افغانستان

اشرف غني: د ولسي خلکو له وژنکو سره مذاکرات نه کوو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۴ ل):د ګډ حکومت مشر اشرف غني ګواښ کړی، چې د ولسي خلکو له وژنکو سره به مذاکرت نه کيږي.

ولسمشر غني دا خبرې تېره شپه کابل کې د کونړ او کابل د وروستيو چاودنو په اړه په خپل غبرګون کې وکړې.

په پرونۍ چاودنو کې ۲۶ کسان وژل شوي وو او له شپېتو زيات ټپيان وو.

ولسمشر غني دا ګواښ په داسې حال کې کړی، چې تېره اوونۍ کابل کې د څلور اړخيزې ناستې په ترڅ کې پرېکړه شوې، چې راتلونکي مارچ کې به طالبانو سره مخامخ مذاکرات پيليږي، مګر د کونړ او کابل له پرونيو چاودنو وروسته اشرف غني يو ځل بيا ګواښ کړی، چې د دغو چاودنو له عاملينو سره به مذاکرات نه کوي.

سره له دې، چې د کونړ د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی او کابل کې د دفاع وزارت دروازې ته څېرمه چاودنې مسووليت د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد منلی دی.

د کونړ والي وحيدالله کليمزی وايي، چې د اسعد اباد چاودنه کې د دانګام ولسوالۍ د ملېشو مشر حاجي خان جان په ګډون څوارلس تنه وژل شوي او له پنځوس زيات ټپيان دي، مګر تر اوسه د دغه بريد پړه چا نه ده منلې.

د اشرف غني له ګواښ وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند ظفر هاشمي رسنيو ته وويل، چې «د ترهګريزو بريدونو سربېره به د سولې هڅې روانې وي، مګر له هغو ډلو سره به خبرې نه کيږي، چې ولسي خلک وژني.»

د افغان سولې او مذاکراتو په اړه د ګډ حکومت چارواکو پاکستان ته د لسو کسانو لېست ورکړی، چې بايد راتلونکو خبرو کې يې حاضر کړي، په داسې حال کې چې قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ وايي، چې دوی د څلور اړخيزې ناستې د پرېکړې په اړه معلومات نه لري او نه هم دوی سره چا اړيکه نيولې ده.

د ګډ حکومت د ملي امنيت شورا رييس حنيف اتمر ګواښ کړی، که هره ډله د څلور اړخيزو ناستو د سولې اړوند له پرېکړې انکار وکړي او د سولې بهير کې ګډون ونه کړي، نو پر ضد به يې په ګډه نظامي عمليات پيليږي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د اتمر له لوري د نظامي عملياتو ګواښ «ناوړه خبره ده»؛ ځکه چې د تېرو پنځلسو کالو په ترڅ کې امريکا له خپلو پنځوسو ايتلافيانو سره طالبان نه يوازې چې ختم نه شو کړای، بلکې نور هم غښتلی شوي دي او د دغو څلور هېوادونو نظامي عمليات به د ګټې پر ځای تاوان ولري.

بله دا چې د دغو ګډو نظامي عملياتو ميکانيزم هم نه دی څرګند، چې ايا پاکستاني پوځيان به افغانستان کې هم د طالبانو پر ضد جګړه کوي، که څنګه؟

د سياسي چارو شنونکی انجينر نظر محمد مطمين وايي، چې امريکا د افغانستان د جګړې ښکېل لوری دی او دا حق نه لري، چې په دغه جګړه ځان درېيمګړی وبولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

اشرف غنی وایی هغه خلک چه اولسی خلک وژنی دی ورسره جوړه نه کوی ، زړه سوانده دی ، تاسی وګوری زمونږ د پاره د ناتو او امریکا په مقابل کی جنګیږی کوم چه زمونږ مظلوم اولس په هر اړخیزه ډول په شهادت رسوی ، دا اوس وخت وګوره چه بغلان کی زمونږ د اولس په مقابل کی نه جنګیږی د ډنډ غوری او مرکزی بغلان خلک خو له تاجکستان راغلی دی دوستم ی پسی لیږلی هغه په بشتون وژنه کی ډير نوم کړی ، که چیری دغه ولس وژنه وی دا معنی چه غنی به د دوستم او ځان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x