي هذا الحديث بمعناه لا بلفظه ) [۲] ژباړه: ددې حدیث معنی روایت کوم نه لفظ.

( و روي عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال: (أكرم الله تعالى الشهداء بخمس كرامات لم يكرم بها أحدأ من الانبياء ولا أنا أحدها أن جميع الانبياء قبض أرواحهم ملك الموت وهو الذي سيقبض روحي وأما الشهداء فالله هو الذي يقبض أرواحهم بقدرته كيف يشاء ولا يسلط على أرواحهم ملك الموت، والثاني أن جميع الانبياء قد غسلوا بعد الموت وأنا أغسل بعد الموت والشهداء لا يغسلون ولا حاجة لهم إلى ماء الدنيا، والثالث أن جميع الانبياء قد كفنوا وأنا أكفن والشهداء لا يكفنون بل يدفنون في ثيابهم، والرابع أن الانبياء لما ماتوا سموا أمواتا وإذا مت يقال قد مات والشهداء لا يسمون موتى، والخامس أن الانبياء تعطى لهم الشفاعة يوم القيامة وشفاعتي أيضا يوم القيامة وأما الشهداء فإنهم يشفعون في كل يوم فيمن يشفعون).[۳]

ژباړه: له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت شوی چې ویې فرمایل: (  الله جل جلاله شهیدان په پنځو داسې کراماتو نازولي چې هېڅ پیغمبر یې نه دی پرې نازولی، او نه هم زه:

یو یې دا چې د ټولو انبیاوو ارواح ملک الموت اخلي، او زما روح به هم اخلي، خو د شهیدانو ارواح الله جل جلاله په خپل قدرت سره هغه ډول اخلي چې خوښه یې وي، او ملک الموت ته یې نه سپاري.

دوهم دا چې ټولو انبیاوو ته غسل ور کړل شوی، او ما ته به هم له مرګ نه وروسته غسل را کول کېږي، خو شهیدانو ته غسل نه ور کول کېږي او دوی د دنیا اوبو ته اړتیا نه لري.

دریم: ټولو انبیاوو ته کفنونه شوي، او ما ته به هم له مرګ نه وروسته کفن کېږي، خو شهیدانو ته کفن نه کېږي، په خپلو جامو کې دفن کېږي.

څلورم: ټول انبیاء چې کله وفات شوي، مړه ورته ویل کېږي، او زه هم کله چې وفات شم، ویل کېږ ي به چې مړ شو، خو شهېدانو ته مړه نه ویل کېږي.

پنځم: د ټولو انبیاوو شفاعت به د قیامت په ورځ پیلېږي، او زما شفاعت هم د قیامت په ورځ پیلېږي، خو د شهیدانو شفاعت هره ورځ د هغو چا په اړه منل کېږي چې دوی یې شفاعت کوي.

دلته درې ټکي:

له شهید پرته بل چا ته شهید نه ویل کېږي.
له شهید پرته هر مسلمان هغه که هر څوک وي چې له دنیا څخه ځي، کفن ورته کېږي.
له شهید پرته هر مسلمان چې له دنیا څخه ځي، غسل ور کول کېږي.

شک نشته چې دا درې ځانګړنې یوازې تر شهید پورې دي،  که څه هم ټولې یو ځای په کوم حدیث شریف کې نه دي راغلې، خو په جلا جلا توګه په نورو احادیثو کې یادې شوې دي.

دوه نور ټکي: چې د شهید روح الله جل جلاله په خپله اخلي، او بل دا چې له شهادت سره سم سمدستي شفاعت کولی شي، په دې اړه یو څه څېړنې او تفصیل ته اړتیا شته.

دا چې د شهیدانو ارواح الله تعالی خپله اخلي، په ټولیز ډول په دې اړه کوم حدیث شریف ما و نه موند، خو داسې یو حدیث شته چې وايي یوازې د سمندر د شهید روح الله جل جلاله په خپله اخلي، د نورو ټولو بنده ګانو ارواح ملک الموت اخلي. چې په دې کې د وچې شهیدان هم راځي. دا حدیث په سنن ابن ماجه او د طبراني په المعجم الکبیر کې راغلی.

( عَنْ سُلَيْمِ بْنِ عَامِرٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا أُمَامَةَ يَقُولُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « شَهِيدُ الْبَحْرِ مِثْلُ شَهِيدَىِ الْبَرِّ وَالْمَائِدُ فِى الْبَحْرِ كَالْمُتَشَحِّطِ فِى دَمِهِ فِى الْبَرِّ وَمَا بَيْنَ الْمَوْجَتَيْنِ كَقَاطِعِ الدُّنْيَا فِى طَاعَةِ اللَّهِ وَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ وَكَلَ مَلَكَ الْمَوْتِ بِقَبْضِ الأَرْوَاحِ إِلاَّ شَهِيدَ الْبَحْرِ فَإِنَّهُ يَتَوَلَّى قَبْضَ أَرْوَاحِهِمْ وَيَغْفِرُ لِشَهِيدِ الْبَرِّ الذُّنُوبَ كُلَّهَا إِلاَّ الدَّيْنَ وَلِشَهِيدِ الْبَحْرِ الذُّنُوبَ وَالدَّيْنَ )[۴]

ژباړه: له سلیم بن عامر نه روایت وايي له ابو امامه رضی الله عنه نه مې واورېدل چې ویل یې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واورېدل چې ویل یې: ( د سمندر د شهید اجر د وچې ددوه شهیدانو هومره دی،  او هغه مجاهد چې په سمندر کې یې سر ګرځي، د هغه مجاهد په څېر دی چې په وچه کې  په خپلو وینو کې رغړي.

او دسمندر ددوه څپو تر منځ دومره اجر دی، لکه یو څوک چې خپل ټول عمر د الله جل جلاله په عبادت کې تېر کړي، او الله جل جلاله د د سمندر له شهید پرته د ارواحو د اخیستو  دنده ملک الموت ته سپارلې، او دسمندر د شهیدانو ارواح الله جل جلاله په خپله اخلي، د وچې شهید ته له پور نه پرته ټولې ګناوې بښل کېږي، خو  د سمندر شهید ته د نورو ګناهونو تر څنګ پور هم بښل کېږي.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[۱] – امام ابو ليث سمرقندي په ۳۷۳ یا ۳۷۵ هـ ق کې وفات شوی، یعني په څلورمه پېړۍ کې، او امام قرطبي په ۶۷۱ هـ ق کال کې وفات شوی، یعني له سمرقندي رحمه الله نه درې پېړۍ وروسته. مطلب دا چې نوموړی روایت لومړی سمرقندي رحمه الله راوړی، وروسته بیا قرطبي رحمه الله، خو یوه هم نه سند ذکر کړی او نه دا چې دا روایت يې له کوم کتاب نه را اخیستی.

بله خبره د سمرقندي رحمه الله د تفسیر په اړه ده، نوموړی تفسیر په درې ټوکونو کې دی، د احادیثو تخریج یې شیخ زین الدین قطلوبغا حنفي کړي، چې په ۸۹۹ هـ ق کې وفات شوی، که څه هم مشهوره دا ده چې د ابو لیث سمرقندي حنفي رحمه الله تفسیر ( بحر العلوم ) نومېږي، او همدا نوم دکتور محمد حسین الذهبي په خپل کتاب ( التفسیر والمفسرون ) یاد کړی، همدا رنګه په ځینو چاپ شویو نسخو کې هم د کتاب په پوښ ( تفسیر بحر العلوم ) لیکل شوی، خو دا ستونزه له هغې خطي نسخې څخه راپورته شوې چې المکتبة الازهرية کې ده، له دې پرته په نورو نسخونو کې، او همدا ډول نور معتمد کتابونه چې کله ابو لیث السمرقندي او تفسیر یې یادوي، یوازې د ( تفسیر القرآن یا تفسیر القرآن العظیم یا تفسیر القرآن الکریم) په نامه یې یادوي، بل خپله سمرقندي رحمه الله هم نه د تفسیر په مقدمه او نه په خپلو نورو کتابونو کې دا نوم ( بحر العلوم ) یاد کړی، حاجي خلیفه په خپل مشهور او معتمد کتاب ( کشف الظنون ) کې چې د کتابونو په اړه معلومات وړاندې کوي، وايي د ابو لیث سمرقندي تفسیر ( بحر العلوم ) نه نومې، ( بحر العلوم ) د یو بل سمرقندي تفسیر دی چې علي نومي، علاء الدین علي السمرقندی رحمه الله، او د ۸۶۰ هـ ق شاوخوا وفات شوی، کشف الظنون حاجي خلیفة، ج۱ ص: ۲۲۵. الاعلام للزرکلي، ج ۸ / ص ۲۸. یعني علاء الدین السمرقندي، له ابو لیث السمر قندي نه پنځه پېړۍ وروسته.د یادونې ده چې د امام ابو لیث السمرقندي تفسیر د تفسیر بالروایة یا تفسیر بالمأثور له ډلې څخه ګڼل کېږي، لکه تفسیر الطبري، تفسیر السیوطي ( الدر المنثور في تفسیر بالمأثور ) تفسیر ابن کثیر…

[۲] – تفسير أبي الليث السمرقندي, ج ۱, ص: ۳۳۸٫
[۳] – تفسير القرطبي, ج ۴, ص ۲۷۶ . بحر العلوم للسمرقندي, ج: ۱, ص: ۳۳۸٫
[۴] – سنن ابن ماجه, باب فضل غزو البحر. المعجم الكبير للطبراني. حديث أبي أمامة. رضي الله عنه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x