نظــر

له څلور اړخيزو دسيسو د افغانانو د نجات لار

ليکنه ـ ابوبکر فرقان

سره له دې چې ظاهراً د امريکا ، چين ، پاکستان او افغانستان د حکومتونو تر منځ په اسلام آباد او کابل کې تيرې څلور ناستې په ګران هيواد کې د سولې د راوستلو په نامه ترسره شوې خو د چارو د ډيری آګاهانو له آنده دغه څلور اړخيزې ناستې په حقيقت کې ګڼې خطرناکې موخې لري چې هر لوری د خپلو موخو د تعقيب په هڅه کې دی.

امريکا غواړي ځان دريمګړی وښيي ، له طالبانو سره له مخامخ مذاکراتو ځان يوې خواته وساتي ، د جګړې له مسؤليت او په جګړه کې افغانانو ته د دوی له لوري له ور اوښتل شوو مالي او ځاني زيانونو څخه ځان خلاص او د جګړې له تاوان څخه ځان بري کړي ، پاکستان له طالبانو سره په يوه پوره جګړه کې اخته کړي او د چين پښه افغانستان ته راکش کړي او د افغانستان په جګړه کې يې ښکېل کړي.

چين بيا په خپل وار په نړۍ کې د يوه اقتصادي ځواک په توګه له رابرسېره کيدو سره سم غواړي د نړۍ په سياست کې هم په يو پياوړي ځواک بدل شي او د سيمې په مسائلو کې سياسي برلاسي ولري.

پاکستان بيا په دې لټه کې دی چې له امريکا او چين نه په افغانستان کې د سولې په نامه په سياسي ، اقتصادي او فوځي ډګرونو کې امتيازات ترلاسه کړي ، د افغانستان له حکومت نه دا ژمنه واخلي چې له جګړې څخه د طالبانو د راګرځولو او د افغانستان د حکومت د بقاء په بدل کې د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ په رسمي پوله بدله شي ، افغانستان په هغو سيندونو باندې چې پاکستان ته بهيږي د بريښنا بندونه جوړ نکړي او که جوړوي يې د پاکستان حرص په نظر کې ونيسي، له منځنۍ آسيا سره د پاکستان اقتصادي تړاو ته زمينه مساعده کړي ، له هندوستان سره د افغانستان په سياسي ، فوځي او اقتصادي اړيکو کې کموالی راشي ، د افغانستان په امنيتي او فوځي نهادونو کې د پاکستان اثر او نفوذ ته زمينه مساعده شي ، افغان حکومت په هيواد کې دننه دپاکستاني طالبانو په ضد اقدامات وکړي ، د افغانستان ځينې مهمې ستراتيژيکې سرحدي سيمې او حاکمې نقطې چې پاکستان يې دعوه لري افغانستان ورپريږدي ، د پاکستان ځينو عُمالو ته په سياسي حکومت کې غوښنه ونډه ورکړل شي او د پاکستان په ضد منفي پروپاګند ودرول شي.

د افغانستان حکومت بيا غواړي چې د امريکا او د امريکا د لويديځو ملګرو د اشغال په وړاندې د طالبانو په مشرتوب د افغانانو د تير پنځلس کلن مقاومت ټول افتخارات پاکستان ته ډالۍ کړي ، پاکستان داسې اقداماتو ته وادار کړي چې عملاً ترې ثابته شي چې پاکستان د افغانستان په روانه جګړه کې اصلي فريق ؤ او په دې توګه د طالبانو په مشرۍ د افغانانو د مقاومت مشروعيت او سپيڅلتيا تر سختو پوښتنو لاندې راولي ، په ډلو باندې د طالبانو تقسيم رسمي بڼه اختيار کړي او په زيات تنزل او سرټيټي پاکستان اخلاقاً دې ته مجبور کړي چې د طالبانو په ضد پوره جګړه وکړي.

د څلور اړخيزو ناستو يادو شوو موخو ډېری متدينو افغانانو ته زيات تشويش پيدا کړی او له دې ويريږي چې الله مکړه په دغه څلور اړخيزو ناستو کې ښکېل اړخونه دغه شومو موخوته ونه رسېږي ، او هر يو يې د نجات د بيلې بيلې لارې په فکر کې دی.

زما په فکر په دې حساسه مرحله کې بايد اسلامي شريعت ، د اسلام او افغانستان تاريخ ته مراجعه وشي ، که جګړه وي او که سوله بايد د اسلامي شريعت په چوکاټ کې وي او اسلامي تاريخ ته په مراجعې بايد په دې ځان پوه کړو چې په اسلامي تاريخ کې د يادو شوو څلور اړخيزو ناستو په څېر کوم مثالونه شتون لري يا نه ؟ او که لري يې د تيري په وړاندې د وخت مسلمانو مقاومت کونکو يې په وړاندې څه ډول چلند کړی ؟

کله چې د مکې مشرکان په دې پوه شول چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دعوت ورځ په ورځ پراخېږي او په زور د ده (صلی الله عليه وسلم ) د دعوت مخنيوی ناممکن دی نو دا يې مصلحت وبلله چې خپل وحشت د يو څه وخت لپاره متوقف کړي او له نرمې غولونکې لارې نه کار واخلي.

هغه ؤ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې د قريشو د سرداري ، پريمانه مال او دولت ، حسينو ښځو ، په عبادت کې د شريکېدو او نور ګڼ وړانديزونه وکړل ، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل موقف ټينګ ودرېده ، د دوی د وړانديزونو د رد په پايله کې ټول احتمالي خطرات يې په ځان قبول کړل او د دوی وړانديزونه يې رد کړل.

مشرکانو هم خپل وحشت ته لا زور ورکړ او په نهايت کې يې د شيطان په مشوره د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د قتل پلان جوړ کړ.

خو الله جل جلاله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د مکې د مشرکانو له ټولو توطئو نه نجات ورکړ او اسلام ته د دعوت لپاره يې ورته د مدينې په څېر داسې سيمه او داسې پيروان ور په برخه کړل چې د مکې مشرکان يې مغلوب کړل او د اسلام رڼا يې په ګرده نړۍ کې خپره کړه .

همدغه راز موږ د فشار په نتيجه کې له اسرائيلو سره د فلسطينيانو او د تاجکستان له حکومت سره د تاجکستان د اسلامي حرکت د سولې ګڼې تاريخي ترخې تجربې په مخ کې لرو چې پايله يې نيږدې د فلسطينيانو او تاجکانو د اسلامي او ملي تشخص په مسخه کيدو تمامه شوه او هغوی اوس د عباداتو هغه اجازه هم نلري کومه چې په کفري هيوادونو کې اوسيدونکي مسلمانان لري.

طالبان او په مجموع کې ټول افغانان بايد د جګړې تر څنګ د هغې سولې له لارې چې د اسلامي شريعت او د هيواد له ملي ګټو سره سمون ولري د تيري په وړاندې د خپلې مبارزې د اهدافو د تحقق په خاطر تلاش وکړي او د اسلامي شريعت له مخې د سولې هر مشروع او معقول وړانديز ته لبيک ووايي خو هغه سوله چې نوم يې د سولې وي خو په حقيقت کې تنزل او تسليمي وي او له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو او د ګټو په سر له فاحش غبن نه ډکه سودا وي بايد هيڅکله غاړه ورته کينږدي او که له هر څومره کړاو سره مخ کېږي قبول يې کړي. ځکه دغه کړاو له هغه کړاو او ذلت نه زر ځله بهتر دی کوم چې د يوې داسې تسليمي او سودا په صورت کې ورسره مخ کېدای شي.

په هيواد کې د رښتونې سولې په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x