افغانستان

دایساف باروړونکو طیارو هم په بیړنیو ناستو پیل وکړ

د پژواک اژانس به استناد دایساف چارواکو ویلي چې همدانن یې دلوګر په ولایت کې  یوې لویې باربري الوتکې بیړنۍ ناسته کړې ، تردې وړاندې په نږدې یوه میاشت کې دایساف دوه باروړونکي الوتکې په بګرام او منځنۍ اسیا کې رانسکوری شوي چې په مالي زیانونو سربیره یې یرغلګروته  درانه مالي زیانونه هم لرل .

ایساف تراوسه نه دي ویلي چې په لوګر کې یې الوتکې به کوم ځای کې بیړنۍ ناسته کړې ، الوتکه  دچورلکې خلاف هر ځای او ناځای نه شي کینستلای ، او خامخا به دځغاسته کرښه غواړي ، په نویمو کلونو کې چې په کابل کې دهماهنګۍ شورا او مسعود جنګ وو ، له هغه وروسته چې هوایي دګر ددوستم له لاسه ووت ، نو دوستم اړ وو چې له مزار شریف نه خپلې ملیشې لوګر ته په الوتکو کې رانقل کړي او دلته به یې دکابل – کردیز په پاخه سرک باندې باردارې الوتکې کینولې ، چې یوځل یې الوتکه دکیناستو په مهال پټاو شوه  او سله دوه سوه  ګلم جم په کې تباه شول ، تراوسه نه ده معلومه چې  آیساف هم هماغه د ددوستم په رن وې باندې الوتکه کینولې او که چیرې بل ځای یې هواره ځمکه ورته کتلې .

مګر دا خبر دایساف لپاره ځکه یو مهم خطر زنګ بلل کیدای شي چې پخوا یوازې ددوی په چورلکو دافغانستان فضاء بدله لګیدله  او درګرده یې بیړنۍ ناستې کولې مګر اوس ښکاري چې د څرخکو مرض طیارو ته هم سرایت کړی ، چې په افغانستان کې دهوایي ډګرونو دکمبود له امله یي شاید پایلې یی  خونړۍ راووزي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x