شعـــــرونه

غزل: محمدخان محب

محمد خان محب

ستاپه عشق مو یاره دی پیودلی ژوند
ستورو سره موږ چې دی تړلی ژوند

موږ چی دګلاب شونډوته شونډی وړو
داچی مواغزیوته بخښلی ژوند

موږدنفرتونوغبارنه غواړو
ستاپه محبت غواړوپریوللی ژوند

هرپرهرموستادمینې نښه ده
ځکه په دردونومو ګنډلی ژوند

لاس چی دسپوږمۍ غاړی ته اچوو
حسن او ښایست راته ښودلی ژوند

تاته به محب زړګی هدیه کړمه
ستاپه نامه باندې مې ساتلی ژوند

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x