افغانستان

شلګر : داربکي پاڅون په ضد اولسي پاڅون پیل شو

د غزني له شلګر/ اندړو ولسوالۍ څخه رارسیدلي خبرونه وایي ، چې ددې ولسوالۍ اوسیدونکو داربکيانو په ضد پاڅون پیل کړی ، او اربکیان یې له خپل اصلي زیږنځای دلونګ فیضان له کلي ګنډه ییر څخه شړلي دي ، په خبر کې راغلي چې داندړو دولس دصبر کاسه ترهغه وروسته داربکیانو په خلاف ډکه شوه ، کله چې اربکیانو دمعاش له قطع کیدو وروسته په غلاوو شروع وکړه .

ویل کیږي چې دافغانستان په هغو سیمو کې چې اربکیان ګومارل شوي ، په ډیرو یې دامریکایانو لخوا میاشتنۍ پیسې قطع شوي ، نوځکه یې په غلاوو پیل کړی ، چې محلي خلک یې سخت په عذاب کړي او عکس العمل ته هڅولي ، تیره ورځ دهلمند په ساروان کلا کې هم ولسي خلکو له طالبانو سره په ګډه  له څو کلیو اربکیان جارو کړل چې دیوه قومندان په نوم یي ګڼ مړي هم په ځای پاته شول .

باید ووایو چې دشلګر خلک داسې مهال په اربکیانو پسې راپاڅیدلي ، چې دغه امریکایي اجیران له هره اړخه له سخت ذلت سره مخ شوي ، اکثره جنګي مشران یي وژل شوي ، دفیضان ، اسدالله خالد او رحمت الله غوندې مشران یې ټپیان شوي ، چې ځیني یي دوبۍ ته تښتیدلي ، او پاته نور یې په غزني او کابل ښارونو کې پټ پټ ګرځي ، له بلې خوا دحکمتیار حزب اسلامي هم له اربکیانو بیزاري اعلان کړې ، څو ورځې وړاندې شهادت ویب پاڼې لیکلي وو چې دحزب مجاهدینو په اربکیانو برید کړی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x