د نن سرلیکنه

د کونړ د فاجعې په اړه د ښکیلو اړخونو مسؤلیت – سرلیکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (یکشنبه، کب۹مه ۱۳۹۴ل): تیره ورځ یوځلې بیا د هیواد په ختیځ کونړ ولایت کې د ترسره شوي برید له کبله یو شمیر ولسي وګړې مړه او ژوبل شول .

د خبرې رسنیو د رپوټونو په اساس په وژل شویو او ټپیانو کې ولسي وګړي او ماشومان هم شامل دي.

د هیواد نا آرام امنیتي وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې د کونړ پرونۍ فاجعه د راتلونکي پسرلي خونړۍ پیلامه ده او راتلونکې صحنې يي ښايي تر دې هم خونړۍ او بوږنوونکې وي .

دا به زمونږ بدمرغو قسمت وي چې د پسرلي راتلونکي خوښۍ به هم په دا ډول فاجعو او ناخوالو سره لمانځو ، خو د فاجعو رامنځته کوونکي دا خبرې باید په پام کې ولري چې ټول انسانان الله تعالی مکلف پیداکړي او له هرمکلف انسان سره د هغه د ښو اوبدو کړنو حساب کتاب کیدونکی دی.

د بیګناه انسانانو وژل نه په اسلام کې روادی او نه په بل کوم آسماني دین او نه هم په بشري قوانینو کې.

که هرڅوک ترهر نامه لاندې بیګناه انسانان وژني شرعا يي دا کار نا جائز دی او نا جائز عمل هیڅکله د مشروع کار د ترسره کولو په نیت مشروعیت نشي پیداکولای .

د مشهورې فقهي قاعدې له مخې چې وايي (الغایة لا تبرر الوسیلة) د جهاد په شمول هیڅ کوم بل شرعي عمل د نا مشروع عمل د جواز او مشروعیت لامل نشي کیدلای ، لهذا هره ډله او جهت چې تر هرنامه لاندې د بیګناه انسانانو ویني تویوي او هغوی په ناحقه وژني شرعا او قانونا ترشرعي او قانوني مؤاخذې لاندې کیږي او د نارواکړنو په اړه ترې پوښتنه کیدای شي .

څو ورځې وړاندې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فتر د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ خپور کړ دولت او طالبانو دواړو په هغه نیوکې وکړې او په هغه کې ورکړل شوي ارقام یې د خپل ځان په اړه ناسم وګڼل.

نن چې په کونړ او آبله ورځ په وردګو کې ولسي کسان او ماشومان ووژل شول دواړو خواوو (دولت اوطالبانو) یې په اړه خاموشي غوره کړه .

د جګړې ښکیل اړخونه که د دا ډول جنایتونو مسؤلیت په غاړه واخلي او که يي رد کړي ولس پوهیږي چې د هغو تر شا اصلي لاس د چا او د کومو اغراضو لپاره يي تر سره کوي .

لهذا د جګړې ښکیل اړخونه باید د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپل وجداني او انساني مسؤلیت درک کړي اوپه دا ډول بیدردي او بیرحمې سره د خپل ځوریدلي ولس له وژلو ډ ډه وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کنړ د پیښی په اړه زما څیړنه او ارزونه : دا چه چا یی مسولیت نه دی اخستی ، او به پيښه کی د اربکانو لوی قوماندان وژل شوی ، یعنی د پیښی اصلی هدف هغه اربکی قوماندان وو ، د دی پیښی اولنی امکان لری چه دمقاومت کوم ګروپ یا هغه استشهادی وی چه د وژنی د احساساتو د تاثیر لاندی راغلی وی داسی ځای کی یی ځانته انفجار ورکړی چه هلته بی ګناه خلکو هم شتون لرو ښه کار نه دی شوی ، مګر که دغه حالت کی زه او ته یو ممکنه ده چه عادی اعصاب… نور لوستل »

احمد

بیانزی صاحب سلامونه تا هم لکه حقیقت درک کړ او په دې موضوع کې ډیر نرم چلیدلی یې. زه حیران په دې یم چې تاسې له یوه اړخ څخه فرښته او له بل څخه مو … جوړ کړي. داچې قوماندان هدف و یا کوم بل …. هغه زموږ د بحث اړخ ندی، زموږ د زړه درد دغې بدبختې کورنۍ له سبب څخه دی. داچې لس کلن ماشوم د یوې کورنۍ چې په هغې کې ښځې، نجونې، ماشومان شامل وي او بل پلو دا زموږ او تاسې خدای ناترسه محیط او دا د ژوند ناخوالې ورسره، څه فکر کوې د دې… نور لوستل »

khalid

هو بالکل او هغه چا به هم اوس حقیقت درک کړی وی څوک چی دداعش ملاتړ او قوی کیدو ته په افغانستان کی دمبک وهی او له ځان نه یی دداعش تبلیغاتی منبر جوړ کړی چی که دداعش د بی سر وپایه جنګ پښه افغانستان ته را کشیدله بیا به زه پوښتنه ور نه وکړم چی له یو سیر اوړو نه څو ډوډی پخیږی د طالبانو آرمان به وکړی چی بیا بیا دملکی تلفاتو مخنیوی ته ځان ژمن بولی او نه یی هم تر اوسه ددی پیښی مسولیت منلی ده

احمد یوسف

د بې ګناه انسانانو وژل هیځ ډول شرعی جواز نلری، هر چا چې دغه کار کړئ وی باید ورڅخه پوښتنه وشي او د خپل عمل جزاء وویني او په راتلونکي کې د داسې ناروا مخه ونیول شي. که دا کار د طالبانو په لیکو کې چا کړئ وي باید طالب چارواکي یې څیړنه وکړي او مرتکب یې د شریعت مطابق محکمه کړي. که طالبان په خپلو لیکو کې د شرعي احکامو په تطبیق کې پاتې راشي نو ولس ته یې د شریعت راوستلو وعدې تر سوال لاندې راځي.

الحاج استا ذ بیانزی

احمد صاحب وعلیکم السلام ! د سلام په اچولو دی زمونږ عاطفه زیاته کړی ، که وروسته دی ناسمه خبره کړی ، زمونږ عاطفه زمونږ د غوصی مخه نیسی ، که مونږ ته هر څه ووایاست خیر دی مهمه دا ده چه له اسلامته وتلی نه یاست که نن بی موجبه ناسمه خبره وکړی صبا به دی زړه کی عاطفه او د اسلامی ورورولی عاطفه زیاته شی . په هر صورت هغه خبره چه زه دی ورته حیران کړم تاسی لیکلی ( تا هم لکه حقیقت درک کړ او په دې موضوع کې ډیر نرم چلیدلی ) که ستاسی دا… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x