افغانستان

چپرهار کې ۸ دولتي عسکر دطالبانو خواته واوښتل

دننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې همدانن شنبه اته نفره دولتي عسکر له طالبانو سره ملګري شوي دي ، له سیمې نه راپورونه وایي ، دغه عسکر دچپرهار ولسوالۍ  دکنډي باغ ، حافظانو او اسلم کلیو اوسیدونکي دي ، چې له دې پخوا یې په حکومتي پوځي لیکو پولیسو او اردو کې دندې ترسره کولې ، مګر اوس یې خپله خوا اړولې او طالبانو ته ورغلي .

درا پور له مخې دا کسان هریو عبدالحميد دعبدالوهاب زوی ، داؤدشاه د عالم شاه زوی ، محيب الله دملک زوی ، نسيم دغلام رسول زوی ، شيراکبر دشيرعلی زوی ، دوست محمد دسيد محمد زوی ، عبدالواسع د زرمحمد زوی او شیرآغا دبسم الله زوی په نومونو دي چې دمنطقې طالبانو ورته تود هرکلی ویلی ، او ددوی دا اقدام یی ستایلی دی .

دراپور له مخې دسیمې خلکو له دې امله په دې پیښې خوښي څرګنده کړې ، چې دایي دملي وحدت د بیا ټینګیدو یو څرک بللی چې د روښانه راتلونکی زیری ورکوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x