نړۍ

د پنجاب د پخواني والي وژونکي ممتاز قادري اعدام شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان پنجاب ايالت پخواني والي سلمان تاثير په وژنه تورن او د پنجاب ځانګړي پوځ غړی ممتاز قادري د پنډۍ اډياله زندان کې اعدام شو.

ممتاز قادري تېره شپه ناوخته اعدام شو.

د ممتاز قادري د اعدام له امله په ټول پاکستان کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي، لاهور کې د خلکو په ګڼه ګوڼه بنديز لګېدلی، د پينډۍ او اسلام اباد ميټرو ملي بس هم د احتجاجونو له امله تړل شوی.

پاکستاني رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې له اعدام وړاندې د ممتاز قادري کورنۍ له نوموړي سره وليدل او اډياله زندان ته تلونکې ټولې لارې تړل شوي دي.
د پاکستان په ګڼو سيمو په ځانګړې توګه پنجاب کې د ممتاز قادري د اعدام پر ضد لاريونونه او مظاهرې پيل شوي دي.

ويل کيږي، چې ممتاز قادري د حکومت په ځانګړي موټر کې له لاهوره راولپينډۍ اډياله زندان ته لېږدول شوی و او د نوموړي جلاد ته هم دوه ورځې وړاندې خبر ورکړل شوی و، چې د اعدام لپاره اډياله زندان ته ځان ورسوي.

۲۰۱۱م کې د پنجاب پخواني والي سلمان تاثير پاکستان کې د ناموس رسالت صلی الله عليه وسلم قانون تور قانون بللی و او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سپکاوي کې د بندي شوې نجلۍ د خلاصون هڅې يې کولې.

Salman_Taseer_1802998b

ممتاز قادري، چې د پنجاب ځانګړو قواوو غړی او د والي ساتونکی و، د پلازمېنې اسلام اباد په ايف سکس سيمه کې پر دولتي ټوپک پر والي ناتاره ډزې پيل کړې، نوموړی يې ۲۷ ډزه وويشت او ځای پر ځای يې وواژه.

له يادې پېښې وروسته ممتاز قادري ژوندی ونيول شو، هغه مهال يې رسنيو ته وويل، چې ده خپل ارمان پوره کړ او له دې وروسته هر څه منلو ته تيار دی، مګر د پاکستان په لروبر کې د ممتاز قادري د ژغورنې هڅې پيل شوې او په همدې لړ کې له ولسمشر ممنون حسين څخه د قادري د بښلو غوښتنه هم وشوه، مګر ولسمشر رد کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنیف

إنا لله وإنا إليه راجعون

عبد الله اجكزي

شهيد اتل ممتاز قادري رحمة الله فه رشتيا دتول امت قهرمان ده .

الحاج استاذ بیانزی

إنا لله وإنا إليه راجعون دا چه دومره لوی غیرت او جهاد یی کړی ، هغه سپڅلی شهید دی ، مونږ او ټول ژوندی شیان د مرګ څکونکی دی ، ټول شیان دایمی مری او شهیدان دایمی ژوندی دی ، تر دی چه زمونږ په شان خوراک کوی ، دا معنی چه هغوی اوس هم ژوندی او کیدی شی خپله یا برکت یی د مجاهدینو په صفوفو کی شتون لری د همدی امله د نن مجاهد د پرون د مجاهد د پیاوړتیاوو سره د زمکی او اسمان توپیر لری ، پرون مجاهد ته دغه ټولو چه نن یی مونږ اشغال… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x