نظــر

اسلامي هیوادونو کې د (شریعت)د نفاذ نوې هیلې !

ډیره دخوشحالۍ خبره ده ،چې   داسلام دقسم خوړلودښمنانوپه فریب او مکردعثماني خلافت  دنړیدوڅخه  شاوخوا  نهه لسیزې   وروسته داسلامي  امت  له ځوانانوسره بیا داسلامي شریعت  دنفاذ فکرپیدا شوی او دتر سره شویو سروي ګانواو نظر پوښتنو له مخې په ځغرده له خپلو واکمنوغواړې چې دهیوادونو رسمي قانون دې یې اسلامي شریعت شي .

له هغه وخت وروسته چې  دلویځوهیوادونوبرتانوي او فرانسوي استعمار (یهودواونصاراوو)د  ګډې دسیسې په پایله کې   دترکیې ناخلفه او غلام ضمیره  (مصطفی کمال اتاترک )په (1342هـ / 1924م )نیټه دنړۍ مسلمانان   د اسلامي خلافت له هغه نعمته  محروم کړل چې دواک  ابعاد یې  د(اسباب سقوط الخلافة العثمانیة)دحوالې له مخې ( ۲۰۰۰۰۰۰۰)شل میلونه کیلومتره مربع ځمکه وه ،

اوپدې دومره لویه ځمکه  اسلامي خلافت حکومت کاوه  ، دصدر  اسلام له فاتحانو (دخلفای راشده  رضی الله تعالی عنهم  په قیادت   ،  دفارسي لښکرومشر(رستم پهلوان ) ته په قادسیې کې ماتې ورکوونکی او ددې تاریخي فتحي علمبردارحضرت  سعد بن ابی وقاص  رض غوندې اتلان  ، سرشاره اسلامي فاتح خالد بن ولید رض ،ددمشق د فاتح ابوعبیده بن جراح  رص ،دمصردفاتح عمر بن العاص  رض ،دشمالي افریقاد (حرب العبادله )څلور ګونې شهکاران ( عبدالله بن  عمر رض ،عبدالله بن زبیر رض ، عبدالله بن عباس رض او  عبدالله بن سعد)،دکسری  (یزدګر)دبت کدې نړونکی دنهاوندد(فتح الفتوح )علمبردار (نعمان بن مقرن  المزنی رض اودقبرس  فاتح معاویه رض )  غوندې فاتحانو څخه راواخله  تر وروستنواسلامي فاتحانوپورې چې دخپلو معصومووینوپه تویولو  یې دآسیا او افریقا تر( ما وراء النهر ،هسپانیې  ،روم او شام  پورې  لېرې لېرې سیمې  دخپلو آسونوپه ځغلولو سره فتح کړي او د(فتح الفتوح ،حرب العبادله ،فتح الشام ،فتح القدس )او نورومشهورو تاریخي غزواتواو فتوحاتوغوندې بریاليتوبونه یې داسلامي امت دتاریخ تلپاتې حافظې ته سپارلې دي  ، چې دادی نن هم  دامت بچیان د(صلا ح الدین ایوبي ،محمد بن قاسم او نورالدین زنګي )غوندې په اسلامي فاتحانوپه میړانوویاړې او جهادي حماسې یې خپلې ویاړنې بولې …..

اوس چې ځوان کهول دغربي  ولسواکۍپه حقیقت پوهیدلی او دخپلو اسلافوپه څېر بیا دخپلو حکومتونوڅخه په ځغرده غواړې چې داسلامي هیوادونونظامي ،اجرائیوي اوتقنیني ځواکونه دې دشریعت په رڼا کې ټولنه ورغوي اوټول مدني اوسیاسي قوانین دې رسما شرعي شي ،دفطرت دین پر لوریوستر پرمختګ دی اودې سره دیوه فلاحی معاشرتي نظام درغیدودهیلو غوټۍ په غوړیدو ښکاري .

داهیلې هغه وخت غوړیږې چې دلویدیځ مذهبي او سیاسي مشرانواسلامي نړۍ تر  رواني ،اقتصادي او نظامي کلابندیو لاندې راوستې ،هغه مسلمانان چې دیرغلګرونه دخپل اسلامي حریم دفاع کوي ،خپلې ځمکې دهغوئ په واک کې نه ورکوي اوددوئ دغوښتنومخالفت کوي ،هغوئ ته ترهګراودهشتګروایې اوهغه څوک چې خپل نظا مونه پر اسلامي بڼه رغول غواړې ،هغوئ هم یا زبېښي ، یایې تر اقتصادي کلابندۍ لاندې راولې  اویایې دبشریت ،ښځودحقوقو اونړیوالو قوانینوناقضین بولي ،ترڅو مجبورشي ،ددوئ غیراسلامي غوښتنې ومنې او سر ورته ښکته کړي ،که منځني ختېځ ته ګوروهلته مسلمانان دخپلې لومړۍ قبلې (بیت المقدس )د خپلولوپه جرم تر اسرائیلي وحشت سره مخ دي او چې خپله دفاع کوي ،نوبیا دهشتګردي !که عراق ګورونوهلته یې  جوړنظام ړنګ کړاو شیعه ګان یې دواک په ګدی کښینول ،عربي جزیره یې انچ انچ تر خپلې پوځي اوسیاسي سیورې لاندې راوستې ،یو عربي حکومت هم داسې اسلامي شریعت نشي نافذولی، چې دنړۍ مسلمانان پسې اقتداء وکړي ،لویدیځوال افغانستان ته تر زرګونوکیلومتره لېرې واټن نه د هوا او ځمکي له لارې راغلي او دمسلمانانوداغښتلی اسلامي هیواد یې نیولی، چې دادی مسلمانانویې پر وړاندې دا دوولس کاله کېږي ،جهاد کوي اودخپلووینوپه نذرانو ددوئ پر خلاف ولاړ دي ،همداسې نورافریقایي اسلامي هیوادونه لکه صومالیه ،سوډان او مالي غوندې هغه هیوادونه چې داسلام بیرغ پکې ولسونوجګ کړی و،لویدیځوکفري (پاپانو)پسې خپلې خونکارې لښکرې ولیږلي اوځمکه یې پرې سره کړه ، پداسې حال کې چې هغوئ هیچاته خطر نه وو، بلکې  خپله خاوره باندې یې الهي ج نظام غوښت ، خوبیا هم پسې دنړۍ کفار وځانونه ورسول او هغه نظام یې له منځه یوړ، دچیچنیا حالت هم له چانه پټ ندی ،چې هلته مسلمانانوخپله آزادي واخسته، نودهمدې لویدیځوالوپه لمسون روسي وحشیانوچیچنایان له خپل نظامه محروم کړل او دچیچین ولس مسلمان مشران لکه (جوهر دودایوف ،شامل بسایوف اوسلیم )غوندې  فکري مبارزین یې په یوه او بله پلمه شهیدان کړل ………….لنډه داچې دنړۍ پرمخ به یوداسې هیوادهم نوي ،چې هلته داسلامي شریعت بیرغ جګ شوی وي اولویدیځوالوته  دې د دزغم وړ وي او یادې  یې ددې تحمل لرلای وي ، چې دالله ج دین دې ددنیا په کوم کونج اوکنار کې حکومت وکړي !

خوددې ټولوناخوالیو سربیره بیا هم دنړۍ دمسلمانانوسینوکې اسلامي ولولې تاندې اودالله ج ددین سره مېنه  اوداسلام روح هماغسې ژوندی دی  اودیوه سرشاره خلافت اسلامي بڅرکي یې له سترګو راورېږي ،دنویو نظرپوښتنونه جوته شوي چې داسلامي هیوادونوپه نوم چې کوم مملکوتونه شتون لري ،خلک یې دیوه شرعي نظام اوشرعي قوانینودرسمي کیدو غوښتنه کوي .

چې پدې اواخرو کې  په واشنگټن کې مېشت د ‘پيو’ څېړنيز مرکز وايي په ٣٩ هېوادونو کې يې له ۳۸ زره خلکو نه د ٢٠٠٨ او ٢٠١٢ کلونو ترمنځ په دې اړه مرکې کړي دي ،چې ټولوورته ویلې ،چې دوئ خپلوهیوادونوکې دشرعي قوانینونفاذ غواړې اودایې ارمان دی ،چې دادی  رسنیوکې دخپاره شوي دې په زړه پورې انکشاف څوکرښې داسې دي :

ډېری مسلمانان غواړي شریعت یې رسمي قانون شي!

يوې نړيوالې سروې موندلې، چې د اسلامي نړۍ ډېرى وګړي غواړي چې اسلامي شريعت يې د اړوندو هېوادونو رسمي قانون وګرځي، خو دوى په دې کې سر ه وېشلي، چې څه دې په دې قانون کې شامل وي او څنګه دې پلى شي.

په واشنگټن کې مېشت د ‘پيو’ څېړنيز مرکز وايي په ٣٩ هېوادونو کې يې له ۳۸ زره خلکو نه د ٢٠٠٨ او ٢٠١٢ کلونو ترمنځ په دې اړه مرکې کړي دي.

شريعت د اسلام اخلاقي اصول او مذهبي قانون دى.

په اسيا، افريقا او منځني ختيځ کې د پوښتل شويو مسلمانانو ډېرى يې د دې پلويان دي چې اسلامي شريعت يې د هېوادونو د قانون په توگه ومنل شي.

دا به شرعي محکمو ته اجازه ورکوي چې د طلاق او د ځمکو پرسر کورنيو لانجو په اړه پرېکړه وکړي.

خو له دې سره سره په ډېرو هېوادونو کې د سختو سزاوو او په دې ډله کې د غلو د لاسونو له پرې کولو او له اسلام نه بل مذهب ته د اوښتو له کبله د مرګ سزا د ورکړې ملاتړ ډېر کم و.

مذهبي ازادۍ!

سروې کې د پوښتل شويو ډېرى يې بيا د مذهبي ازادۍ پلوي کړې او وايي د نورو دينونو لارويانو ته بايد اجازه ورکړل شي چې خپل مذهبي چارې ترسره کړي.

په ځينو اسلامي هېوادونو کې لږکۍ د تبعيض له شتون څخه شکايت کوي.

ډېرو دا خبره هم کړې پر دې باور نه لري، چې ګواکې د دوى د دين او عصري ژوند ترمنځ دې کومه ترينګلتیا وي .

په څېړنه کې ویل شوي، چې په ترکیه کې له پوښتل شویو خلکو څخه ۱۲ سلنې یې د اسلامي شریعت د تطبیق پلوي کړې، خو ۵۶ سلنې نورو بیا په تونس، ۷۱ سلنې، په نایجریا، ۷۲ سلنې په اندونیزیا او ۷۴ سنلې په مصر او ۹۹ سلنې په افغانستان کې د اسلامي شریعت د تطبیق په پلوۍ رایه ورکړې ده.

اندونیزیا کې ۷۲ سلنه پوښتل شویو مسلمانانو د اسلامي شریعت د تطبیق پلوي کړې ده.

د امریکا ۸۱ سلنې مسلمانانو ویلي، چې تاوتریخوالی هېڅ توجیه نه لري.

خو وايي، په بنګله دېش، مصر، افغانستان او فلسطين کې تاوتریخوالی کول جواز لري

“له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د راتلونکې اټکل نه شي کېدای”

له نیکه مرغه چې ددې سروي له مخې افغانستان په ټوله اسلامي نړۍ کې هغه ځلانده هیواد دی  ،چې په سلو کې نهه نوې ۹۹٪خلکو داسلامي شریعت دتطبیق نظر ورکړی  اوورپسې اندونیزیا،نایجریااو تونس دي ،ددې سره سره چې لویدیځوکفري هیوادونودافغانانودبېلارې کیدو لپاره ښې ډیرې پیسې هم په خلکو وویشلې او داسلام په دین یې ډیری افغانان هم شهیدان کړل او دالړۍ لا هم تنده روانه ده ،خو بیا هم همدا افغانان دي ،چې په خپل هیواد کې لومړی اوبیا په ټوله نړۍ کې دشرعي نظام او دالله ج دکتاب تطبیقول غواړې او ددې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دي !

(هڅاند)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x