ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۲۶) – د فيصلې کولو بهترين قوت

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د فيصلې کولو بهترين قوت

مونږ روز مره وړې او غټې فيصلې کوو، مثلا څه به خورو، کوم يو کار به کوو، کومې جامې به اغوندو، بچيان په کومه مدرسه کې داخل کړو او داسې نورې، د کاميابو خلکو يوه بهترينه خوبي دا ده چې دا خلک فيصله ډير زر کوي مګر زر يې نه بدلوي او ناکام خلک اول خو فيصله نشي کولای، که يې او هم کړي، نو چې سهار يې وکړي ماښام يې بيرته پريږدي.

د فيصلې نه کولو لويه وجه د غلطې فيصلې کولو ويره ده، په دنيا کې هيڅ يو فرد داسې نشته چې د هغه هره فيصله دې سمه وي، دا هم حماقت دی چې د يوه سړي ټولې فيصلې به سمې وي، که چيرته تاسو د غلطې فيصلې د ويرې له امله فيصله نه کوی بيا مو هم يوه داسې فيصله وکړه د کومې له امله چې د ستاسو زندګي متاثره کيدلای شي، ځکه چې د فيصلې نه کول هم يوه فيصله ده، د غلطې فيصلې کول، د فيصلې له نه کولو بهتر دي، که چيرته د يوه کس ۷۰ فيصده فيصلې غلطې وي هغه بيا هم د درميانه درجې کاميابي حاصلولای شي، د ويرې له امله د فيصلې نه کول هم يوه فيصله کول دي کومه چې تاسو د هميشه لپاره ناکامه کولای شي.

د مؤثرو فيصلو کولو طريقې

(۱) د موثره فيصلو کولو لومړنی اصل دا دی چې تاسو به په خپله دنده او کار وبار کې ماهر ياست، تاسو که هر څومره ماهر شی هومره زر او د ښې فيصلې کول به درته آسان وي.

(۲) په روز مره زندګي کې ډيرې فيصلې کوی، په لومړي ځل آسانه، داسې فيصلې د کومو په غلطيا کې چې ډير نقصان نه وي، مثلا کومې جامې واغوندی، کتاب، رساله يا اخبار له چا نه واخلی، د کار کولو ځای ته په کومه لار او په څه شي کې ولاړ شی، د داسې فيصلو په کولو کې ډير وخت مه لګوی، کله چې ستاسو ښه تمرين وشي بيا همدغه صلاحيت خپلو غټو او مهمو فيصلو ته ور نقل کړی، بچيانو ته هم د داسې فيصلو کولو اختيار ورکړی او له کوچينوالي څخه يې آموخته کړی.

(۳) د خپلې مسئلې په باره کې ډير معلومات حاصل کړی، د ټولو معلوماتو حاصلول مهم نه دي، ځکه چې دا هيڅکله هم نشي حاصليدلای، موافق او مخالف دلايل له ځان سره نوټ کړی، هر کله چې د يوه طرف دلايل زيات شي بيا نو د فيصلې کول آسان وي، که چيرته د دواړو طرفينو دلايل يو برابر وو، بيا مسئله خپل سوچ ته وسپاری، د بيده کيدلو په وخت کې ښه سوچ پرې وکړی، د شپې يا په صبا ورځ کې تاسو ته يو ښه ځواب در پيدا کيدلای شي.

(۴) د کوم شي په باره کې چې د فيصلې کول وي، هغه په يوه کاعذ وليکئ، د فيصلې فواېد، نقصانات، موافق او مخالف دلايل هم وليکئ، بيا د فيصلې کولو لپاره وخت معلوم کړئ، وخت بايد ډير ليرې نه وي، مثلا داسې وواياست پوره دری بجې به فيصله کوم، بهتره دا ده چې د فيصلې له کولو مخکې لږ بيده شی، کله چې تاسو راپورته شی نو دماغ به مو تر او تازه وي، عموماً د فيصلې له ليکلو نه د هغې حقايق واضحه کيږي او د فيصلې کولو طريقه ترينه بهر راوځي.

کله کله فيصلې مه کوی

ځينې وخت حالات داسې وي چې په هغه کې د فيصلې نه کول پکار دي، په دغو حالاتو کې اکثر غلطې فيصلې کيدلای شي.

(۱) په جذباتي حالاتو کې مهمې فيصلې مه کوئ، د پريشاني، فکرمندي، اضطراب او د تشويش په حالت کې هم مهمې فيصلې مه کوئ، په داسې حالاتو کې خپلې فيصلې ځنډوی.

(۲) په ناجوړتيا کې مهمې فيصلې مه کوی.

(۳) له سخت انتهايي ضرورت نه پرته زر فيصله مه کوئ، د فيصلې له کولو مخکې بيده کيږی.

(۴) که مو ډيره تنهايي، يا مو ډير درد محسوساوه بيا هم مهمې فيصلې مه کوئ.

(۵) ترڅو مو چې د مسئلې ټول اړخونه په ښه طريقه ځانته نه وي معلوم کړي، بيا هم مهمې فيصلې مه کوئ.

(۶) کله چې له تاسو سره کافي معلومات نه وي، بيا هم د مهمو فيصلو کول نه دي پکار.

کله چې مونږ د کومې فيصلې کول غواړو، بايد چې تر صبا ورځې يې معطله کړو، يا د راتلونکي لمانځه تر وخته، د لمانځه له اداء کولو وروسته لوی مهربان خدای جل جلاله ته عاجزي وکړو، دعا وکړو، له دعا نه وروسته مو چې هر څه اول ذهن ته راشي، بايد په هغه عمل وکړی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x