نظــر

د ګوشتي دپېښې په اړه د طالبانو پوخ، ځواکمن او معقول دریځ

   په دې کې شک نشته چې طالبان د هېواد اصیل بچیان او د مظلوم او مجاهد ولس ريښتینې خدمتګاران دي، دا هسې د خولې خبرې نه، بلکې عملا ثابت شوي، له لومړۍ ورځې تر ننه پورې طالب د خپل ولس ددیني مقدساتو او ملي ګټو د خوندیتوب او ژغورولو لپاره خپل سر په لاس کې نیولی، عملا یې د خپلو پاکو وینو په بیه له خپل ولس او هېواد څخه ننګه کړې ده.

  تر ټولو څرګند او ښکاره يې دغه یوولس کاله تاریخي او نه هېريدونکې سرښندنې دي، کوم څه چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړې، لومړی د الله جل جلاله په فضل او بیا دهمدوی د بېدریغه قربانیو او د ولس د کلک ملاتړ له کبله دا دی نړی خور خوني ښامار نور په ګونډو دی.

   ځینې کسان چې یا خو له حقیقته نه وو خبر او یا یې هسې سترګې دغرض او مرض پردو پټې کړې وې، وخت نا وخت به یې تبلیغات کول چې طالبان د نورو لپاره اخته دي، په ځانګړي ډول به یې د ګاونډیانو نوم اخیست، دوی په خپل قاصر، محدود او معیوب فکر دغه رنګه تبلیغات په داسې حال کې کول چې له بل هر چا نه دوی خپله هم په شعوري او هم په لا شعوري توګه په دې پوهېدل او پوهېږي چې طالبان د هېواد ريښتیني بچي او اصلي ژغورونکي دي، مګر دخلکو د تېر ایستلو او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې خلکو ته ویل چې کله که د ګاونډیانو او افغانستان تر منځ کومه ستونزه را ولاړېږي نو طالبان به د ګاونډیو لوری نیسي، او یا کم تر کمه بې پرې به پاتې کېږي، دوی طالبان پر خپل ځان ور قیاسول، دوی داسې انګیرله چې لکه څه رنګه چې مونږ ته د غربیانو ګټې د خپل ولس او هېواد له ګټو زیات ارزښت لري طالبان به هم همداسې وي، مګر الله تعالی حقیقت په داسې توګه را برسیره کړ چې په دا رنګه حدسونو او ګومانونو یې له یوې مخې سره کرښه را وکاږله، که څه هم چې حقیقت خو ټولو ته له لومړۍ ورځې نه معلوم و، خو په دې سره د مغرضینو ګومانونه په اوبو لاهو شول!

   کله چې د ګوشتي پېښه را منځ ته شوه طالبانو داسې ونه کړل چې سمدستي د احساساتو او عواطفو  څپو ته ځان تسلیم کړي، بلکې په پوره حوصله مندۍ او زغم سره یې حالات څېړل، کله چې حقیقت ورته څرګند شو خپله پخه، کره او معقوله اعلامیه او ورپسې یې تبصره خپره کړه، په رښتیا هم چې د طالبانو مشران له پوره سیاسي بصیرت، مدبرانه حکمت او ملي روحیې څخه پوره برخمن دي، که له یوې خوا د احساساتو او عواطفو څپو تر خپل اغیز لاندې را نه وستل له بل پلوه مجبوریت، بې وسۍ او بې کسۍ هم و نه شو کولی چې د دارنګه یوې ملي پېښې په اړه یې پټه خوله کړي، د کوز کلي او یا بر کلي د خان تندي ته وګوري، دوی له هر څه وړاندې خپل وجدان، ایمان او غیرت ته وکتل، خپل اسلامي او ملي مسولیت ته یې وکتل، او بیا یې په خورا لوړ او غښتلي عزم، پاخه او ژور فکر سره خپل اسلامي، ملي او تاریخي مسولیت ادا کړ، هو! دا هغه څه دي چې تاریخ به له افغان مجاهد او غیرتي ولس  سره ددوی په خواخوږۍ او ريښتیني مینې ګواهي ور کوي!
   دا په هېڅ صورت شونې نه وه چې طالبان دې دداسې یوې ملي مسلې په اړه پټه خوله شي، ځکه چې دا یوولس کاله دوی د یرغلګرو په وړاندې د څه لپاره ولاړ دي؟ هر څه یې په ځان منلي، مرګ یې منلی، زندانونه یې منلي، له کور او کلي نه شړل کېدل یې منلي، د خپلو او خپلوانو ځورېدل او کړېدل یې منلي، له خپل کور او دوستانو نه لیري پاتې کېدل یې منلي، مګر پر خپل اسلامي او ملي حریم یې د پردیو یرغل ته غاړه نه ده ایښې! نو اوس به د بل چا د یرغل په وړاندې څه رنګه پټه خوله پاتې شي!

   پرون د روس د یرغل پر مهال هم همدا علمای کرام وو چې د روسانو په مقابل کې یې د جهاد فتوا ور کړه، او عملا یې بې دریغه سرښندنې او قربانۍ ور کړې، مرګونه، زندانونه، هجرتونه او نورې ګڼې ستونزې او ربړې یې ومنلي مګر پردیو ته یې سر ټيټ نه کړ، له خپل دین، ولس او خاورې سره یې خیانت ونه کړ، او نن یې هم خپل اسلامي او ملي مسولیت په خورا ريښتینولۍ سره ادا کړ، داسې یې ونه کړل لکه ځینو نورو، چې د خپلو ګټو لپاره د یو یرغل په وړاندې ودرېدل او بل یرغلګر یې بیا دوست وبللو، او نه یې داسې وکړل چې د روسي او امریکايي یرغل په وړاندې یې غږ پورته کړ، د یو ګاونډي د ناکردو په اړه یې شور ماشور جوړ کړ مګر د بل د تیري په اړه یې ( شوليته بخور پردې ته بکن ) غوره وګڼله، بلکې د هر یرغل، تیري او ناروا په اړه یې دتل په څېر خپل ځوانمردانه دريځ ټولو ته په ډاګه کړ.

 طالبان خپلو اسلامي لارښونو او د ښه ګاونډيتوب غوښتنو ته له بل هر چا نه زیات ژمن دي، په هېڅ ډول ځان ته اجازه نه ور کوي چې د بل پر حق تېری و کړي، مګر دا هم په هېڅ ډول نشي زغملی چې څوک یې اسلامي ارزښتونو، تاریخي ویاړونو او ملي ګټو ته په کمه وګوري.  

  د پام وړ دا چې دوی په دې هم پوره رسېدلي چې دغه لوبه په حقیقت کې د یرغلګرو له خوا پلان شوې، یرغلګرو غوښتل په دې توګه له خپل وحشي یرغل نه د خلکو پام په بله کړي، او تر څنګ یې په خپل ګومان طالبان د پاڼ او پړانګ تر منځ راګیر او له ګاونډیانو سره په جګړو کې را ښکېل کړي، دوی غوښتل افغان ولس او نړیوالو ته وښيي چې طالبان د پاکستان په اړه څه نشي ویلی، او له بل پلوه وښيي چې طالبان جګړه خوښي دي، په هر وخت کې له هر چا سره د جګړې اور بلولی شي، مګر په دې نه وو خبر چې هغه څوک چې ستاسو او ستاسو د نورو نړیوالو مستو پیلانو په وړاندې په خورا شهامت او ځوانمردۍ سره ودرېدلي، او دا دي را په ګونډو کړی یې یاست، نو بیا د بل چا به څه پروا ولري!؟ ددې تر څنګ دومره هم نه ده بې تدبیره چې د پردیو دسیسو ښکار شي، د پردیو په لاس پلان کړل شوې لوبه کې پرته له فکر کولو ور ګډ شي.

ایمل نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x