افغانستان

دفاع وزارت: سرتیري برید کې ۱۵ تنه وژل سوي او ۳۱ نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۴ ل): د دفاع وزارت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې ددې وزارت په خروجي دروازه کې د پرون ورځي سرتیري برید ۱۵ تنه وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په برید کې درې افسران، درې بریدملان، درې اجیران، یو مامور، څلورتنه ملکیان او یو تن د یوې شخصي کمپنی انجیر وژل سوي او همدرانګه په برید کې ۹ افسران چې یوه یې میرمن ده، درې بریدملان، درې سربازان چې یوه یې میرمن ده، ۱۱ ملکي مامورین چې په هغوی کې ۵ میرمني دي او پنځه تنه ملکیان ټپیان سوي دي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکی سرتیری بریدګر «محمدیوسف»
د ننګرهار ولایت اوسیدونکی سرتیری بریدګر «محمدیوسف»

یاد سرتیری برید تېره ورځ (شنبه، کب۸مه) ماسپښین مهال ۳ بجې او شل دقیقې د دفاع وزارت د خروجي دروازې سره نژدې پر عمومي سړک هغه وخت د رامنځته سو کله چې یوه پلي سرتیري بریدګر په ځان پوري تړلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چې چې د تېري ورځي په برید کې یې د دفاع وزارت ۲۳ تنه افسران وژلي او ۲۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي، نوموړۍ وایې دغه برید د ننګرهار ولایت د یوه اوسیدونکي «محمدیوسف» له لوري سوی دی.

د فیسبوک پر ټولنیزه پاڼه د ځینو هغو افسرانو انځورونه خپاره سوي چې تېره ورځ د دفاع وزارت په خروجي دروازه کې د سرتیري برید په پایله کې ووژل سول.

د ځینو انځورونه په لاندي ډول دي:

12801238_182846832090160_6490847120297332001_n

12794614_182846942090149_2281110128941409058_n

12096129_182846858756824_7022255995904213381_n

12795364_182846888756821_2759018325411271788_n

12791089_182846922090151_765486904504555845_n

12804795_18212_4788336828960522462_n

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x