ورزش

اسیا جام: بنګلادیش په ۲۳ منډو سري لنکا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۹مه۱۳۹۴ل): د اسیا جام په پنځمه سیالۍ کې بنګلادیش کرکیټ لوبډلې سري لنکا ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه او په اسیا جام کې یې دوهمه بریا خپله کړه. دا د بنګلادیش د ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې د سري لنکا په وړاندې لومړنۍ بریا وه.

بنګلادیش د اسیا جام دغه سیالي د صابر رحمان په مسوولانه توپوهنې او د الامین په قوي توپ اچونې وګټله او د ټورنامنټ دوه مهم پواینټونه یې ترلاسه کړل.

نننۍ سیالي د میرپور په شیربنګله لوبغالي کې ترسره شوه. پچه بنګلادیش وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه يې وکړه.

د بنګلادیش پیل ښه نه و. په صفر باندې یې لومړۍ او په دوه منډو یې دوهمه ویکټ د لاسه ورکړه. بنګلادیش دا مهال تر سخت فشار لاندې و. صابر رحمن د دغه ستونزمن حالت څخه د بنګلادیش د ویستلو کوښښ پیل کړ، خو په ۲۶ منډو مهم لوبغاړی مشفق الرحیم رن اوټ شو.

وروسته شکیب الحسن او صابر رحمن منډې تر ۱۰۸ پورې ورسولې. صابر د ۱۰ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مټ ۸۰ ډیرې منډې وکړې او وسوځېد. تر ده وروسته شکیب الحسن په ۳۲ منډو او ناصر حسین په ۲ منډو وسوځېد.

تر دوی وروسته محمدالله تېز او ښه لوبه پیل کړ. هغه وتوانېد چې منډې ۱۵۰ ته نېږدې کړي او سري لنکا ته نسبتا سخت هدف وټاکي. بنګلادیش په ۲۰ اورونو کې د اوو ویکټو په سوځېدو ۱۴۷ منډې جوړې کړې.

د سري لنکا له لوري جمیرا ۳، کلاسیکرا او میتیوز یوه یوه ویکټ واخېستله.

د ۱۴۸ منډو د پوره کولو لپاره لومړی د سري لنکا چندي مل او دلشان د لوبې ډګر ته راووتل. سري لنکا لومړۍ ویکټ دلشان و چې وسوځېدله. وروسته چندي مل او جی سوریا منډې تر ۷۶ پورې ورسولې، خو چندي مل د ۳۷ منډو په جوړولو سره وسوځېد.

د چندي مل تر سوځېدو وروسته جی سوریا هم وسوځېد. سري لنکا په ۷۸ منډو درې لوبغاړي دلاسه ورکړل. کپتان میتویز کوښښ پیل کړ چې خپله لوبډله له ماتې وژغوري خو ونه توانېد.

سري لنکا په ټاکل شوو شل اورونو کې د ۸ ویکټو په سوځېدو ۱۲۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې په ۲۳ منډو وبایلله.
بنګلادیش له لوري الامین حسین ۳ او شکیب الحسن دوه سري لنکايي لوبغاړي وسوځول.

صابر رحمن د لوبې ښه لوبغاړي په توګه ونومول شو.

بنګلادیش تر دې وړاندې عربي اماراتو ته هم په سترو منډو ماتې ورکړې وه خو له هند څخه یې بیا لوبه بایللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x