افغانستان

په هیواد کې د یورانیم لرونکو وسلو د استعمال اثرات ورځ تر بلي ډیریږي-ځانګړۍ راپور

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ ل): پر افغانستان د امریکا او متحدینو د حملې سره سم په هیواد کې یوه اوږده او پېچلي جګړه پیل سوه چې دا دی اوس یې پنځلس کاله پوره سوي دي.

د تېرو پنځلس کلونو په دوران کې ټولو هغو هیوادونو چې افغانستان ته یې د بیا رغوني په پلمه خپل سرتیري رالېږلي وه هغوی چې کومي وسلې لرلي او یایې جوړي کړي وې ټولي یې په افغانستان کې وازمویلي.

که تاسو د یوه امریکایي او یا د کوم بل هغه هیواد د یوه جنرال څخه ددوی د وسلو د بریالیتوب یا ناکامی په اړه پوښتنه وکړی چې افغانستان ته یې سرتیري رالیږي نو دوی هرو مرو په جواب کې در ته وایې چې زموږ فلان او فلان وسلې ډیري بریالی وې ځکه چې موږ په افغانستان کې وازمویلي ډیري مؤثري تمامي سوي او یا هم ناکامه وې ځکه کله چې مو په افغانستان کې وازمویلي نو ډیر مړي یې نه کول.

12801439_979966898729129_1039627293938904764_n

د هیواد د هغو ولایتونو په کتار کې چې امریکايي او نورو لویدیځوالو قوتونو ورباندي یورانیم لرونکي وسلې کارولي یو هم سویلي ولایت کندهار دی، کندهار د هیواد په کچه له هر اړخه مهم ولایت دی او دلته د بهرنیو ځواکونو مهمه او ستره اډه هم وجود لري.

کندهار هغه ولایت دی چې د طالبانو د اسلامي امارت پيل له همدې ځایه سوی او نن په ټول هیواد کې د هغو بهرنیو ځواکونو سره په جګړه بوخت دي چې زموږ هیواد ته د یورانیم لرونکو وسلو سره راغلي او د بیارغوني پر ځای یې بیانړونه او بیا وژنه پيل کړي.

د ۲۰۰۴م کال څخه په کندهار ولایت کې د طالبانو تحرکات ورو ورو پيل سول او وروسته یې د پنجوایې، ژړۍ، میوند، ارغنداب او ډنډولسوالیو زیاتي سیمي ولکه کړي، د کندهار ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د طالبانو جګړې ډیري وې خو دغه ولسوالۍ د هغوی په پرتله ځکه ډیري مهمي دي چې یو خو کندهار ښار ته نژدې پرتي دي او بله دا چې دلته د کندهار-هرات لویه لار تېره سوي چې د بهرنیو ځواکونو د نیم هیواد د مراکزو ټول اکمالات د همدې لاري څخه کېدل.

12745702_979966808729138_227718899736902810_n

د پنجوایې، ژړۍ او میوند ولسوالۍ په حدودو کې د بهرنیو ځواکونو نیم اکمالاتي موټر د طالبانو په لاسونو د اور خوراک کېدل چې دا سلسله تر ۲۰۱۳م کال پوري روانه وه، د طالبانو ورځني بریدونه د بهرنیو یرغلګرو په عادي بمونو نه کنترولیدل نو ځکه یې د داسي بمونو په اورولو پيل وکړ چې ټول کندهاریان ورته ګوته په غاښ وه او د جلاجلا قبرونو پر ځای یې یوه قبر ته ډله مړي وراچول.

دغه بمونه یوازي په کندهار ولایت کې نه بلکه په ټول هیواد کې کارول سوي دي خو دلته موږ ځکه د کندهار یادونه وکړه چې اوس په دې ولایت کې د یورانیم لرونکو بمونو اثرات ډیر زیات سوي او په تېرو اوو میاشتو کې ۶۳ داسي کوچنیان زېږیدلي چې د بدن اعضاء یې پوره نه دي او بدنونه یې نیم دي.

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې چې کندهار ښار ته ډېره په لنډ واټن کې پرته ده داسي بمونه د امریکايي الوتکو څخه وغورځول سول چې په یوه بم سره پوره مکمله کلاچه (پر ډیرو کورو مشتمل کلی) له منځه لاړل، نه یوازي دا چې بمونه اورېدل بلکه د کندهار هوایې ډګر څخه چې د بهرنیو ځواکونو د هیواد په کچه ستره اډه ده کروز توغندي هم راغورځول کېدل او د بیانړوني او بیاوژني پروژې رواني وې.

د تازه زېږیدلو کوچنیانو په اړه چې بدنونه یې نیم او یا هم اعضاء یې ناقص دي تراوسه ډاکترانو څه نه دي ویلي خو یوې کاناډايي مؤسسې ورته پېښي د یورانیم لرونکو بمونو د استعمال نتیجه بللي او که په افغانستان کې ددغو بمونو استعمال دوام وکړي نو راتلونکی نسل به د ډیرو طبي مشکلاتو سره مخ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x