up-down-arrows

د عروج او زوال فلسفه

    د قومونو عروج او زوال د نړۍ په تاریخ کې یوه پیچلې، غمجنه او د رازونو څخه ډک عمل دی، دا یوه داسې پیښه ده، چې انساني ذهن خواشینی کوي او ددې د لوړتیا او ځوړتیا د عمل نه انسان نا امیده کیږي. په داسې حال کې، چې انساني فکر د قومونو د عروج او زوال په عمل باندې د پوهیدو لپاره ډېر کوښښ کړی دی؛ مګر دغه عمل او پیښه انسان ته یو نه حل کیدونکې معما ګرځیدلې ده، چې یو قوم په کوم وخت کې عروج ته رسیږي، تمدن او کلتور یې څنګه لوړو پوړیو ته رسیږي او بیا یوه پرتمینه تیره دوره پریږدي او د زوال سره مخ کیږي.

    ابن خلدون لومړنی شخص وه، چې د حکومتونو، شاهي کورنیو او د قومونو عروج او زوال باندې پوهیدل یې په علمي انداز سره وڅیړل او ددې عمل تر شا، چې کوم قوانین موجود دي، د هغوی پیداکول او د اغیزو د تعینولو کوښښ یې وکړ، هغه دغه عمل د انسان سره تشبیه کړ، څرنګه چې یو انسان د کوچنیتوب، ځوانۍ، زوړوالي او مرګ مرحلې لري، همداسې قومونه هم د داسې مرحلو څخه تیریږي او د زوال سره مخ کیږي. ددې څخه دا مفهوم اخیستلای شو، چې قومونه هم یو وخت مړه کیږي او له منځه ځي، هیڅ امکان نلري، چې کوم قوم دې د مرګ څخه پاتې شي او خپل ژوند ته، د اوږد مهال لپاره ادامه ورکړي، د ابن خلدون په فلسفه کې، د قومونو مجبوریت او تقدیر ته د هغوی تابعداري د قومونو پورې تړلې خبره ده.

   د ابن خلدون نه وروسته ځینو نورو مفکرینو هم په دې مسئله باندې فکر کړی دی، په دوی کې دوه نومونه په خاص ډول د یادولو وړ دي، یو شپنګلز او بل هم ټاین بي دی.

    شپنګلز په خپل کتاب د (لویدیځ زوال) کې د تمدنونو عروج او زوال څیړلی دی او هغه قوانین یې څيړلي دي، چې ددې عمل تر شا لاس لري. هغه په دې نظر دی، یو تمدن چې د کومو مرحلو څخه تیریږي، د هغه مثال د کال د موسمونو په شان دی، یانې ګرمي، یخني، پسرلی او منی. کله چې یو تمدن د مني په موسم کې داخل شي؛ بیا هغه ته مرګ مقرر شي؛ نو د مرګ څخه د ډاریدو پر ځای باید هغه ته تسلیم شي، دلته د شپنګلز خبره واضح کیږي، چې هغه په یوناني تمدن باندې عقیده لري، چې په اخر وخت کې یې د قوت د استعمالولو پر ځای مرګ ته ترجیح ورکړه، ددې دلیل دادی، کله چې یو تمدن لوړ کلتور رامنځته کړي؛ نو ورسره یې د تخلیق قوه کمزورې کیږي؛ بیا د ستړي والي داسې مرحلې ته رسیږي، چې مرګ یې د نجات لاره وګرځي.

    که وګورو، د شپنګلز په دې نظریه کې لږ څه حقیقت پروت دی؛ ځکه کله چې یو تمدن د عروج څخه وروسته پای ته رسیږي؛ نو ژوند یې ډېر تریخ وي، د عزت نه وروسته ذلت، قومونه په رواني ناروغیو باندې اخته کوي، یو طرف ته یې تېر حالت او بل طرف ته یې اوسنی حالت وي، په داسې وخت کې قومونه کله په خپل تېر(ماضي) کې ډوب وي او کله په خپل اوسنی(حال) کې د وروسته والي په فکر کې غرق وي، د دوی لپاره دا ډېره ستونزمنه وي، چې د اوسني حالت نه  د لېرې کیدلو لپاره کومه لاره اختیار کړي.

    ټاین بي دریم مؤرخ دی، چې د ابن خلدون او شپنګلز نه وروسته یې د قومونو په عروج او زوال باندې بحث کړی دی، هغه چې د تمدنونو د لوړتیا او ځوړتیا په اړه کومه نظریه لري، داسې ده، چې تمدنونه تل د چلینجونو سره مخ وي، که یو تمدن د چلینج اغیزناک ځواب ورکړي؛ نو په پایله کې مخکې تګ کولای شي؛ خو که ځواب یې کمزوری وي؛ نو زوال یې پیل کیږي، د ټاین بي مطلب دا شو، یو تمدن د هغه وخت پورې ژوندی پاتې کیدای شي، تر څو پورې چې په هغه کې د ځواب ورکولو صلاحیت موجود وي، د ټاین بي له نظره، د تمدنونو او قومونو بقا په دې کې ده، چې خپل رامنځته شوي صلاحیتونه ژوندي وساتي او د حالاتو مقابله وکړي.

    نور بیا…

         عروج و زوال کا فلسفه، تحریر: ډاکټر مبارک علي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د