افغانستان

پر کندهار هوایې ډګر توغندیز برید بهرنیو ځواکونو ته مرګ-ژوبله اړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ ل): تېره شپه ناوخته پر کندهار هوایې ډګر توغندي راپریوتي، د توغندیو د لګېدو سره سم په هوایې ډګر کې د اور لمبې لیدل سوي چې د څه وخت لپاره یې دوام کړی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پېښي پخلی کړی او زیاتوي چې توغندي ددوی له لوري پر هوایې ډګر توغول سوي دي، نوموړۍ وایې چې توغندي پر ټاکلي هدف لګېدلي او بهرنیو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.

توغندي د دامان ولسوالۍ د خوشاب سیمي څخه پر هوایې ډګر توغول سوي دي.

بهرنیو ځواکونو د توغندیو د توغولو د ځای په نښه کولو وروسته د خوشاب سیمي ته په ټانګانو کې ورغلي چې په سیمه کې د سړک غاړي ماین پري چاودنه کړي، په چاونه کې د بهرنیو ځواکونو یو زغره وال ټانګ تخریب سوی او سپرو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د پېښي په اړه تراوسه د کندهار چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x