افغانستان

هلمند: بهرنيانو د سنګين امنیه قومندان او د هغه ۲۹ عسکر د طالبانو د ملاتړ په تور نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې بهرنيو عسکرو په سنګين کې د عملیاتو په ترڅ کې د دې ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه ۲۹ عسکر له طالبانو سره د ملاتړ په تور نيولي دي.

د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ نن په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې د سنګين پر سرپرست امنیه قومندان او د هغه پر نږدې دېرشو عسکرو تور دی چې د طالبانو ملاتړ يې کړی دی او هغوی ته يې د تسیلمۍ هوډ درلود.

امنیه قومندان یوازې د بهرنیانو له لوري د نیول تایید نه کړل او ويې ويل چې بهرنیانو د ملي اردو په ګډون دغه عملیات ترسره کړي او د سنګين امنیه قومندان محمد نبي او د هغه ۲۹ عسکر يې نیولي دي.

که څه هم سرجنګ محمد نبي او د هغه عسکر د طالبانو ملاتړي وبلل او ويې ويل چې د نیول کېدو پر مهال يې جګړه هم کړې ده، خو د غونډې په وروستیو کې يې وویل چې دوی ته څرګنده شوې چې د نيول شويو کسانو په اړه شکونه رښتوني نه و او په وینا يې ښايي ژر خوشي شي.

د سنګين امنیه قومندان په داسې حال کې له خپلو لسګونو عسکرو سره نیول کېږي چې نن هم په یاده ولسوالۍ کې طالبانو د دوو پوستو د نیولو خبر ورکړ.

د هلمند امنیه قومندان وايي چې د حالاتو د کنټرول لپاره به نور پولیس سنګین ته ولېږي، خو ويې ونه ویل چې د نيول شوي امنیه قومندان برخلیک به څه وي.

په هلمند کې په لوړه سطحه خپل منځي باور په داسې حال کې له صفر سره ضربېږي چې پر نورو ولسوالیو سربېره يې سنګين ولسوالي له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو او حکومت تر منځ د سقوط په پوله ولاړه ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x