افغانستان

کندهار: دوو عسکرو خپل قومندان او درې ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې دوو عسکرو خپل قومندان او درې ملګري وژلي او په تېښته بريالي شوي دي.

پېښه تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د کلانکيچي د غونډۍ د سیمې په پوسته کې رامنځته شوې او بريدګر له سیمې روغ وتلي دي.

طالبانو دواه بريدګر خپل «نفوذي ملګري» بللي او ويلي يې دي چې له ځينو مهماتو سره دوی ته روغ ور رسېدلي دي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په بريد کې د پوستې قومندان چې په اکا مشهور و او د دې پوستې درې نور عسکر وژل شوي دي.

د شنونکو په باور د امنیتي ځواکونو تر منځ خپلمنځي بريدونه د دوی په منځ کې یو څه پاتې باور هم له منځه وړي.

د دوی په خبره له امنیتي لیکو نه د عسکرو د تېښتې او په جګړو کې د پرلپسې شاتګ او ناکامۍ پر ګڼو نورو علتونو خپل منځي بې باوري هم یو مهم عامل ګڼل کېږي.

تر اوسه د کندهار ځايي مسولینو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x