افغانستان

لښکرګاه ښار کې درنې چاودني څلور پولیس وژلي او ۹ نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۴ ل): په لښکرګاه ښار کې د پولیسو پر رینجر موټر درنه چاودنه سوي چې له امله یې څلور پولیس ځای پر ځای وژل سوي او ۹ نور ټپیان سوي دي.

پېښه نن ماښام مهال اوه بجې د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د زاړه ماموریت مخته رامنځته سوي، ویل کیږي چې په سیمه کې پولیسو ماین کشف کړی او خپل رینجر موټر ته یې د وړلو لپاره اچولی وو چې ناببره درنه چاودنه رامنځته سوه، په چاودنه کې څلور پولیس وژل سوي او ۹ نور ټپيان دي.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې چاودنه په لومړۍ امنیتي حوزه کې رامنځته سوي او پر مهال یې دوه تنه پولیس او درې تنه ملکیان ټپیان سوي دي.

ها خوا بيا د مرکز لښکرګا د ايمرجنسي روغتون روغتياپالان وايې چې له دي پېښي روغتون ته درې جسدونه او يولس تنه ټپيان ور وړل سوي دي.

روغتيا پالان زياتوي چې جسدونه د پوليسو دي او ټپي کسان ملکي وګړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x