
شعـــــرونه
د کونړ په وير: مشفق حريت مل
مشفق حريت ملربه نوره د جنګو خاتمه غواړو
د دردونو او غمو خاتمه غواړو
ژړاګانې خو مو زښته ډېرې وکړې
نور د وير او فريادو خاتمه غواړو
د ګلونو ژوند په څو شيبو کې واخلي
د چاودنو او بمو خاتمه غواړو
څوک چې زمونږ د تباهۍ خوبونه ګوري
مونږه خود دهمغو خاتمه غواړو
ربه جنګ، ربه مرګی ربه زخمونه
بس ددغو دوو او درو خاتمه غواړو
انتهاد تحمل ده نورې چيغې رانه وځي
په ژړا ژړا ژړا نور د سلګو خاتمه غواړو
الهي دغه حالات خو نور بدل کړې
نور ده بس ددې شيبو خاتمه غواړو
که هرڅوک په هره بڼه زمونږ دښمن وي
بس مشفقه د هغو خاتمه غواړو
آمین مشفق صاحب بالکل همداسی ده خاتمه یی له الله (ج) نه غواړو