دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( یو اویایمه برخه )

م. محمد نعیم

۱۷– مرابط  شهید ته د نیکو اعمالو اجرونه تر قیامته ور کول کېږي:

ځینې شهیدان داسې دي چې له شهادت وروسته یې د نیکو اعمالو اجرونه ور کول کېږي، دا مرابطین مجاهدین دي، چې د رباط په حالت کې شهیدان شي، مرابط مجاهد هغه دی چې ددښمن مخې ته یې په سنګر  کې اړولي وي، کور، اولاد، او مال هر څه یې شا ته پرېښې وي، که په همدې حالت کې شهید شي یا وفات شي، نو د قیامت تر ورځې د هغو نیکو اعمالو اجرونه ور کول کېږي چې د رباط په حالت کې یې کول، د یادونې ده چې دا ځانګړنه یوازې د شهید ده، بل هېچا ته نه ده ور کړل شوې.

امام عیني رحمه الله  دبخاري په شرحه عمدة القارئ کې د رباط تعریف داسې کړی: (  الرباط … ملازمة المكان الذي بين المسلمين والكفار لحراسة المسلمين منهم، قلت الرباط هي المرابطة وهي ملازمة ثغر العدو وقال ابن قتيبة أصل الرباط والمرابطة أن يربط هؤلاء خيولهم وهؤلاء خيولهم في الثغر كل يعد لصاحبه )  [۱] ژباړه: رباط … په هغه ځای کې د مسلمانانو د پیرې لپاره اړول دي چې د کفارو او مسلمانانو تر منځ وي، وایم رباط مرابطت دی، او مرابطت ددښمن څنډو او حدودو ته اړول دي، او ابن قتیبه ویلي چې رباط او مرابطت په اصل کې دا دی چې دواړه لوري خپل خپل آسونه یو او بل ته په څنډو او حدودو کې وتړي او هر یو د بل لپاره تیاری کوي.

که څه هم دا ډول جګړې په اوسني وخت کې ډېرې کمې دي چې د جګړې دواړه لوري یو د بل له حدودو سره په سنګرونو کې واړوي؛ ځکه  هغه وخت جګړه په تورو ، غشو او نیزو وه، اوس خو په میزایلو، بمونو او مرمیو ده. نو ویل کېدی شي بلکې حقیقت او واقعیت هم همداسې دی چې نن ورځ رباط او مرابطت دا دی چې مجاهد ددښمن د ویشتلو، له منځه وړلو او وژلو لپاره تیاری وکړي، له جنګ او جګړې څخه  په شا نشي، له دښمن سره له جنګ او جګړې لاس په سر نشي، بلکې د جګړې په ساحه او ډګر کې سنګر ونیسي.

عبد الرحمن مبارکپوري رحمه الله د سنن الترمذي په شرح ( تحفةالاحوذي ) کې درباط په اړه داسې راوړي: (  الرِّبَاطُ فِي الْأَصْلِ الْإِقَامَةُ عَلَى جِهَادِ الْعَدُوِّ بِالْحَرْبِ )[۲] ژباړه:  رباط په اصل کې له دښمن سره د جګړې له لارې په جهاد ټینګېدو ته وايي.
امام سرخسي رحمه الله په السیر الکبیر کې د مرابطت په اړه وايي: (  وَالْمُرَابَطَةُ الْمَذْكُورَةُ فِي الْحَدِيثِ عِبَارَةٌ عَنْ الْمُقَامِ فِي ثَغْرِ الْعَدُوِّ لِإِعْزَازِ الدِّينِ ، وَدَفْعِ شَرِّ الْمُشْرِكِينَ عَنْ الْمُسْلِمِينَ  ) [۳]

ژباړه: او په حدیث کې یاد شوی مرابطت د دین د ځواکمنتیا او له مسلمانانو څخه د مشرکینو د شر د مخنیوي په خاطر ددښمن په سرحد کې اړولو څخه عبارت دی.
امام القسطلاني رحمه الله په خپل کتاب ارشاد الساري لشرح صحیح البخاري کې د مرابط تعریف داسې کوي:  او رباط دا دی چې دخپلې خاورې په سرحدونو کې دښمن وڅارل شي، تر څوهلته د شته مسلمانانو ساتنه وشي، رباط په اصل کې جهاد ته ځان فارغول دي، ځينې وايي رباط  درابط مصدر دی، د لازم په معنی، یعني ځان له جهاد سره لازم ګرځول، ځینې وايي رباط د هغه شي نوم دی چې بل شی پرې تړل کېږي، یعني مرابط ته ځکه مرابط ویل کېږي چې له ټولو هغو شیانو څخه یې ځان تړلی وي چې د جهاد مخه یې نیسي. او یا دا چې خپل آس یې تیار د جهاد لپاره تړلی وی.

د ابن حبیب المالکي رحمه الله په اړه ویل کېږي چې هغه چا ته مرابط نه وايي چې له خپل کور، مال او اولاد سره یو ځای وي، بلکې مرابط هغه دی چې د رباط په نیت له خپل کور، مال او اولاد څخه لاړ شي. او دا امام مالک رحمه الله قول ګڼي، یعني خپل کور، مال او اولاد د جهاد لپاره پرېږدي.[۴]

که څه هم چې نور علمای کرام د ابن حبیب المالکي رحمه الله له دې خبرې سره موافق نه دي، چې یوازې هغه کس مرابط دی چې له خپل کور، کلي، اولاد او مال نه ځان جلا کړي.

امام نووي رحمه الله د مرابط مجاهد د فضیلت او غوره والي په اړه وايي: (هَذِهِ فَضِيلَة ظَاهِرَة لِلْمُرَابِطِ ، وَجَرَيَان عَمَله بَعْد مَوْته فَضِيلَة مُخْتَصَّة بِهِ، لَا يُشَارِكهُ فِيهَا أَحَد)[۵]  ژباړه: دا د مرابط لپاره څرګند فضیلت دی، او له مرګ نه وروسته يې د نیک عمل اجر ور کول، تر ده پورې داسې ځانګړې ځانګړنه ده، چې بل هېڅوک پکې ور سره شریک نه دي. یعني د بل هېچا لپاره دا ډول ځانګړنه نشته.

په صحیح مسلم کې راځي: عن سلمان قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول ( رباط يوم وليلة خير من صيام شهر وقيامه وإن مات جرى عليه عمله الذي كان يعمله وأجري عليه رزقه وأمن الفتان) [۶]

له سلمان رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویل یې: ( د سنګر یوه ورځ او یوه شپه د یوې میاشتې له روژې او تهجد نه غوره ده، او که مړ شي، د هغه نیک عمل اجر به یې جاري وي چې کاوه یې، روزي به ور کول کېږي، او د قبر له پوښتونکو به په امن وي.

په بل روایت کې راځي: عن أبي هريرة عن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال: ( من مات مرابطا في سبيل الله أجرى عليه أجر عمله الصالح الذي كان يعمل وأجري عليه رزقه وأمن من الفتان وبعثه الله يوم القيامة آمنا من الفزع ) [۷]

ژباړه: له حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې په سنګر کې مړ شي، د هغه نیک عمل اجر به یې همداسې جاري وي چې په دنیا کې یې کاوه، او روزي به یې ور کول کېږي، او دقبر له پوښتونکو څخه به په امن وي، او د قیامت په ورځ به یې الله جل جلاله د قیامت د ورځې له هیبت څخه په امن کې راپورته کړي.

له صحیح مسلم پرته په نورو روایاتو کې په صراحت راغلي چې د هر مړي عمل په مرګ سره پای ته رسي، پرته له مرابط نه، د هغه عمل د قیامت تر ورځې څو چنده ورته زیاتېږي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره چې روزې به یې همداسې جاري وي، د الله جل جلاله له هغه قول سره موافقه ده چې وايي شهیدان د الله جل جلاله په وړاندې ژوندي دي، او روزي ور کول کېږي. او له دې وړاندې له نورو هغو احادیثو سره  هم موافقه ده چې وايي د شهیدانو ارواح دجنت مېوې خوري.

او درسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره چې له فتان څخه به په امن وي، مطلب یې دا دی چې په قبر کې به له پوښتونکو څخه په امن وي، یعني په قبر کې نکیر او منکر پوښتنې نه ترې کوي، او د قبر له عذاب نه به په امن وي.[۸]

دلته د امام نووي رحمه الله دا خبره ډېره د پام وړ ده چې یوازې د مرابط عمل دی چې له مرګ نه وروسته یې هم اجر ور کول کېږي، او له جنت نه روزي ور کول کېږي، دیادونې ده چې په یو بل مبارک حدیث کې راغلي چې کله انسان ( مسلمان ) مړ شي نو عمل یې هم ختم شي، یعني بیا د کوم عمل اجر نه ور کول کېږي، پرته له درې کسانو: یو هغه چې صالح اولاد یې پاتې شي، دعا ورته کوي، نو دعا او د نیک عمل اجر یې مور او پلار ته هم رسي، بل دا چې یو چا ته علم ور زده کړي، نو دده له مرګ نه وروسته هر څوک چې له علم نه یې ګټه اخلي ده ته یې اجر رسي، او دریم چې صدقه یې جاریه یې کړې وي، لکه یوه  څاه یې کیندلې وي، یا یې پول جوړ کړی وي، یا یې جومات جوړ کړی وي، یا یې یوه ونه کینولې وي، مطلب داسې د خیر  کار یې کړی وي چې دده له مرګ نه وروسته خلک ګټه ترې اخلي، نو ده ته یې هم اجر ور رسي.

خو دا ټول به تر یو وخته وي، له یو چا که نیک اولاد پاتې شي، آخر به هغه هم مري، که له هغه پاتې شي هغه به هم مري، مطلب داسې کوم ضمانت نشته چې تر قیامته به یې نسب ټول همداسې نیک او صالح وي، او که د یو چا له علم نه ګټل اخیستل کېږي، دا هم باوري نه ده چې تر قیامته دې روان وي، او کوم چې صدقه جاریه ده هغه هم تر قیامته نشي پاته کېدای، ځکه پلونه ړنګېږي، څاګانې او جوماتونه ورانېږي.[۹] یعني تر قیامته یې پاتې کېدل له واقعیت نه لیرې خبره ده.

خو د مرابط شهید لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم ضمانت کړی چې تر قیامته به یې د نیکو اعمالو اجرونه ور کول کېږي، ( وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (۳) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (۴) النجم.

په دې اړه داسې یو حدیث شریف راغلی: ( كُلُّ مَيِّتٍ يُخْتَمُ عَلَى عَمَلِهِ إِلاَّ الَّذِى مَاتَ مُرَابِطًا فِى سَبِيلِ اللَّهِ فَإِنَّهُ يُنْمَى لَهُ عَمَلُهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَيَأْمَنُ مِنْ فِتْنَةِ الْقَبْرِ[۱۰] (

ژباړه: د هر مړي عمل پای ته رسي، پرته له هغه چې د الله جل جلاله په لاره کې د رباط په حالت کې وفات شي، دهغه نیک عمل تر قیامته څو چنده ورته زیاتېږي، او د قبر له عذاب نه په امن کېږي.

له دې پرته د بل هېڅ عمل اجر له مرګ نه وروسته هېڅ انسان ته نه رسي، یوازې مرابط دی چې د ټولو هغه عملونو اجرونه ورته رسي چې د رباط په حالت کې یې کول، هغه که لمنځونه وي، که روژې وي، که د قرآن کریم تلاوتونه وي او که نور…

په دې معنی چې دا لویه لورېینه الله جل جلاله یوازې په مرابط کړې ده، آن هغه ددنیا او اخرت شهید چې لویې پېزوینې الله جل جلاله پرې کړې دي، هغه ته یې هم دا ځانګړنه نه ده ور کړې، بلکې دا یې یوازې مرابط مجاهد ته ور کړې، چې د رباط په حالت کې وفات شي، او که شهید شي طبیعي خبره ده چې له دې په هم زیاتې الهي پېرزوینې پرې کېږي.

امام قرطبي رحمه الله چې کله دمرابط په اړه احادیث ذکر کوي، په پای کې وايي: (وفي هذين الحديثين دليل على أن الرباط أفضل الاعمال التي يبقى ثوابها بعد الموت )   [۱۱]

ژباړه: او په دې دواړو احادیثو کې په دې دلیل دی چې رباط له ټولو هغو عملونو څخه غوره عمل دی چې ثواب یې له مرګ نه وروسته هم پاتې کېږي.
بل ځای وايي: په دې معنی چې د رباط په حالت کې وفات شي، د هغه نیک عمل اجر ور کول کېږي چې  د رباط په حالت کې یې کاوه، او هم درباط اجر ور کول کېږي.

قال الإمام السرخسي رحمه الله : ” ومعنى هذا الوعد في حق من مات مرابطا – والله أعلم – أنه في حياته كان يُؤمِّن المسلمين بعمله ، فيجازَى في قبره بالأمن مما يخاف منه . أو لَمَّا اختار في حياته المقام في أرض الخوف والوحشة لإعزاز الدين ، يُجازَى بدفع الخوف والوحشة عنه في القبر ” [۱۲]

ژباړه: او د هغه چا په حق کې چې د رباط په حالت کې مړ شي، ددې زیري معنی دا کېدی شي –  والله اعلم-  چې ده په ژوند کې په خپل عمل سره مسلمانان ډاډمنول، نو په بدل کې یې دی په قبر کې له هغه څه څخه ډاډمنېږي چې سړی ترې ډارېږي. او یا دا چې کله یې په ژوند کې ددین د ځواکمنتیا لپاره د ډار په ځمکه کې اړول غوره کړي وو، نو  په قبر کې له ده څخه د ډار او ترهې لیرې کول بدله ور کول کېږي.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[۱] – عمدة القارئ شرح صحیح البخاري. باب فضل رباط یوم في سبیل الله.
[۲] – تحفة الاحو‍ذي شرح سنن الترمذي، ل عبد الرحمن المبارکپوري. باب ما جاء في فضل المرابط.
[۳] –  شرح السیر الکبیر للسرخسي، ج ۱، ص ۶.
[۴] – إرشاد الساري لشرح صحيح البخاري, ص: ۲۰۴۷٫ المؤلف: أحمد بن محمد بن أبي بكر بن عبد الملك القسطلاني القتيبي المصري. المتوفى: ۹۲۳ هـ ق. الناشر: المطبعة الأميرية مصر. عدد الأجزاء: ۱۰٫
[۵] – شرح النووي علی صحیح مسلم، باب فضل الرباط في سبیل الله عز وجل.
[۶] –   صحیح مسلم. باب فضل الرباط في سبيل الله.
[۷] – سنن ابن ماجه, باب فضل الرباط في سبيل الله.
[۸] – شرح النووي علی صحیح مسلم. باب فضل الرباط في سبیل الله.
[۹] – د عرب لغت پوهانو او ژباړونکو  د خپلواکې نړیوالې ټولنې له برېښنا پاڼې څخه.
[۱۰] –  سنن الترمذي، باب ما جاء في فضل من مات مرابطا.
[۱۱] –  تفسیر القرطبي. ج: ۴. ص: ۳۲۵.
[۱۲] – شرح السير الكبير للسرخسي (۱/۹ )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x