شعـــــرونه

غزل: حبیب الله تراب

حبيب الله تراب

د خزان سیلۍ وهلی مسافریم
له خپل کلی یې شړلی مسافر یم

څوک پوښتنه مې د مرګ او ژوندون نه کړي
خدای خبر چې یې هیر کړی مسافر یم

مزل اوژد ده قافله ده رانه ورکه
له کاروانه پاتې شوی مسافر یم

انقلاب دی د ژوندون هیڅ مزه نشته
تورو غرو کې حصار شوی مسافر یم

د جومات په منارو کې مو  غژ نشته
له محراب مو ملا تللی مسافر یم

خلافت یې جمهوریت باندې بدل کړ
دا څه حال په مونږ راغلی مسافر یم

په اسلام او په دین دواړو پابندی شوه
له دنیا را تښتیدلی مسافر یم

آزادۍ دیموکراسۍ ترویج پیدا کړ
خپل ضمیر ملامت کړی مسافر یم

څوک خاطر د انسانی کرامت نکړی
امتزاج کې حیران شوی مسافر یم

طاغوتان دی ګروهمن په تثلیث باندې
د شارع لور ته ورغلی مسافر یم

دوی اسلام ته د فاشیزم لقب ورکړ
په ژړا له کور وتلی مسافر یم

چې قدم به په قدم راسره مل وو
هغه یار هم خفه کړی مسافر یم

حبیب الله تراب نور ژوند په جهان نکړم
تر لحد را رسیدلی مسافر یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x