افغانستان

په مقر کې لس اربکیان مړه اونورپه ځغاسته خلاص شول

دغزني ولایت له مقر ولسوالۍ څخه ورکړل شوی خبر وایي چې نن سهار وختي طالبانو ددې ولسوالۍ په دریو کلیو علم خیلو ، عیسی خیلو او چهارکلا کې په اربکیانو پسې عملیات پیل کړل .

دغه عملیات چې څو ساعته یې دوام درلود په پایله کې یې داربکیانو ددوو قومندانانو عبدالناصر او محمدرسول په شمول لس تنه اربکیان ووژل شول ، ژوندي پاته یې دمرکز په خوا وتښتیدل  ،دری کلي ترې پاک شول ، او پوستې یې ختمې شوې .

طالبان وایي له اربکیانو څخه ۱  میل پیکا  ۴ میله کلاشینکوفونه ۳ مخابرې یو موټرسایکل او نور ډیر وسائل هم په لاس ورغلي .

دغزني په اربکیانو داسې مهال مرګ ګډ  شوی ، چې دنورو سیمو زیاتره اربکیان ډلې ډلې مجاهدینو ته تسلیمیږي  او دسراو مال د امن تضمین اخلي .

طالبانو ته دتسلیمدونکو اربکیانو او نورو عسکرو  اوسط  دورځې له  له دیرشو تر څلویښتو کسانو ښودل شوی ، چې دپخوا هرکله په پرتله زیات دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x