افغانستان

کونړ: چاودنې د یوې کورنۍ درې ورونه وژلي، د ۲۱ غړو سرپرستي لس کلن ماشوم ته پاتې

نن ټکی اسیا (کب۹مه ۱۳۹۴ل): د کونړ د تېرې ورځې خونړۍ چاودنه کې د یوې کورنۍ درې ورونه ووژل شول او د ۲۱ کسیزه کورنۍ سرپرستي لس کلن ماشوم ته پاتې شوې ده.

تېره ورځ سهار مهال د کونړ ولایت د اسعداباد په مرکزي څلورلاري کې یوې چاودنې ۱۳ ملکیان و وژل او تر ۴۰ پورته یې ټپیان کړل. چاودنه د اربکیانو په یوه قومندان خانجان شوې وه او سیمه‌ییز چارواکي وايي چې یوه سرتیري بریدګر کړې ده.

د دغې چاودنې ډيری وژل شوي کسان ماشومان او ځوانان دي. د مرورې ولسوالۍ د یوې کورنۍ درې ورونو هم په دغې خونړۍ چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ او څلورم ورور یې چې تازه له دولسم صنف څخه فارغ شوی و، په چاودنه کې ژور ټپي شوی او تر دې دمه بېهوښه دی.

پژواک خبري اژانس د راپور له مخې د وژل شوو ورونو نومونه روح الله، حبیب الله او احسان الله وو، ټولو ودونو کړي وو او عمرونه یې د ۲۰ -۳۰ کلونو په منځ کې وو.

د وژل شوو ۳ ورونو تره ګل اکبر پژواک ته ویلي چې وریرونه یې د اسعداباد د شهیدانو مرکزي څلورلاري کې کار کاوه. هغه زیاته کړې چې دوی په دغه څلورلاري کې سوپ او پېکوړۍ پخولې او د بچیانو لپاره یې حلاله روزي ګټله.

نوموړی وايي چې مشر وراره حبیب الله څخه پنځه، احسان الله څخه څلور او روح الله څخه دوه بچیان پاتې شوي دي.

د ګل اکبر له قوله د پرونۍ خونړۍ چاودنې څلورم قرباني جعفر نومیږي، ۱۸ کلن دی او واده یې نه دی کړی. جعفر د تېرې ورځې په چاودنه کې سخت ټپي شوی او اوسمهال د جلال اباد په روغتون کې د بېهوښۍ په حالت کې پروت دی.

د وژل شوو ورورنو تره په وینا کشری وراره يې تازه له دولسم څخه فارغ شوی و او خپلو ورونو سره یوځای یې مزدوري کوله.

«اوس مې صرف یو وراره چې لس کلن دی، پاتې دی، او د ده د ورونو بچیانو، سپین سري مور او پلار په شمول د کورنۍ د ۲۱ غړو سرپرستي ورترغاړې ده».

ګل اکبر همدا راز ویلي چې د وژل شوو وروونو ۵ خورګانې دي، چې یوه یې واده شوې او څلور یې په کور دي او کفالت یې لس کلن ماشوم ورور ته ورترغاړې شوی.

د کونړ د دغې خونړۍ چاودنې مسوولیت هېڅ یوې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی او د وروستیو راپورونو له مخې د وژل شوو شمېر هم ۱۵ ته پورته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

څوک به هم ظلم ته ښه ونه وایی ، مګر په همدی ظلم کی یو ښه کار هم شوی چه هغه د مشهور ظالم اربکی قوماندان خانجان وژنه وه ، د همدغه لاسته راوړنی سره ظلم ملتیا لرله ، خو په مجموع کی دغه ټولی د اوسنی اشغال او غلامی اداری شتون دی که دوی نه وی د خلکو منخ کی به کرکی له کومه وی. زه جدا د دغه پیښی بیګناه قربانیانو باندی خوابدی یم ، کشکی دا کار نه وی شوی او په راتلونکی کی هم ونه شی ، مګر ماته دا پوښتنه پیدا کیږی چه کله د… نور لوستل »

رحمت الله

زما په نظر هر نیک کار خپل چوکاټ لری که له چوکاټه بهر وی ثواب یی نشته لازم نده چی د شه کار لپاره دی په ضمن کی ورسره غلط کار هم وشی او بیا کاشکی دا لمړی واقعه وی په سلهاوو داسی پیشی وشوی.
خو په مجموع کی سړی ویلای شی چی موژمسلمانان په خپله ګناه کاره یو ځکه الله رانه ناراضه ده وچکالی جنګ او نوری بد بختیانی شاید همدا وجه وی.
مننه

الحاج استا ذ بیانزی

دا زما ، ستا او نورو نظر پوری اړه نه لری ، که د چا په جیبونو کی شیطانی ډالر نه وی پراته هغوی پوهیږی چه زمونږ هیواد اشغال شوی او زمونږ شرعی نظام په ځای یی د دموکراسی شیطان نظام پلی کړی ، هغوی د چنګی ماشین سره مخامخ جګړه ناممکنه ده دا چه په مخامخ جنګ کی مو ټول د مخی وژنی دا به ښه وی چه ورته تسلیم شو ، د هر جنګ له مخی به ځان عیاروی ، په دی جنګ کی د همداسی غلامو اربکانو د پاره چه نور یی په شهادت رسولی ، د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x