یو هندي د خپلې کورنۍ له ۱۴ غړو څخه سرونه پرې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۹مه ۱۳۹۴ل): د هندوستان په مهارشټرا ایالت کې یو تن د خپل کور ۱۴ غړو څخه سرونه پرې کړي او بیا يې خپل ځان هم وژلی دی.

ده هندو هندۍ ورځپاڼې د راپور له مخې ۳۵ کلن حسنین ورایکر محاسب و او د ممبۍ ښار د ماليې راټولو په یوې خصوصي کمپنۍ کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

حسنین ورایکر چې د خپلې کورنۍ ۱۴ غړو څخه یې سرونه پرې کړي دي.

حسنین ورایکر چې د خپلې کورنۍ ۱۴ غړو څخه یې سرونه پرې کړي دي.

یوې بلې هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز د راپور پر اساس حسنین ۷ ماشومان او ۶ ښځې وژلي دي. په ماشومانو کې ۴ هلکان او ۳ انجونې دي او په ښځو کې یې مور، ښځه، دوه خورګانې او یو نارینه چې ویل کیږي پلار یې دی، وژلي دي.

د راپورونو له مخې پولیسو د کور دننه د نوموړي جسد موندلی چې په پکي پورې ځوړند و او په لاس کې يې چاړه وه.

د پولیسو مشر اشتوش دومری ویلي چې یاد کس لومړی د خپلې کورنۍ ۱۴ غړو سرونه پرې کړي او بیا یې خپل ځان هم وژلی دی. هغه زیاته کړې چې تر دې دمه د پېښې تر شا انګېزه څرګنده نه ده.

د پولیسو د دغه مشر په باور د قاتل کورنۍ له مالي ستونزو سره مخ نه وه او له همدې کبله دوی د پېښې په اړه نورې څېړنې کوي.

هندي رسنۍ وايي چې حسنین واریکر د شنبې په ورځ خپلې خورګانې کور ته ورغوښتې وې. هغه ۴ خورګانې درلودلې چې ټولې د نوموړي په دعوت يې کور ته ورغلې وې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
melatt yar
میلمه

إنا لله وإنا إليه راجعون