نظــر

داربکیانو بوټی په ختلو دی

له تیرو دیرشو ساعتونو راهیسې د هلمند دسنګین ولسوالۍ په  څاروان کلا کې طالبانو د سیمیزو اربکیانو په خلاف پراخ عملیات پيل کړي دي ، څاروان کلا په شمالي هلمند کې هغه یوازینۍ سیمه ده چې اربکیان په کې تریوه حده شته او ګڼې پوستې په کې لري ، دشمالي هلمند باغران او بغنی ولسوالۍ بشپړې دمجاهدینو په لاس کې دي ، دکجکې ، نوزاد او واشیر یوازې مراکز له دښمن سره دي نورې سیمې یې مکملې فتحه دي ، دموسی کلا او سنګین هم زیاتره سیمې دمجاهدینو ترولکه لاندې دي  په شمالي هلمند کې اربکیان یوازې   دسنګین په څاروان کلا او دګرشک په ده ادم خان  او زمبیلي سیمه کې چې دکابل ــ  هرات لارې ته څیرمه پرته ده شتون لري  .

دخالد بن ولید عملیاتو له پیل سره څو اونۍ وړاندې مجاهدینو لومړی دده ادم خان په اربکیانو پراخ هجومي برید وکړ ،  چې ددری ساعته جګړې په ترڅ کې یې ۵ پوستې فتحه  او ۲۵ تنه اربکیان ووژل شول ، چې دعبدالهادي په نامه عمومي قومندان یې  هم په مقتولینو کې وو ، دابرید دده ادم خان سیمې په اربکیانو ترټولو مرګونی برید وو چې زیاتې سیمې ترې پاکې شوې ، دې برید په ګرشک کې داربکیانو په روحیه دومره بد اغیز وکړ ، چې ورسره په زمبیلي او نورو سیمو کې زیاتره عسکرو او اربکیانو خپلې دندې پریښودلې ، او له پوستو وتښتیدل ، د ده ادم خان مجاهدین وایي په کوم وخت چې دوی په ده ادم خان کې سیمه فتحه کړه ، د رود دبلې غاړې زمبیلي څخه اربکیانو تعلقات پیل کړل ، او د تسلیمۍ بهیر پیل شو ، چې ورسره په ګرشک کې داربکیانو پروګرام کې له سخت شکست سره مخامخ شو .

د ګرشک له بریا وروسته  له پرون راهیسې مجاهدین دسنګین د څاروان کلا په اربکیانو هجومي عملیات پیل کړل ، په لومړني برید کې  داربکیانو ۴ پوستې ونیول شوې ، د ۱۷ کسه اربکیانو مړي په میدان پاته شول ، چې د اهل الله ، ګلالي او عبدالله په نومونو دری مشران یې هم په کې شامل دي ، مجاهدینو په دې عملیاتو کې دیوه پوځي ټانګ په شمول ګڼ وسائل اووسائط نیولي دي ،  مجاهدین وایي  اوس چې عملیات لا روان دي ، زیاتره اربکیان دجګړې په ځای کوښښ کوي چې وتښتي ، مجاهدینو  د اردو او پولیسو هغه ټانګونه په ماینونو والوزول  ، چې داربکیانو مرستې ته روان وو ، دڅاروان کلا په عملیاتو کې دتوغي او کلاوالو سیمې له اربکیانو تصفیه شوي دي ، مجاهدین وایي که څو نورې پوستې فتحه کړي او دهلمند سیند ته لاره وباسي نو  دڅاروان کلا اربکیان به تربشپړې محاصرې لاندې راشي ، چې دریو خواوو ته به یې مجاهدین او یوې خوا ته دهلمند سیند شي چې همدا اوس غاړې ترغاړې بهیږي ، په دې صورت کې به  اربکیان ضرور یا وسلې په مځکه ږدي او یا به په محاصره حالت کې وژل کیږي .

که دڅاروان کلا عملیات بریالي شي دا به په درست شمالي هلمند کې داربکیانو د بوټي د ورکیدو په معنی وي ، ځکه په نورو سیمو کې زیاتره اربکیان تردې وړاندې یا تسلیم شوي او یا هم په تیښته مجبور شوي دي .

که له شمالي هلمنده داربکیانو بوټی وخیږي ، نو بیا دمجاهدینو په وړاندې مهم هدف په جنوبي هلمند وي ، په جنوبي هلمند کې اربکیان یوازې  دمارجې په ولسوالۍ کې تریوه حده شته چې وروستیو جریاناتو یې مورال سخت ځپلی دی .

اربکیان چي دامریکایي پوځیانو دځای نیوونکو په توګه دپیټراییس د ستراتیژۍ مهمه برخه وو ، په داسې حال کې یې ټغر په ټولیدو دی ، چې له اکثرو دغو سیمو امریکایي قرارګاوې هم وتلي دي او سیمې یې اربکیانو ته سپارلې  ، خو اوس چې دغه امریکایي اجیر ځواک له تيښتې سره مخ دی ، په پایله کې یې ټولې اشغال شوې سیمې  چې امریکایي پوځیانو په درنو قربانیو نیولې وې بیرته دمجاهدینو لاس ته لویږي .

داربکیانو په وړاندې دطالبانو سږني عملیات له دې امله ډیر مؤثر دي ، چې طالبانو اربکیان  له دوو  انتخابو سره مخ کړي ، له یوې خوا ورباندې پراخ جنګي عملیات کوي ، او له بلې خوا یي ددعوت او ارشاد  کمیسیون له لارې  دتسلیمۍ او پیوستون لاره خلاصه  ورته پرې ایښي  له همدې امله  خو په زیاتره سیمو کې اربکیان د جګړې په مهال او یا دعملیاتو ترپیل لږ وړاندې خپلې وسلې په ځمکه ږدي او په سوله ایزه توګه  تسلیمیږي چې طالبان په مقابل کې رسمي  خط  او دسراومال تضمین ورکوي .

 څو ورځې وړاندې   دروزګان په چهارچینو کې ۳۵ تنه اربکیان هغه وخت تسلیم شول کله چې په دې پوه شول چې طالبان ورباندې عملیات پیلوي ، تردې وړاندې په بادغیس ، فاریاب ، کندهار ، هلمند ، روزګان ، ننګرهار اونورو سیمو کې  هم ډلې ډلې اربکیان اونور عسکر مکررا تسلیم شوي دي .

 دا ټول حقائق په ډاګه کوي ، چې دامریکایانو لخوا دنیابتي جګړې لپاره د اربکیانو جوړه شوې فتنه  په ډیره تیزۍ  د له منځه تلو په حال کې ده ، او ان شاءالله لرې نه ده  چې داسلافو /یرغلګرو  غوندې یې اخلاف / داخلي اجیران هم د شکست او ذلت ترخه وڅکي .

وما ذالک علی الله بعزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x