فکري روزنه (25) – ښه عادتونه

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

ښه عادتونه

انسان په اصل کې د عادتونو مجموعه ده، د کاميابي لپاره تاسو ته د يو شمير عادتونو پريښودل او د يو شمير نورو پيدا کول ضروري دي، کاميابي په اصل کې د ښو عادتونو نتيجه ده، لکه چې ناکامي د بدو عادتونو نتيجه ده.

کامياب خلک ښه عادتونه لري او ناکام خلک د بدو عادتونو ښکار وي، د ښو عادتونو خپلول مشکل دي، مګر له ښو عادتونو سره ژوند کول آسان دي، برعکس د بدو عادتونو خپلول آسان دي او له بدو عادتونو سره ژوند کول ډير مشکل دي.

د بدو (بيکاره) عادتونو د زور او طاقت اندازه هغه وخت کيدلای شي کله يې چې د پريښودو کوشش وکړی شي.

که د وړو (کوچنيانو) ځينې عادتونه په لويانو کې پيدا شي نو د قطب او ابدال درجه به تر لاسه کړي، مثلا واړه د خوراک او څښاک په فکر کې نه وي او چې کله يې تر مينځ جګړه پيښه شي نو په زړونو کې يې بغض او کينه نه وي.

د انسان په کردار او شخصيت کې عادتونه ۹۹ فيصده کردار لوبوي، بلکه په عام ډول د عادتونو په آئينه کې د ده د کردار او شخصيت مطالعه هم کيږي.

د عمر په اوايلو کې چې کوم عادتونه پيدا شي هغه د عمر په پاتې برخه کې هم ور سره مله وي.

زاړه عادتونه دويم فطرت جوړيږي.

د يوه بيکاره عادت په خپلولو سره دوه نور بيکاره عادتونه پيدا کيږي.

د يو چا د علم او شخصيت اندازه د هغه له دوو خبرو معلوميږي، مګر بيکاره عادتونه تر ډيره وخته نه معلوميږي.

خراب عادتونه هم داسې ډيريږي لکه له چينې څخه وياله، له ويالې څخه نهر او له نهر څخه درياب.

د بدو عادتونو خپلول آسان دي، مګر پريښودل يې بيا نا ممکن دي.

په بدو عادتونو غالب کيدل کمال فضيلت دی.

د بدو عادتونو زنځير په ليدو کې معمولي تر سترګو کيږي، مګر کرار کرار دومره مظبوط شي چې په ټوله زندګي کې بيا نشي ماتيدلای.

که چيرته تاسو د ځان کاميابي غواړی تاسو بايد يو څه عادتونه پريږدی، مثلا ناوخته پورته کيدل، محنت نه کول، د کار ځای ته په خپل وخت نه ورتلل، زر د فيصلې نه کول، غير مستقل مزاجي او داسې نور، د کاميابي لپاره د دغو عادتونو په عوض کې تاسو ته د ښو عادتونو خپلول ضروري دي، په اکثر کاميابو خلکو کې لاندني عادتونه موجود وي، که تاسو هم خپله کاميابي غواړی نو لاندني عادتونه خپل کړی.

(۱) ايمانداري

د کاميابي لپاره په ځانګړي ډول د مالي کاميابي لپاره تر ټولو لويه وجه ايمانداري ده، لکه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي (رښتوني او امانتدار تاجر ته به په آخرت کې د نبيانو، صدقينو او شهداؤ ملګرتيا نصيب کيږي) ( ترمذي) .

په يوه بل حديث شريف کې راځي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي (دری خويونه چې په کوم چا کې وي هغه صفا منافق دی، يو له هغوی څخه دا دی چې کله ور سره امانت کيښودل شي نو په هغه کې خيانت کوي) (بخاري، مسلم).

د ايمانداري مطلب دا دی چې هيڅکله تاسو له خپلې برخې زيات شی مه آخلئ او هيڅکله هغه شی مه قبلوی په کوم چې تاسو محنت نه وي کړی، د بد ديانتي ډير مثالونه دي، لکه کم تول، د ښه اخيستل او د بد ورکول او نور، د بد ديانتي بنياد دروغ دي.

مؤمن ته هيڅکله دروغ وئيل نه دي پکار، نه يواځې دا چې ګناه کبيره ده، بلکه نور ډير نقصانونه هم لري، په دروغو سره د هر چا ايمانداري تر شک لاندې راځي، که چيرته يو څوک د زندګي په يوه شعبه کې دروغ ووايي نو د همدغو دروغو د پټيدا لپاره بيا نور دروغ وايي او د هغه لپاره نور او …….. خو په ياد لری چې دروغ پټ نشي پاتې کيدلای او چې کله د کوم کس دروغ ښکاره شي نو د هغه هره خبر بيا تر شک لاندې نيول کيږي، بل لوی نقصان دا دی چې د همدغو دروغو د پټيدا لپاره تر دغه ډير لوی دروغ بيا ويل کيږي، خدای تعالی جل جلاله فرمايلي (پر دروغژنو د الله تعالی لعنت وي) (آل عمران آية ۶۱).

همدا شان رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي (د منافق يو خوی دا دی چې کله خبر کوي نو دروغ وايي) (بخاري).

په يوه بل حديث شريف کې راځي، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي (څوک چې کوم مسلمان ته نقصان رسوي او هغه ته دوکه ورکوي دا ملعون دی) (ترمذي).

کوم وخت چې مونږ يو څوک دوکه کړو نو په دې وخت کې راته ځان اوښيار معلوميږي، مګر حقيقت دا دی چې دا اوښيارتوب عارضي دی.

مونږ ولې او د څه لپاره دروغ وايو؟

اکثر وخت مونږ د خپل ځان د عزت ساتلو لپاره دروغ وايو، مګر مونږ په دې نه پوهيږو چې د دروغو له ښکاره کيدو وروسته به مو بيا څه عزت وي، کوم وخت چې مونږ نه غواړو تر څو د کوم کار ذمه واري په غاړه واخلو نو په دې وخت کې مونږ بيا دروغ وايو، د راته خوښ شي د لاسته راوړو لپاره هم مونږ دروغ وايو، که چيرته په دنيا او آخرت کې کاميابي غواړی نو ايماندار جوړ شئ، دا ډيره ښه خبره ده، دا د ستاسو لپاره د کاميابي ډيرې دروازې خلاصولای شي.

(۲) عاجزي

په زندګي کې د کاميابي لپاره تر ټولو بنيادي شی عاجزي ده، د دې مطلب دا دی چې تاسو ته به په دې علم وي چې هر څه کولای شی، مګر د دې اظهار به نه کوی، ځکه په اظهار سره يې بيا په تاسو کې غرور پيدا کيږي او مغروره خلک خدای تعالی جل جلاله نه خوښوي، عاجزي د هر چا لپاره د ترقي او کاميابي دروازې خلاصوي.

(۳) صبر

صبر کول هم د کاميابو خلکو يو مهمه خوبي ده، څومره چې مونږ صبر کوو هومره هر څه زمونږ پر خوا راځي، د صبر له کولو څخه دا نه دی مراد چې سترګې پټې کړی، لاس پر لاس کيږدی او انتظار کوی، بلکه د صبر په وخت کې بايد معلومات راټول کړی شي او لازم تدابير ونيول شي، که چيرته مونږ صبر ونکړو نو له ناکامۍ سره مخ کيدلای شو.
هر څوک زر کاميابي غواړي، مګر کاميابي بيا صبر غواړي، د بې صبرۍ له امله غرور، حرص، لالچ او نورې تيروتنې پيښيدلای شي، د انتظار وخت په ښه طريقه استعمال کړئ، کوم کسب او هنر زده کړئ، په ياد لري چې هيڅ يو کار په تلوار سرته نه رسيږي، صبر کوئ، ځکه چې الله تعالی جل جلاله فرمايلي دي (اِنَّ اللّٰہَ مَعَ الصّٰبِرِیۡنَ) همدا شان رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي (من صبر ظفر) چا چې صبر وکړ هغه کامياب شو.

(۴) سخاوت

د قرآن کريم د مطالعه کولو په وخت کې هر انسان ته دوه شيان ډير مخته راځي.

(۱) الله جل جلاله شرک نه خوښوي.

(۲) الله تعالی جل جلاله په خپله لار کې ورکړه ډيره خوښوي.

حضرت عثمان غني رضی الله عنه يواځې د الله تعالی د رضاء لپاره له يهودو څخه څاه واخيستله او د مسلمانانو لپاره يې وقف کړه، نو الله تعالی د هغه په رزق کې ډير پراخوالی راووست.

له تاسو سره چې هر څه وي هغه نورو ته هم ورکړی، خلک په هغه کې له ځان سره شريک کړئ، دا بايد يواځې مادي شيان نه وي، بلکه خپل وخت ورکړئ، خپل مهارت ورکړئ، محنت ورکړئ، خندا او خوش طبعي ورکړئ، هر څه چې ورکوی بايد يواځې د الله تعالی د رضاء لپاره يې ورکړئ، تاسو ته چې الله تعالی څومره نعمتونه درکړي شاو خوا خلک په هغوی کې درسره شريک کړئ او هر څه د معاوضې له غوښتلو پرته ورکړئ، که مو د الله تعالی د رضاء لپاره څه ورکړل الله تعالی به يې لس چنده زيات درکړي، لهذا هر څه چې مونږ ورکوو بايد د الله تعالی د خوشنودي لپاره يې ورکړو او د ورکړې په وخت کې بايد مونږ هم خوشحالي محسوسه کړو.

(۵) يقين کول

په يو چا باندې بروسه (يقين) کول دا په اصل کې په هغه باندې اعتماد کول دي، داسې چې هغه مونږ ته کوم نقصان نه رسوي، په ټولنه کې يوه خبره ډيره مشهوره ده ! په چا اعتماد مه کوی، ليکن په ټولنيز ژوند کې په نورو بروسه، اعتماد او يقين کول ډير ضروري دي، ځکه له دې پرته د کاميابي سفر نشي طی کيدلای، لهذا په دغه سلسله کې لومړنی اصل دا دی، که له تاسو سره د کومې ډلې يا کوم تنظيم لخوا دوکه وشي نو په دې کې د ستاسو نقصان کم او د نوموړې ډلې يا تنظيم نقصان زيات دی، په داسې صورت کې تاسو بايد خپل دغه نقصان ته اهميت ور نه کړی، که په نورو يقين کونکي جوړ شی تاسو خود بخود د نورو لپاره د يقين او عزت څښتنان جوړيږی او که په نورو يقين ونه کړی نور هم بيا په تاسو يقين نشي کولای.

(۶) بهادري

کاميابي او خطر سره لازم او ملزوم دي، هيڅ مهمه او لويه کاميابي له خطر پرته نشي ترلاسه کيدای، که چيرته تاسو د کومې لوی کاميابي غوښتونکي ياست نو د ستاسو لپاره بهادري لومړی شرط دی، له ويرې پرته هيڅ يو فرد نشي بهادر کيدلای، ځکه بهادري ديته ويل کيږي چې د ويرې باوجود به تاسو عملي اقدام کوی.

بهادر جوړ شی مګر بې وقوف او احمق نه، د بې وقوفي او بهادرۍ ترمينځ فرق دا دی چې په بهادري کې مونږ د حالاتو ښه جايزه اخلو، ځانته پوره معلومات کوو او بيا د ويرې باوجود عملي اقدام کوو، اما په حماقت کې مونږ د حالاتو جايزه نه اخلو، هيڅ کومه تياري نه کوو خو بيا هم په عملي اقدام لاس پورې کوو، دويم فرق دا دی چې بې وقوف او احمق ته د خطراتو علم نه وي، برعکس بهادر ته د خطراتو پوره علم وي له هغه وروسته بيا د يو څه کولو فيصله کوي.

عموما خلک بهادر نه وي، ځکه دوی سوچ او فکر کوي چې حالات ښه نه دي، له دې نه علاوه د بې عزتي او توهين ويره هم ورسره وي، د ناکامه کيدو په صورت کې د شرمندګي ويره هم، که چيرته  تاسو کاميابي غواړی نو ناکامي په ځان ومنی، له ناکامه کيدو څخه سبق زده کړئ، هغه سبق کوم چې انسان له کتابونو څخه نشي زده کولای.

(۷) ثابت قدمي

په ژوند کې هيڅ يوه کاميابي په يوه شپه يا په يوه ورځ کې نشي ترلاسه کيدای، کاميابي يو سفر دی عموما يو لوی سفر، نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي ! الله تعالی جل جلاله له هغه چا سره دی کوم چې ثابت قدم وي، ډير خلک نن صبا په داسې حال د کوشش پريښودونکي دي چې کاميابي ته يو ګز ور نږدې شوي وي، دوی د کاميابي په اخيرنيو شيبو کې خپل کوشش پريږدي او د هميشه لپاره بيا ناکام ګرځي، په دنيا کې لوی انقلاب رحمة للعالمين صلي الله عليه وسلم راوستی په کوم کې چې ۲۳ کاله وخت مصرف شوی، فاتح انسان هيڅکله کوشش نه پريږدي او چا چې کوشش پريښود هغه فاتح کيدلای نشي.

(۸) ذمه واري

کامياب خلک د خپل هر عمل ذمه واري قبلوي، برعکس ناکام خلک نه يواځې دا چې خپله ذمه واري نه مني بلکه د خپلو ټولو مسائلو او حالاتو ذمه وار والدين يا حکومت بولي، مثلا دوی وايي ! حالات ښه نه دي، والدينو يې ښه تربيت نه دی کړی، د حکومت پاليسي ښه نه ده، يعنې دوی د خپلو خرابو حالاتو ذمه واري پر دوی ور اچوي، دوی د ويرې له امله ذمه واري نه قبلوي، که چيرته مونږ د خپلو خرابو حالاتو ذمه واري د نورو په غاړه ور واچوو نو د دې معنا به دا وي چې همدا خلک زمونږ د تقدير مالکان دي او داسې نه ده، مونږ د خپلو خرابو حالاتو ذمه واري څنګه قبوله کړو؟ د لاندې خبرو په نظر کې لرل ضروري دي.

(۱) لومړی قدم دا دی چې مونږ په نورو خلکو له الزام لګولو ډډه وکړو.

(۲) مونږ  بايد خپله ذمه واري ومنو او غور وکړو چې غلطي په څه کې ده او له هغه وروسته هغه سمه کړو.

(۳) مونږ بايد هميشه خپله ذمه واري د دې پر ځای چې په نورو يې ور وتپو په خپله قبوله کړو، ځکه د ذمه واري قبلول د کامياب سړي نښه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د