moneyhandshake

لاسته راوړنې

زه چې کله وخت پیداکړم په کابل کې دتلویزونونولخوا په اصطلاح دسیاسي کارپوهانو !!! ګردي میزونه ګورم.  

په دغو ګردي میزونوکې مې دیولس کلنو لاسته روړنو او پرمختګونو خبره ډیره ترغوږ کیږي .

ښاغلی کرزی هم په هرمناسبت کې دغه کلیمې  په ډیرویاړ کاروې .

دزیاترو رسنیو لیکوالان په تیره سیاسي شنونکي کوم چې ترواقعیت ورته تشریفات ارجحیت لري هم په خپلو تحلیلونوکې پرمختګونه او لاسته راوړنې ډیر اړوي را اړوي.

دغو ټولو مشوقاتو زه هم وهڅولم چې دلاسته راوړنو په تعبیر او مفهوم ځان پوه کړم چې دغه ښاغلي لاسته راوړنې څه ته وايي؟

په هیوادکې مو دبکرې ډیموکراسي له برکته اوس ماشاءالله دغږیږو او چاپي رسنیو ښه پریمانې ده ، ماهم  دخپل مقصد په موخه دهغوئ آرشیفونوته سرورښکاره کړترڅو دلس کلنو لاسته راوړنواوپرمختګونو کوم ژوندی تعبیر او تصویر پکي ترلاسه کړم.

هالته مي د لسوکلونو په ځای یواځې د یوې دوو میاشتو خبرونو سرلیکونه ترسترګوتیرکړل چې لاندې پایلې ترې په لاس راغلې :

۱-افغانستان په نړۍ کې لومړی مفسد هیواد اعلان شو / 5/12‏/2012‏  www.shaiqnetwork.com‏

۲-په ټول هېواد کې ۴میلیونه ۴۴زره جریبه ځمکه غصب شوی / ازادي راډیو  11.04.1391

۳-شهردار کابل ۴۸ میلیون افغانی اختلاس کرده است / هشت صبح سه شنبه ۵ جدی ۱۳۹۱

۴-د کریم خلیلي ورور په کابل کې ۱۵۰۳ غصب کړې ده /  ازادي راډیو 19.10.1391

۵-د کندهار والي ٣٥ ميليون ډالر بهر ته لېږدولي / كابل (پژواک۳۰ کب۹۱)

۶- معادن افغانستان تاراج می‌شوند / هشت صبح یکشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۲

۷- په كابل كې د كانكور سوالونه په نهه زره ډالره خرڅ شوي دي. / خدمتګار: شنبه ١٢ کب ١٣٩١

۸- افغانانو د ٢٠١٢ کال پر مهال څه کم څلور مليارده ډالره رشوت ورکړى دى/خدمتګار – شنبه ٢١ سلواغه ١٣٩١

۹-سي آی اې د کرزي دفتر ته په ملیونونو ډالر ورکړي / تاند – دوشنبه, 29.04.2013

۱۰- د برېتانیا استخباراتي ادارې هم ولسمشرۍ ماڼۍ ته پیسې ورکړې/ طلوع نیوز سه شنبه ۱۰ غویی ۱۳۹۲

۱۱-سپریم امریکايي شرکت پخواني افغان ديپلوماتان ورخپل کړي / تاند – دوشنبه, 06.05.2013, 12:20

۱۲-په تېرو درېوو كلونو كې په فساد كې ټولې ښكته پورته شوې پيسې ۳،۹ بليونو ډالرو ته لوړې شوې دي/خدمتګار۱۶/۲/۱۳۹۲

۱۳-زاخیلوال: برخی وکلا به قاچاق شراب دست دارند / بست باستان  17 ثور 1392 خورشیدی

۱۴-دمشرانو جرګې یوه انتصابی غړي به سړي تښتونې کې لاس لري / http://paktika1.com/radio/?p=552

۱۵-وزیر اطلاعات و فرهنگ به قاچاق آثار باستانی متهم شد / بست باستان 24 ثور 1392 خورشیدی

۱۶-امرخېل:په ګوشته کې له پاکستان سره معامله سوي ده / خبریال 8 May 2013, 9:00

دپورتنیو ارقامو او پیښو په ملاحظه دخپلې حافظې په محفوظاتوشکمن شوم چې ما دپرمختګونو او لاسته راوړنو مفهوم غلط کړی او که ریښتیاهم پرمختګونه وايي دغوته چې رسنیوذکرکړي.

په قاموسونواومعاجموکې مي د لاسته راوړنو(دست آوردها) اوپرمختګونو(پیشرفت ها) ماناوپلټله هالته هم په افغانستان کې ترسره شویو کارونو دپرمختګ او لاسته راوړنوله مفهوم سره هیڅ  اړخ نه لګاوه .

حیران شوم چې ښاغلی کرزی ، اودهغه په اداره کې آګاهان امورسیاسي اونور لیکوال او شنونکی څرنګه ټول په عمی البصر ناروغۍ مبتلا دي چې ناسم ترپام سم ورځي اوبیاورباندې خپل تحلیلات او نظرونه بناء کوي .

وروسته مي دیته فکرشو چې نه ولا هغوئ هم لاسته راوړنې اوپرمختګ په خپل اصلي ماناکاروي خو زما دبرداشت او دهغوئ داستعمال ترمنځ اختلاف یواځې په نسبت کې ده اوهغه په دې توګه چې زه ددغو پیښو نسبت ولس ته واخلم نوهغه د تباهي او بربادي مانا ورکوي او هغوئ چې یې نسبت ځانته اخلي ( په دې مانا چې اختلاس،رشوت،فساد اوقاچاق  دهغوئ دځان او واکمني لپاره) نوبیا ریښتیاهم چې دهغوئ لپاره لاسته راوړنې دي ،داسې حیاتي لاسته راوړنې چې هغوئ ته يې دژوندچانس اوشونتیا وربښلې.

دلته پوه شوم چې ریښتیاهم هغوئ په یولسوکلونوکې ډیرې لاسته راوړنې لرلې دومره چې ترحساب اوکتاب زیاتې دي، خو داسې لاسته راوړنې چې ددغه محدود شمیر غلو،مفسدینو،اومزدورو واکمنو دغه دشهوت راني اوفساد لاسته راوړنې دټول افغان ولس دمعنوي اومادي تباهي تعبیر او تفسیر ګڼل کیدالای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د