دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( اویایمه برخه )

م. محمد نعیم

او کومه چې د شفاعت خبره ده، په دې اړه له پورتني روایت پرته یو بل حدیث شریف امام طبراني رحمه الله په المعجم الکبیر او المعجم الاوسط کې راوړی، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:”الشَّهِيدُ يُغْفَرُ لَهُ فِي أَوَّلِ دَفْقَةٍ مِنْ دَمِهِ، وَيُزَوَّجُ حَوْرَاوَيْنِ، وَيُشَفَّعُ فِي سَبْعِينَ مِنْ أَهْلِهِ، وَالْمُرابِطُ إِذَا مَاتَ فِي رِبَاطِهِ كَتَبَ اللَّهُ لَهُ أَجْرَ عَمَلِهِ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَغُدِيَ وَرِيحَ عَلَيْهِ بِرِزْقِهِ، وَزُوِّجَ سَبْعِينَ حَوْرَاءَ، وَقِيلَ لَهُ: قِفْ، فَاشْفَعْ إِلَى أَنْ يَفْرُغَ الْحِسَابُ”[۱]

ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: شهید ته د وینې له لومړي څاڅکي تویېدو سره بښنه کېږي، دوه حورې ورته په نکاح کېږي، د خپلې کورنۍ د اویاوو کسانو په اړه یې شفاعت منل کېږي، او مرابط چې کله په رباط کې وفات شي الله جل جلاله یې تر قیامته د نیک عمل اجر ورته لیکي، سهار او بیګاه روزي ورته راځي، اویا حورې ورته په نکاح کېږي، او ورته ویل کېږي ودرېږه! تر هغه شفاعت کوه چې حساب او کتاب خلاص شي.
په دې روایت کې له ورایه ښکاري چې شهید ته له شهادت سره سم د حساب او کتاب تر پای ته رسېدو د شفاعت اجازه ورته کېږي، خو خبره په دې کې ده چې دا د هر شهید لپاره او که د مرابط شهید لپاره؟ دواړه احتماله شته، که دېته وکتل شي چې یوازې مرابط شهید ته تر قیامته د هغه د نیک عمل اجر لیکل کېږي چې د رباط په حالت کې یې کاوه، نو بیا به دا ډول شفاعت هم تر مرابط شهید پورې ځانګړی وي، او که دېته وکتل شي چې مرابط شهید ته سهار او بیګاه روزي راوړل کيږي او اویا حورې ورته په نکاح کېږي، نو بیا به دا ډول شفاعت د نورو شهیدانو لپاره هم وي. ځکه چې روزي او اویا حورې د هر شهید لپاره شته.

هر څنګه چې وي د طبراڼي دا روایت د امام ابو لیث سمرقندي او امام قرطبي له روایت سره سمون لري؛ ځکه په هغه روایت کې د شهداء ټکی یاد شوی، او په ټولیز ډول مرابطین شهیدان وي؛ ځکه چې له دښمن سره په مخامخ جګړه کې وي، او ډېر کم داسې پېښېږي چې مجاهد په سنګر کې په عادي مرګ مړ شي، دا چې مرابط مجاهد مړ شي دا ډول ځانګړنې به ور کول کېږي، که شهېدېږي بېشکه چې له دې به هم زیات نازول کېږي.

همدا رنګه هغه حدیث شریف چې د شهید اوه، یا اته یانهه ځانګړنې بیانوي، د هغه په سر کې راځي چې ( … يُغْفَرُ لَهُ فِى أَوَّلِ دَفْعَةٍ وَيَرَى مَقْعَدَهُ… و… و… و…) په دې روایت کې جوته ده چې له لومړي څاڅکي وینې تویېدو سره ګناهونه ورته بښل کېږي، او دا خبره مخکې وڅېړل شوه چې شهید په جنت کې خپل ځای هم د همدې لومړي څاڅکي وینې تویېدو سره ویني. خو ددې نورو ځانګړنو په اړه چې د قبر له عذاب او د قیامت ورځې له سختیو به په امن وي، د ایمان په ګاڼه به ښکلی کېږي، دوه اویا حورې به ورته په نکاح کېږي، د اویاوو خپلوانو شفاعت به کوي، د عزت تاج به ور په سر کېږي، که دا په هغه لومړنۍ ځانګړنه چې له لومړي څاڅکي وینو توییدو سره ګناهونه ورته بښل کېږي، ور عطف شي، نو بیا خو ښکاره ده چې دا ټولې ځانګړنې به د لومړي څاڅکي وینو  له توییدو سره ور کول کېږي، او که په هغه عطف ونه ګڼل شي، بیا یې معنی دا چې د لومړي څاڅکي وینو له توییدو سره ګناهونه ورته بښل کېږي، خو نورې ځانګړنې بیا وروسته ور کول کېږي.

په دې اړه ما د علماء کرامو نظرونه و نه موندل، کېدای شي ځینو یې په اړه خبره کړې وي، خو کوم څه چې له دې مبارک حدیث نه ښکاري – او په پورتني حدیث کې خو د مرابط مجاهد په اړه صراحت راغلی – هغه دا دي چې دا شپږ، یا اوه یا اته ځانګړنې به ټولې د لومړي څاڅکي وینو له توییدو سره سم ور کول کېږي؛ ځکه کله چې لومړنۍ ځانګړنه د لومړي څاڅکي وینو له تویېدو سره سم ور کول کېږي، نورې به هم په همدې مهال ور کول کېږي، ځکه چې معطوف د معطوف علیه حکم لري. او بل دا چې یو څوک چې د چا عزت کوي، خوشحاله کول یې غواړي هر څه په لومړي سر کې ور کوي، او له ټولو هغو نعمتونو یې خبروي چې ورته ځانګړي شوي وي.

که څوک وايي دا نو څنګه شونې ده چې د شهیدانو شفاعت دې له هغې ورځې پیل شي چې شهيدانېږي، او د انبیاء علی نبینا و علیهم الصلاة و السلام دې بیا وروسته د قیامت په ورځ پیل شي؟ شهیدان څه له انبیاء علیهم السلام نه لوړ او غوره دي؟

ددې لپاره دوه ځوابه دي:

۱ – دا چې شهید ته غسل نه ور کول کېږي، او انبیاء علیهم السلام ته ور کول شوي، او دا چې شهید ته کفن نه کېږي، او انبیاء علیهم السلام ته کفنونه شوي، دا چې الله جل جلاله په قرآن کریم یوازې د شهیدانو په اړه په صراحت سره وايي چې مړه مه ورته وايئ! دا څنګه؟ آیا ددې معنی دا ده چې شهیدان له انبیاء علیهم السلام څخه لوړ او غوره دي؟ ددې پوښتنو او اندېښنو چې هر ځواب وي، همغه ځواب د شفاعت په اړه هم دی.

۲– دا یو جزيي خصوصیت یا ځانګړنه ده، جزيي خصوصیت هېڅکله د عمومي فضیلت منافي نه دی، په عام ډول ټول انبیاء علیهم السلام تر نورو انسانانو غوره او لوړ دي، په ځانګړي ډول زمونږ خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم، خو کله کله الله جل جلاله په خپلو ځینو بنده ګانو ځانګړنې پېرزوینې کوي چې هغه په هېڅ ډول د نورو د عمومي فضیلت سره په ټکر کې نه دي. لکه په احادیثو کې چې راځي، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه به چې په کومه لار  لاړ، په هغه لار به شیطان نه شو  تلی، په بله به یې مخه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبد الله بن ابی بن سلول جنازه کوله، عمر فاروق یې مخه نیوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم جنازه وکړه، خو وروسته د سورت التوبه آیتونه را نازل شول چې ( وَلَا تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ (۸۴) همدا رنګه د ښځو د پردې، د بدر د بندیانو، او د شرابو د حراموالي په اړه د عمر فاروق رضی الله عنه د نظر موافق آیتونه را نازل شوي.

هغه د حضرت ابو هریره رضی الله عنه کیسه خو مشهوره ده، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو باغ کې وځنډېدو، د صحابهء کرامو سودا شوه، لومړی کس چې ورپسې ورغی ابو هریره رضی الله عنه و، وايي ددیوال له سوري ور دننه شوم، او رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی له ما سره مخ شو، خپلې پڼې يې راکړې، وايي هر څوک چې په مخه درته راتلل زیری ور کوه چې هر چا لا اله الا الله وویل جنت ته به ځي، په همدې هیله په بېړه بېرته را روان شوم، لومړی له عمر فاروق سره مخ شوم، کله مې چې کیسه ورته وکړه، په سینه کې یې ووهلم او په ځمکه یې ګوزار کړم، چې دا خبره چا ته ونه کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته مې شکایت وکړ، عمر فاروق ورته کړل چې که دا خبره خلکو ته وشي، بیا عملونه نه کوي، په همدې خبره بسنه کوي، نو ښه ده چې دا خبره عامه نشي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ور سره ومنله.

دا او دېته ورته نور ډېر داسې ځایونه شته چې په ځینو صحابهء کرامو  الله تعالی ځانګړې پېرزوینې کړې، خو ددې مطلب هېڅکه دا نشي کېدی چې دوی دې له رسول الله صلی الله علیه وسلم یا کوم بل نبي یا رسول نه غوره او لوړ وي.

نو دلته هم که شهید ته د لومړي څاڅکي وینو توییدو سره سم د شفاعت اجازه کېږي، دا هېڅکله په دې معنی نه دی چې شهید له نبي لوړ او غوره دی، بل دا چې شهیدان هم ټول یو ډول نه دي، په خپلو کې یې درجې او مرتبې توپیر لري، کېدای شي دا ځانګړنه الله جل جلاله ځینو ځینو شهیدانو ته ور کړې وي، او په قطعي ډول ددې هم درک نه لګي چې شهید څوک دی؟ ځکه شریعت ظاهر ګوري، نور په حقیقت یوازې او یوازې الله عز وجل ښه پوهېږي.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[۱] – المعجم الكبير للطبراني, باب قطعة من المفقود, المعجم الأوسط للطبراني, باب من اسمه بكر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x