شعـــــرونه

دشعر ملکه: عبدالمجيد جواد

عبدالمجيد جواد

منم رښتیا چې هر سړی داسې کیدلی نه شي
آسانه کار نه دی هر څوک شعر لیکلی نه شي

سړی په خپله شي شاعر د ستورو شمار نه غواړي
د اسمان ستوري خو شاعر هم شمار کولی نه شي

په ذهانت که وای نو ټول به شاعران ګرځیدل
ما ډیر ذهین لیدلي شعر جوړولی نه شي

د لیونو له خولې مې هم شعر جاري لیدلی
خو داسې روغ شته چې له مخې یې لوستلی نه شي

شعر الهام دی شعر ورکړه ده د خدای له لوري
شاعر ولي وي ولایت هر څوک موندلی نه شي

شاعر د خیال براق لري د تخیل تر عرشه
د شاعر سوچ ته هر سړی ور رسیدلی نه شي

اوس به د شعر جوړونې پوهنتونونه جوړ وو
د شعر ملکه هیڅوک په کسب خپلولی نه شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حقيار

السلام عليكم، غواړم چي د همدغه شعر شاعر نه ځان خبر کړم مطلب مي عبدالمجيد جواد نه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x