
هلمند: سنګين کې د امنیتي ځواکونو دوه پوستې د طالبانو ګوتو ته ورغلې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د تازه نښتو له امله د امنیتي ځواکونو دوه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
د سنګین په کنګیانو ماندده کې دغه دوه پوستې د امنیتي ځواکونو له ګوتو وتې او د طالبانو له قوله ۱۱ تنه عسکر يې وژلي دي.
طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي چې د دوی ملګرو تېره شپه پر يادو پوستو بريدونه پیل کړل، چې دوه ساعته وروسته يې دواړه پوستې پخپل واک کې وې.
د دوی په خبره په دې جګړه کې ۱۱ تنه عسکر وژل شوي، چې د څلورو يې جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
د هلمند ځايي امنیتي مسوولینو د دې دوو امنیتي پوستو د سقوط په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې د هلمند د جګړې د کنټرول په موخه ټاکل شوي عمومي قومندان عبدالجبار قهرمان ويلي و، چې امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې بې وسه دي.
د هغه په خبره دلته د جګړې د ګټلو لپاره باید ټول امنیتي ځواکونه له سره وروزل او ولېږل شي، چې امکان نه لري؛ ځکه خو د ده په خبره د جګړې د پای لپاره يې خبرې روانې کړې دي.