fbpx

د بي بي خدیجه رضی الله عنها وفات

لیکواله: ایمان وردګ

هغه وخت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې پیغمبرۍ اعلان وکړ نو کفارو به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سخت تکلیف رساوه، ډېر په بدو خبرو به یې ستایلو.  کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کفارو په بې ګټو او ناوړه خبرو خوابدی شو نو بي بي خدیجې رضی الله تعالی عنها به ورته ویل:  یا رسول الله!  ته مه خفه کیږه،  آیا تر اوسه داسې کوم پیغمبر هم راغلی دی چې په هغه به یې قوم ملنډې نه وي وهلیې؟.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به ټوله ورځ د الله په لور بلنه کوله او ماښام به بیرته په مات او زخمي زړه کور ته ستون شو. بیا به همدا بي بي وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زخمونو به یې پټۍ کیښودله،  او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یې حوصله ورکوله تر څو خپل دعوت او تبلیغ ته په خلاص زړه دوام ورکړي،  بیا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه د خپلې مبارکې بي بي په خبرو تسکین شو  په نوي هوډ او پوره حوصله به یې خپلې دندې ته دوام ورکاوه.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند هغه دور چې دې مبارکې بي بي ( خدیجة الکبریٰ)  یې ملتیا کوله یو ډیر  انتقلابي او پر شوره دور وو. سر بیره پر دې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مرستې ټولې لارې تړل شوې وې خو بیا هم بي بي خدیجه رضی الله تعالی عنها ورسره مرسته او ملتیا کوله. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې دغې مبارکې بي بي سره زیاته مینه وه،  تر څو چې دا ژوندۍ وه رسول الله صلی الله علیه وسلم دویم واده ( بله نکاح)  ونکړه.

کله چې کفارو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابو طالب په کنده  کې محاصره کړ او د خوراک څښاک بندیز پرې ولګیده، نو بي بي خدیجې رضی الله تعالی عنها په دې سخت او له کړاو ډک شرایطو کې هم د انحضرت صلی الله علیه وسلم ملګرتیا وکړه.چې د محاصرې دا دری سخت  کلونه یې په ډیر صبر او زغم برداشت کړل. له دری کلو وروسته چې دا محاصره ماته شوه نو بي بي خدیجه رضی الله تعالی عنها هم تر ډیره ژوندۍ پاتې نشوه.

د نبوت په لسم کال یا له هغې هم لږ مخکې چې د دې مبارکې بي بي طبیعت خراب شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې دغې ګرانې بي بي په علاج کې هیڅ ډول وس هم ونه سپماوه،   مګر د مرګ هیڅ ډول علاج نه وو. بالاخره دغه د لوی ایمان څښتنه، د مسلمانانو مور د نبوت په لسم کال د روژې میاشتې په یوولسمه نیټه د تل لپاره د دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او وفات شوه.

د دې له وفات وروسته په رسول الله صلی الله علیه وسلم د غمونو غر راپریووت،  په کوم کال چې یې دغه مبارکه بي بي وفات شوه هغه کال یې د عام الحــَزَن ( د غم کال)  په نوم ونوماوه. د دې لویې صدمې وروسته به رسول الله صلی الله علیه وسلم اکثراً غمګین وو. او کله به هم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وریاده شوه نو زړه به یې ډک او سترګې به یې اوښلنې شوې. ( بخاري، مسلم،  ابن هشام)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د