
غزل: هېواد شپون
هېواد شپون
مات نظر مې ستا دخال په غېږکې پروت دی
که غمی دی د دسمال په غېږ کې پروت
خوب کې وینم چې اذان دی چا ویشتل
زخم زخم د بلال په غېږ کې پروت دی
ته خوګوره تنهایي شوه سترګې سترګې
څومره وهم د دېوال په غېږ کې پروت دی
چې زخمونه مې د زړه انځوروی شي
هغه کس زما د خیال په غېږ کې پروت دی
څوک دی شپون دی خوبس پاڼې پاڼې توی دی
مات منګی دی د كولال په غېږكې پروت دی