افغانستان

د سپین بولدک-چمن لاره پرانیستل سوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ ل): د افغانستان او پاکستان تر منځ د هیواد په کچه دوهم لوی بندر د سپین بولدک-چمن لار نن د مسافرو پر وړاندي پرانیستل سوي او دواړو غاړو ته تګ راتګ پیل سوی.

د سپین بولدک او چمن لار د څو ورځو را په دې خوا د پاکستاني پوځیانو له لوري د ناڅرنګده دلایلو له امله تړل سوي وه، د لاري په بندیدو سره مسافر د سختو ستونزو سره مخ وه او همدارنګه د دواړو غاړو تجارتي موټر بند پاتي وه.

د سپین بولدک او چمن د لویې لاري برسیره د ګردجنګل او بهرامچې لار هم بنده وه، بهرامچه چې د طالبانو تر کنترول لاندي ده څو ځله پاکستانیو ځواکونو افغان خاوري ته د ننوتلو هڅي کړي خو مخه یې نیول سوي او تراوسه په خپل هدف کې نه دي بریالي سوي.

همدارنګه پر ډیورنډ کرښه هغه خندقونو ته هم د کیندلو اجازه نه ده ورکړل سوي چې د حکومتي ځواکونو تر کنترول لاندي ټولو سیمو کې پاکستانیو ځواکونو دغه خندقونه وکیندل او پای ته یې ورسول.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د سپین بولدک او چمن لار د نن سهار راپه دې خوا د پاکستانیو ځواکونو له لوري پرانیستل سوي، نوموړۍ وایې چې موږ لاهم د لاري د بندیدو په لاملونو نه یو خبر خو د کورنیو چارو وزارت د پاکستاني سفیر سره په دې اړه خبري کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x