قطب الدين کوهي

فاریاب: د ملي امنیت وسله والو ځايي خبريال ډبولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۴ل): د فارياب ولايت مقام مخې ته د ملي امنیت وسله والو په دې ولایت کې د يوې روسي رسنۍ ځايي خبريال ډبولی دی.

قطب الدين کوهی وايي چې دی د ولایت په رسمي غوښتنه د ولایت مقام ته د تسلیم شویو کسانو د لیدلو لپاره ور بلل شوی و، خو په دروازه کې د ملي امنیت د عسکرو تر کونداغونو لاندې راغی.

کوهي چې د ملي امنیت عسکر د کور زمري د صحرا ګېدړې بولي وايي چې په دريو نفرو يې د ولایت مقام مخې ته ډبولی او د ده په ګډون يې د دوی د رسنۍ مشر ته هم ښکنځلې کړې دي.

هغه پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «دا د کور زمریان د صحرا ګېدړي د مخالفو وسله والو پر وړاندې بې وسه دي، خو د سیمټي دېوالو شاته پر بېچاره ملت حکومت کوي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د امنیتي ځواکونو له لوري له خبریالایانو سره ورته چلند کېږي، تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې امنیتي ځواکونه ورته ګامونه اخیستي، ځکه خو اجراييه ریاست هم منلې چې حکومت يې له خبريالانو سره وحشيانه چلند کوي.

ياده دې وي په تېر یوه کال کې تر سلو ډېرو خبريالانو د ځان د خوندي نه ګڼلو له امله له هېواده پښې سپکې کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د