islam safeena

اسلام د چا ټیکه نده، نه د کوم هیواد ټیکه ده

انګلیسي کې ورته ډیره ښه اصطلاح استفاده کیږي:

Islam is inclusive and not exclusive

 همدارنګه،

Islam is not a monopoly of a specific tribe or geographical area

اسلام نه د عربو ټیکه ده، نه د پنجابیانو او پاکستانیانو ټیکه ده، نه د افغانانو او نه د ایرانیانو او نه د بل. اسلام د ټول انسانیت لپاره دی.

همدارنګه، اسلام نه یوازې لمونځ دی، نه یوازې زکات دی، نه یوازې روژه ماتی دی، نه د بچي سنت کول دي، نه د پلار او نیکه جنازې لمونځ کول دي، نه د لور او خور نکاح ده او داسې نور… یوازې د څو عباداتو مجموعې ته اسلام نه ویل کیږي، دا ویلی شي چې دا ټول د اسلام یوه برخه ده، خو د اسلام یو کار ته د ټول اسلام اطلاق پرې نشي کولای.

اسلام هغه دین دی چې د هر غلط کار او مکروه کار لپاره بدیلونه وړاندې کوي. اسلام غلط رواجونه لمنځه وړي، اسلام غلطې او ناروا عقیدې باطلوي، اسلام درته د اقتصاد لپاره سالم او کامیاب سیستم معرفي کوي، اسلام د ټولنیز ژوند لپاره درته بنسټونه او قواعد ټاکلي، اسلام درته تر ټولو موثر سیاسي نظام پیشنهاد کوي.

اسلام یو مکمل نظام دی، اسلام یو سیستم دی چې ټول انسانیت ته د ارامه او هوسا ژوند کولو لاره ښایې.

زه د انجینرۍ دفتر کې کار کوم، د لمانځه وخت به چې شو، ماته به خلکو ویلي چې قاري صاحب مخکې شه، ښه پوهیدل چې زه هم انجینر یم. دا څو میاشتې کیږي چې زه جمعې ته نه مخکې کیږم او کشران او مشران انجینران مخکې کوم. هغه زړه نازړه توب او تردد چې انجینرانو کې وو، هغه اوس نشته، ټول د راحت احساس کوي او اسلام ته ځان ډیر رانږدي محسوسوي.

شیخ احمد دیدات ډیر ښه ویلي دي چې اسلام نه تاته ضرورت لري نه ماته، اسلام به بریالی کیږي، که ته وغواړي او که ونه غواړي، الله تعالی به خپل دین ته پدې نړۍ بریا ور په برخه کوي، خو مونږ او تاسې کې نیکمرغه هغه دی چې د اسلام له کاروان سره ځان روان کړي او د اسلام غوښتنې پوره کړي.

دا د هغو خلکو جهالت دی چې اسلام نه انحصاري دین جوړوي، کله یې کوم هیواد پورې منسوب کړي، کله یې یو خاص قوم پورې منسوب کړي او ډول ډول ټاپي درباندې لګوي. د اسلام د وړانګو مخه نه پدې ټاپو نیول کیږي، نه پدې لیکنو او تخریبي راپورونو نیول کیږي، بدمرغې د هغو ده غواړي د اسلام لمر په خپلو وړو ګوتو پټ کړي

سعد عمار

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د