ادبي لیکني

پښتو ادب کې ادبي ټوټه

زاهدخان کريمزی

ادبي ټوټه د پښتو ژبې هغه نثري ټولګی ، ځېل يا ژانر دی ، چې په ليکنيزه توګه د خوږو احساساتو ، ځانګړی کيفيت او د زړه د تل د تاثر څرګندونه په کې ليکوال په ډاګه کولای شي.

د نثري ادب دا ژانر لومړی په یونان کې وليکل شوه او بيا د شلمې زيږديزې پېړۍ په لومړيو کې پښتو ژبې ته راغلې،چې په ډېره کمه موده یانې د همدې پېړۍ په نيمايي کې يې ډېره زیاته وده کړه او یو دم د ځوانۍ پړاو ته ورسېده ، چې د ليکوالو او ادب مينه والو په زيار او کړاو سره د نړۍ د نور ادبي ټوټو سره سياله شوه.

په پښتو ادب کې د لنډې کيسې ، ناول او تکل په څېر د لومړی ادبي ټوټي ليکلو وياړ هم د ارواښاد سیدراحت زاخيلې په برخه دی ، چې بیا وروسته ارواښاد علامه پوهاندعبدالحی حبيبي وليکله ؛ له ده وروسته نور ليکوالان ورسره هم اشنا شول چې په ډېره کمه موده کې يې خپل اوج ته ورسوله او د ليکوالانو ښه بېلګه يې دا ده:

ارواښاد استاد الفت ، ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتين ، ارواښاد استاد بينوا ، ارواښاد استاد قيام الدين خادم ،ارواښاد استاد رشاد ، ارواښاد موسی شفيق ، بختاني خدمتګار ، محمد دين ژواک ، حبيب الله تږی ، سعدالدين شپون ، محمدګل نوري ، حبيب الله رفیع ، سليمان لایق ، مجاور احمد زيار او داسې نور….

په دې ورستيو کې ځوان ليکوال ګل رحمن رحماني دې ژانر ته کار پيل کړی ؛ خو بيا هم په رښتيني ډول د ادبي ( هنر) نثر ډولونو کې دغه ډول ته ډېر کار نه دی شوی.

ادبي ټوټي پېژندنه:

د هنري ( ادبي نثر) ادبياتو يو ډول ادبي ټوټه ده.

څرنګه چې ټولنيز علوم او بيا په ځانګړي توګه د ادب څانګې او ژانرونه کوم بشپړې او ټولمنلې پېژندنې نه لري، ادبي ټوټه هم داسې پېژندنه نه لري، چې په هر ځای کې او د هرچا له پاره منلې وي؛ خو ادبپوهانو ورته يو لړ پېژندنې کړي، چې دلته يې را اخلو:

ادبي ټوټه په ژبه کې هغه نثري کلام دی چې په ډېرو باريکو ، خوندورو او لنډو الفاظو کې ټول مطالب څرګندوي. یانې د وينا طرز يې خورا ښکلې هنري بڼه او جوړښت لري.

په ادبي ټوټو کې د نور ټولو هنري فورمونو څخه زیاتې تشبې ګانې او استعارې راځي ، چې د همدې ځانګړنو په وسېله ليکنې ته يو ځانګړی خوند او رنګ ورکوي ؛ ځکه يې پوهان منثور شعر بولي.

د استاد رفیع په وينا:« هغه شعر چې قافيه او ردیف ، خصوصا وزن ونه لري ؛ نو نثر شي ؛ خو نثر چې شعري کيفيت ولري نو زموږ اوسني اديبان ورته منثور شعر يا لطيف ادب وايي ، که څه هم د منثور شعر نوم عام دی او ټول هنر نثرونه په کې راځي…؛ خو موږ يې دلته کوچنی کوو او يوازې په ادبي ټوټه دا نوم ږدو.»

ادبي ټوټو کې نه یوازې دا چې اوږدوالی او پيچلتيا نه وي ؛ بلکې د هغه مېړنېو، تورزنو او نورو ټولنيزو څيزونو یا مسايلو په اړه خبرې اترې کيږي او هم په لنډو، ساده او نيغ په نيغه بيانيږي.

یو شمېر پوهان په دې اند دي چې په ادبي ټوټو کې عشقي ، حماسي ،ملي ، بزمي ، طنزي ، او فلسفي مطلبونه داسې خوندور او په زړه پورې ليکل کيږي چې ډېر ژر د لوستوالو په ذهن کې ځای نيسي او په ډېر خوند او ميني يې لولي. ادبي ټوټه کله ، کله دومره خوږه وي ، چې د يو ښه شعر په څېر خوند او کيفيت لري او له ډېر لوړ ادبي تخيل نه په کې کار اخيستل شوی وي ، چې ښه بېلګه يې د الفت صيب نثرونه دي.

ادبي ټوټې هغه لنډې نثري مرغلري دي چې په جادويي تار پيېل کيږي او په ټولنه اغېز پريباسي.

ادبي ټوټه هغه فلسفي ، منطقي ، عقيدوي ، تاريخي ، سياسي ، ټولنيزې او ارزښتمنې خبرې دي ، چې ليکوال سربېره په صنایعو خپل احساسات او عواطف ورسره يوځای کوي چې لوستونکي په زړه او ذهن ژوره اغيزه غورځوي.

د ادبي ټوټي ډولونه ـ ادبي ټوټه په دوه سترو ډولونو ويشل شوی

الف: د سکالو او منځپانګې له مخې.

ب : د بڼې او فورم له مخې.

الف: ټولې هغه سکالووې(موضوع ګانې) چې د بشر په ژوندانه او چاپېريال پورې په سيده يا ناسيده ډول اړه لري ، د ادبي ټوټې سکالوګرځېدای شي. او هر ډول سياسي ، ټولنيز او فلسفي اندونه په کې ليکوال د خپل احساس ، جذبې او عواطفو په ملتيا څرګندولی شي؛ نو په دې بنسټ ادبي ټوټه د منځپانګې یا سکالو له مخې ډېر ډولونه لري ، چې د سکالو د اوږوالې له ويرې يې دلته له راوړلو تېريږو.

ب: د بڼې او فورم له مخې دا ژانر په دوه سترو ډولونو بېلېږي.

۱ــ هغه ادبي ټوټه چې له سکالو څخه په کې تشه لفاظي زیاته وي. د ادبي ټوټې دا ډول د اروپا د رومانتسيزم ادبي ښوونځي له اندنو څخه سرچينه اخلي ، ليکوال يه ښکلو وييو(الفاظو) کې په زړه پورې انځورونه وړاندې کوي ، زياتره د طبيعت ستاينه او ورسره خبرې کوي.

۲ــ دا ډول يې لږوډېر کيسه ييزه یا حکايوي بڼه لري.د يو حقيقت په هکله په زړه پورې څرګندتيا او روښانتيا تر ډېره په داسې رنګينو الفاظو کې نغښتې وي، چې پر بشرې احساس او عواطفو ژوره اغيزه کوي. کله ، کله په کې د کيسې او حکايت رنګ دومره برلاسی شي ، چې له تکل او داستاني طرحې ته ورته وي او ترمنځ يې د بېلتون کرښه راښکل ادب څېړونکو ته ستونزمن شي. په پښتو ادب کې يې بېلګې د الفت صيب ، خادم او رښتين صيب یادولای شو، چې ځينو ادب څېړونکو د دوی ادبي ټوټي تکلونه ګڼلي.

لامل يې ښايي دا وګڼل شي ، چې د ادبي ټوټې کالب لنډ او تنګ دی ، سکالووې په کې هم پرلپسې نه وي؛ خو د ليکوال سره په ذهن کې ډېرې خبرې وي او غواړي چې خپلو لوستوالو ته يې وکړي. کله چې دا خبرې لږې زياتې شي ، ادبي ټوټه د کيسې او روايت بڼه خپلوي ؛ خوند ، رنګ او اغېز يې هم لږوډېر زیانمن شي.چې بيا تکل ګڼل کيږي.

د لنډې کيسې ، مقالې او تکل سره د ادبي ټوټې توپير:

ادبي ټوټه يا هنري نثر د لنډې کيسې یا نورو ادبي هنري ليکنو په څېر دومره اوږده نه وي. ليکوال ډېر کوښښ کوي چې د انسانی ژوند هر ډول پېښې او سکالووې پکې را ونغاړي.

په ادبي ټوټه کې لکه داستان ، رومان او ناول اوږدې پيښې نه وي؛ هماغه پېښې په ډېرو لنډو او خوږو وييو کې را نغاړل کيږي.

له لنډې کيسې سره يې توپير دا دی چې په لنډه کيسه کې معمولا پېښه ، پيل ، او پای لري، په خپله کړۍ يا چوکاټ کې د کرکټر کړنو ، مکالمو او منظره کښنو په وسيله پرمخ ځي؛ خو کيسه یيزه ادبي ټوټه دا ځانګړنې نه لري او کله ، کله په کې زياته برخه بې هدفه لفاظي وي.

مقاله يا ليکنه منظم پيل ، منځ او پای لري ، سکالو په کې پرلپسې روانه وي.او په کې څېړنه ، د علمي سکالو په اړه پوهنه ، مالومات ، هراړخيزه کتنه او ژور تنقيد وي؛خو ادبي ټوټه دغه ځانګړنې نه لري. ژبه يې خوږه ، رنګينه او په ادبي ښکلاوو(صنايعو) ښکلی شوي وي.

تکل او ادبي ټوټه دواړه سره ډېر ورته دي ، تر منځ يې د بېلتون کرښه ډېره نرۍ ؛ خو جوته ده. ادبي ټوټه کې لفاظي او منظره کښنې زياتې او موضوعات په کې لږ وي؛ خو په تکل کې د ادبي ټوټې په پرتله د الفاظو رنګيني او لفاظي لږه ، موضوعات په کې ډېر، خواره واره او کيسه ييزه بڼه لري.

د رفیع صيب په خبره:« په تکل کې تر ډېره حده د حکايوي(کيسه ييزې) انشا خيال ساتل شوی وی او لوړ فلسفي مسايل هم په تصويري بڼه راوړل کيږي ، خو په ادبي ټوټه کې کله ، کله يواځې په هدفه لفاظي وي او تشه لفظ لوبه وي.

د «ادب څه دی» کتاب ليکوال سحريوسفزي په اند:«تکل په نثر کې شاعري ده ؛ خو که ډېره روماني شي نو بيا ترې ادبي ټوټه جوړه شي.»

ژوند ادبي بهير ، اونيزه غونډه ، ننګرهار پوهنتون

دغه موضوع مې يو وخت په ژوند ادبي بهير کې ادبي درس ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x