نړۍ

جمعيت علماء اسلام نظرياتي له مولانا فضل الرحمن سره يو ځای شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۴ ل):د پاکستان جمعيت علما اسلام نظرياتي ډلې مشر مولانا عصمت الله د پاکستاني علماوو په غوښتنه او مشوره د پاکستان جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن سره يووالی اعلان کړ.

تېره ورځ کوټې ښار کې شيخ الحديث مولانا سليم الله خان، مولانا عصمت الله او ګڼو نورو علماوو د مسلمانانو او علماوو ترمنځ پر يووالي ټينګار وکړ.

مولانا عصمت الله چې د ځينو دلايلو له امله له مولانا فضل الرحمن څخه جلا شوی و او د جمعيت نظرياتي په نوم يې جلا ډله جوړه کړې وه، تېره ورځ يې د علماوو په غوښتنه يو ځل بيا د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعيت علماء اسلام سره خپل يووالی وښود او خپله ډله يې لغوه اعلان کړه.

مولانا فضل الرحمن وويل، چې جمعيت علما اسلام په پاکستان کې يو ځانګړی ځای لري او نظر يې په معقوله توګه منل کيږي او د دې جمعيت د لا غښتلي کېدو لپاره د مسلمانانو او علماوو ملاتړ ته اړتيا ده.

مولانا فضل الرحمن زياته کړه، چې دوی د خپلو مشرانو او اکابرو پر لار فعاليتونه کوي، د قران او سنت له مخې سياسي هلې ځلې يې منهج دی او له دې لارې د اسلامي نظامي د قيام لپاره شپه ورځ هڅې کوي.

مولانا فضل الرحمن د خپلو خبرو په ترڅ کې له مولانا عصمت الله هم مننه وکړه، چې د علماوو قوت د لا غښتلي کولو په موخه يې خپله «جمعيت علماء نظرياتي» ډله له جمعيت علماء سره يو ځای کړه.

مولانا فضل الرحمن وويل: «موږ ټول نظرياتي يو، د خير لور ته دعوت او له بدۍ منعه کول زموږ ټولو فريضه ده، خپلمنځي اختلاف په ښه طريقه حل کول د علماوو دنده ده او علما بايد تل د يووالي او اتحاد لپاره هڅې وکړي.»

د جمعيت علما اسلام مشر له مولانا عصمت الله غوښتنه وکړه، چې د ده په څېر سپين ږيري علما د دوی سرپرستي وکړي.

مولانا عصمت الله هم په خپلو خبرو کې د مسلمانانو او علماوو پر يووالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې طاغوتي قدرتونه، چې په هر شکل وي، د مسلمانانو دښمنان دي، دغه طاغوتي قوتونه پاکستان کې د مدرسو او اسلامي فعاليتونو مخالف دي او هېڅکله يې نه شي زغملی دی.

مولانا عصمت الله زياته کړه: «د طاغوتي قوتونو د مقابلې لپاره د مسلمانانو يووالی لازمي دی او له همدې ځايه اعلان کوم، چې جمعيت علماء اسلام نظرياتي له دې وروسته د مولانا فضل الرحمن په مشري د جمعيت علما اسلام برخه ده او د جمعيت له قانون سره به سم فعاليتونو کې برخه اخلي او زموږ يووالی د اسلامي نظام د نفاذ په خاطر دی»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

ای وا الله او رسول مو وشرموه لکه چی شرمولی یی یاست پدی مکارانه خبرو خو مو ساده او احساساتی مسلمان عوام خطا ویستلی شی لکه چی څو واره مو خطا ویستلی دی ولی الله(ج) نشی خطا ایستلی او ددنیا او آخرت لا ډیر ذلت، مختوری او خسران درته په انتظار ده اول خو تاسی په دا کومو انتخاباتو کی چی هر وار شرکت کوی او له دی لاری غواړی چی اسلامی نظام نفاذ کړی دا سراسر د اسلامی طریقی د اسلامی نظام له نفاذ سره مخالف ده او پدی کار سره تاسی هر وار اسلام ته نه جبرانیدونکی زیانونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x