ورزش

عامر له هندیانو لاره ورکه کړه، خو ویرات کولي مسوولانه لوبې هند بریالی کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۸مه ۱۳۹۴ل): د اسیا جام په درېیمې سترې سیالۍ کې هند لوبډلې پاکستان ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړله.

د پلازمېنې ډاکې په شیربنګله لوبغالي کې د پاکستان او هندوستان تر منځ لوبه کې پچه هندي لوبډلمشر مهندراسنګ دوني وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه يې وکړه. د دوني پریکړه هغه مهال سمه ثابته شوه چې په لومړي اور کې پاکستان لومړۍ ویکټ دلاسه ورکړه. وروسته شرجیل خان په ۲۲منډو او خرم منظور په ۳۲ منډو وسوځېدل.

پاکستان تر فشار لاندې و. شعیب ملک د دې پر ځای چې لوبه کنترول کړي، ناسم شاټونه یې ووهل، په یوه بال یې عمراکمل رن اوټ کړ او خپله هم وسوځېد. پاکستان تمه افریدي ته وه خو هغه هم په یوه غیرضروري منډې جوړلو کې رن اوټ شو.

ورپسې وهاب ریاض هم په ۵۲ منډو وسوځېد. سرفراز احمد کوښښ کاوه چې لوبه کنترول کړي خو تر ډيره بریده بریالی نشو. سمیع او محمد عامر هم دغسې ناکام و. دپاکستان ټول لوبغاړي په ۸۳ منډو وسوځېدل.

د پاکستان له سرفراز احمد پرته هېڅ یو لوبغاړي ډبل فیګرز یا تر ۹ پورته منډې جوړې نه کړې.

هندوستان چې د ۸۴ منډو پوره کولو په نیت لوبغالي ته کوز شول نو په لومړي اور کې پاکستاني وتلي توپ اچوونکي محمد عامر ۲ ویکټې واخېستلې. عامر د ښه توپ اچونې سلسله روانه وه، هغه په دوهم اور کې درېیمه ویکټه واخېستله. ټولې اته منډې وې او هند تر قوي فشار لاندې راغی. خو ویرات کولي او یوراج سنګ مسوولانه لوبه پيل کړه او ۶۸ ګډې منډې جوړې کړې.

کولي ټولې ۴۹ منډې جوړې کړې او محمد سمیع په بال وسوځېد. ورپسې متصل پانډيا هم کیچ وسوځېد. وروسته کپتان دوهني په ۱۶م اور کې ۸۳ اسانه منډې پوره کړې او لوبه یې وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x