ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۲۱)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

آيا مور پلار ته د احسان عوض ورکول کيدای شي

له حضرت ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت دی :
(وعن أبي هريرة رضي اللَّه عنه قال: قال رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: لا يَجْزِي ولَدٌ والِداً إِلاَّ أَنْ يَجِدَهُ مملُوكا، فَيَشْتَرِيَه، فَيَعْتِقَهُ).

ژباړه : له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هيڅ اولاد د خپل پلار د احسان بدله نشي ورکولای، مګر دا چې دی خپل پلار غلام پيدا کړي هغه واخلي او ازاد يې کړي (رواه مسلم) (رواه مسلم فی العتق، باب فضل عتق الوالد).

فايدې : (۱) په اسلام کې د والدينو حق ډير لوی دی (۲) چې زوی خپل پلار واخلي نو په اخيستلو سره هغه ازاديږي، د دې لپاره د ازادي لفظ ويلو ته ضرورت نشته، فقط چې د زوی لاس يې مالک شي نو دا سبب د عتق (ازادي) دی (نزهة المتقين شرح رياض الصالحين).

يو صحابي رضی الله عنه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم حضور ته راغی او عرض يې وکړ : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! آيا د مور د احسان بدله (عوض) کوم کار کيدلای شي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ستا په ولادت (پيدا کيدو) کې چې هغې بار بار څومره د دردونو تکليف برداشت کړی، نو د ټول ژوند خدمت د يوه درد بدله (عوض) هم نشي کيدلای.

نن صبا ځوانانو ته څه معلومه ده چې مور يې څومره تکليفونه برداشت کړي، ستا مرداري او متيازې يې پاکې کړې، څومره پريشانی چې راغلې دي هغه يې ټولې برداشت کړې خپل آرام او راحت يې قربان کړي.

اوسني ځوانان خو ځانته ډير د قدر په سترګه ګوري، خو پلار مور هيڅ هم نه ګڼي، نن ورځ د مور يوه خبره هم برداشت کولای نشي، او نن ورځ د والدينو لپاره هيڅ ډول پريشاني برداشت کولو ته هم تيار نه دي.

اې ځوانه ! کله چې ته کوچنی وې، ستا مور، ستا په ويده کيدو ويده کيدله او ستا په پورته کيدو پورته کيدله، چې ته به ويده شوې هغه به هم ويده شوه او چې ته به راپورته شوې هغه به سمدستي را پورته شوه، تا ته به چې کوم تکليف وو نو ستا مور ته به له هغه زيات تکليف وو، او چې ته به خوشحاله وې نو مور به چې تا ته وکتل هغه به له تا زياته خوشحاله شوه.

هغې بيچاره خو ټوله سرمايه په تا باندې ولګوله، له مور لويه احسان کوونکې ستا لپاره څوک کيدلای شي؟.

او هغه پلار کوم به چې څلرويشت ساعته په دې فکر کې ډوب وو چې په څه ډول زما د زوی ژوند جوړ کړی شي، څه ډول خوراک وکړي، څه ډول جامې واغوندي، او زوی ته به يې بهترين پيزار، بهترينې جامې او بهترين خوراک پيدا کول تر څو له زوی څخه يې څه جوړ شي او سترګې يې ور باندې يخې شي، ټول بوج پلار په خپل سر امبار کړی وو او د ټولو ضرورتونو په پوره کولوکې يې انتهائي ډير کوشش کولو او د خپل ځان او مال سرمايه يې مصرف کړه ته يې د يو څه لايق کړې، او ته نن داسې ګڼې چې د مور پلار په ما باندې کوم حق نشته، هو ! ستا وجود ستا د مور پلار له امله دی، ستا د بدن وينه څاڅکی څاڅکی هغوی درکړې …. ته هم د هغوی يې او ستا مال هم د هغوی دی.

دوستانو ! دا خبره مونږ له ځان څخه نه کوو، بلکې د الله تعالی جل جلاله نبي صلی الله عليه وسلم کړې ده، سره له دې چې د نن زمانې ځوانان دا فکر کوي کوم څه چې ما په خپل محنت سره ګټلي دي هغه ټول زما دي، کوم سوچ چې تاسو کړی هغه ټول ستا د مور او د پلار دي (خدمت خلق ايک عظيم عبادت، ص : ۳۲۷ – ۳۲۸، بحواله : انمول موتي، ج : ۶).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x