هلمند: د ګرمسیر خلکو د قومندان امنیه پر ضد مظاهره کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۴ ل): د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ ولسي خلکو ددې ولسوالۍ د امنیه قومندان تیمورشاه پر ضد مظاهره کړي او د ولایت مقام مخته یې خیمه وهلي.

د ګرمسیر خلک ددې ولسوالۍ امنیه قومندان تیمورشاه په بچه بازۍ، اداري فساد، غلا او قاچاق باندي تورنوي او د هلمند ولایت د لوړپوړو چارواکو څخه د نوموړي ګوښه کول غواړي.

د ګرمسیر خلک وایې تر هغه وخته به دلته وي تر څو چې ددوی امنیه قومندان له دندي نه وي لیري سوی، ولسي خلک وایې چې د امنیه قومندان په راتګ سره دلته غلاوي ډیري سوي او ولسوالۍ ورځ تر بلي نا امنه کیږي.

د ګرمسیر ولسوالۍ په شیشنګي او تاغز سیمو کې نا امني ډیره سوي او هلته د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

مظاهره چیانو رسنیو ته وویل چې امنیه قومندان ددوی تنکي ځوانان په زور له ځانه سره بیایي او غیر اخلاقي استفاده ځیني کوي، دوی وایې چې د امنیه قومندان ځیني ډلي په رڼا ورځ خلک شکوي او پیسې ځیني اخلي.

د ګرمسیر اوسنی امنیه قومندان په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو د استازي هاشم الکوزي ورور دی.

د ګرمسیر د خلکو مظاهره پر داسې مهال کیږي چې همدا نن د هلمند د یوې بلې جګړې ځپلې ولسوالۍ سنګین امنیه قومندان او د هغه ۲۹ تنه عسکر د بهرنیانو له لوري د طالبانو د ملاتړو په تور زنداني کړل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د