افغانستانځانګړي راپورونه

وال سټريټ ژورنال: د طالبانو چټک پرمختګ زرګونه افغان پوځيان تېښتې ته اړ کړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل):د ۲۰۱۴م د پای راهيسې، چې افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو پوځي ماموريت پای ته رسېدلی زرګونه افغان پوځيان د پوځ له ليکو تښتېدلي او لامل يې د نظامي او سياسي ځواک د مشرۍ کمزوري او د طالبانو مخ پر زياتېدونکي بريدونه ښوول شوي دي.

وال سټريټ ژونال د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې ۲۰۱۵م کې له ۳۶۰۰۰ عسکر د امنيتي ځواکونو له ليکو تښتېدلي دي او پر امنيتي ځواکونو ۲۸ ميليارده امريکايي ډالر، چې ډېری يې د امريکا له لوري ورکړای شوي بې ځايه لګېدلي دي.

د وال سټريټ ژورنال په وينا د ۲۰۱۴م په پای کې، چې د بهرنيو عسکرو پوځي ماموريت پای ته رسېدلی او ډېری بهرني پوځيان له افغانستانه وتلي، د طالبانو واک او ځواک زيات شوی، جګړو او نا امنيو هم زور اخيستی او ۲۰۱۴م راهيسي، چې اشرف غني او عبدالله ګډ حکومت جوړ کړی تر اوسه د دفاع وزير په ټاکلو نه دي بريالي شوي او د رحمت الله نبيل له استعفا وروسته تر اوسه د ملي امنيت رياست لپاره يې هم څوک نه دي ټاکلي.

وال سټريټ ژورنال ليکلي، چې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې ډېر زيان ليدونکی افغان پوليس او ملي اردو ده؛ ځکه دغه ځواکونه د مهمو ځايونو او سړکونو پر ساتنه مامور دي او يوازې په تېره جنوري کې له ۲۰۰ زيات پوليس د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي او سلګونو نور ټپيان شوي دي.

غربي رسنۍ وايي، چې طالبان ورځ تر بلې مخ پر وړانډې روان دي او د يوې شمېرنې له مخې د افغانستان پنځوس سلنه برخه د طالبانو په لاس کې ده، مګر تر اوسه د ولايت مرکز او يا نور غټ ښارونه يې نه دي نيولي او دا وېره شته، که حالات همداسې وي، نو طالبان به ډېر ژر نورې سيمې هم ونيسي.

د کورنيو چارو وزارت سرچينې وال سټريټ ژورنال ته منلې، چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو د افغان امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله کې پام وړ زياتوالی راغلی، مګر پوليس او ملي اردو بيا هم تر خپل توانه د طالبانو د بريدونو مقابله کوي.

د افغان امنيتي ځواکونو د تېښتې او او مرګ ژوبلې د زياتېدو خبرونه په داسې حال کې راځي، چې د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي هم د زورواکانو او قوماندانو د فشارونو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې او پر ځای کې د پخواني شمال ټلوالې غړی جنرال تاج محمد جاهد د کورنيو چارو وزير وټاکل شو.

وال سټريټ ژورنال زياتوي، چې د افغان امنيتي ځواکونو د زياتېدونکې مرګ ژوبلې لامل د سياسي او نظامي لوړپوړو چارواکو نا اهلي او اداري فساد دی.

د امنيتي ځواکو بې سوادي او اداري فساد

امريکايي څارونکې ادارې سيګار هم ويلي چې پر افغان اردو او پوليسو د ميلياردو ډالرو مصرفولو سربېره بيا هم له نيمې زيات يې نالوستي دي.

د سيګار پلټونکې ادارې چارواکي وايي، چې د امريکايي او نړيوالې ټولنې د مرستو ميلياردونو ډالر د افغان امنيتي ځواکونو په ښوونه او روزنه ولګول شول، مګر بيا هم د دغو ځواکونو له نيمايي زيات يې بې سواده او بې تربيې دي.

په افغانستان کې د امريکا ځانګرې تفیتيشي ادره «سيګار» وايي، چې له دې وروسته د دغه هدف ترلاسه کول ناشوني بريښي.

«د پوځيانو بې سوادي د يو ښه پوځ جوړولو په مخ کې ستر خنډ دی.»

امنيتي ځواکونه خپلې وسلې په طالبانو پلوري

سيګار په خپل راپور کې دا هم ويلي، چې ملي اردو، پوليس او اربکيان خپلې وسلې پر طالبانو پلوري او لامل يې دا ښودلی، چې تنخواګانې، خواړه او نور اړين توکي په وخت نه ور رسيږي او دوی ځانونه اړ بولي، چې خپلې وسلې خرڅې کړي او ځانونو لپاره د خوراک او ځان ساتنې څه اسباب برابر کړي.

د يو شمېر اربکيانو او پوليسو له قوله ويل شوي، دوی مجبور دي، چې د يوې مړۍ ډوډۍ او سړو څخه د ځان ژغورلو لپاره خپلې وسلې خرڅې کړي او خپلې کورنۍ پرې وساتي او داسې راپورونه هم راغلي، چې ګڼ شمېر پوليس، اربکيان او د ملي اردو عسکر د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.

د لوګر ولايت د پوليسو يو لوړ پوړي مشر اکبر علي ويلي، چې دوی سره پنځوس ميله سپکې او درنې وسلې دي او که مرکزي حکومت د دوی تنخواګانې وځنډوي، نو دوی به د دغو دولتي وسلو پر پلورلو پيل وکړي، تر څو خپلو کورنيو ته پرې يوه مړۍ ډوډۍ واخلي.

جون سپوکو وايي: «موږ په افغانستان ميلياردونه ډالر پر پوليسو، ملي اردو او اربکيانو ولګول، مګر د دغو مرستو ډېره برخه د اداري فساد له امله بې ځايه لګېدلې ده.

«کورنيو چارو وزارت او د امنيتي عسکرو د روزنې اداره دا ځواب نه شي ويلی، چې دوی دا ميلياردونه ډالر چېرته او څنګه لګولي دي»

نيويارک ټايمز هم څو ورځې وړاندې افغانستان کې د امريکا «بې ځايه لګښتونو» په اړه په خپله سرمقاله کې ليکلي و، چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته امريکا د افغانستان پر بيا رغونه د شپاړسو اروپايي هېوادونو د بيا رغونې پیسې مصرف کړي دي.

د نيويارک ټايمز په سر مقاله کې راغلي ، چې په تېره لنډه موده کې د نړيوالو مرستو ۱۰۴ ميليارده ډالر د چارواکو له لوري غلا شوي او پاتې نور يې په ډېره ناوړه طريقه کارول شوي دي او هغه ودانۍ چې په دغو مالي مرستو جوړ شوي، ډېری يې کمزوري دي او کېدای شي ډېر ژر له کاره ولېږي.

سرمقاله زياتوي، چې ډېری افغان چارواکي په اداري فساد کې ښکېل دي او څه موده وړاندې ځينې لوړپوړي چارواکي دوبۍ کې له لکونو ډالرو او قاچاقي توکو سره نيول شوي وو، مګر افغان حکومت هم د کورنيو ستونزو او اختلافاتو له امله پرې خپلې سترګې پټې کړي او هيڅ ورته نشي ويلای او که يو کال ورورسته امريکا او نړيواله ټولنه پر افغانستان خپلې مرستې ودوري، نو پر افغان حکومت به «سمدستي قيامت راشي.»

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لوړپوړي غړي د ملي اردو او پولیسو د زياتېدونکې مرګ ژوبلې په اړه له څه ويلو ډډه کوي او يو ځل يې بيا خپله ژمنه تکرار کړې، چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زما څیړنه او ارزونه د دوی په دی بی منظقه ارزونه : لمړی ، هر څه له خپل جنسه زیږول کیږی ، له پسه پسه او له وزی وزی زیږول کیږی ، فساد له فساد سره راوړل شوی چه هغه همدغه ناتو او امریکا دی ، ویل کیږی چه څومره بیلونه او تریلونه ډالری چه ناتو او امریکا ادعا کوی افغانستان کی دوی د خرڅولو او بیا جوړولو د پاره راوړی ، د هغو دوه برخی امریکا او ناتو او یوه برخه یی د هغو غلامی اداری نوش جان کړی ، کله چه امریکایان دا خبره وکړی او بیا غلامه… نور لوستل »

SHAAN

# قلم عفت وساتئ. اداره#

الحاج استا ذ بیانزی

شان صاحب السلام علیکم !! زه نه پوهیږی چه تاسی بی لوستلو ادعا کوی چه بی عفتی مو کړی که د پشتو ویل نه درځی ، زه له تاسی هیله کوم هغه خبره چه مونږ پکی بی عفتی کړی ماته ولیکۍ که تاسی هغه څوک یاست چه د نن ټکی اسیا پاڼی سره خلک خوابدی کوی ، مونږ چه ستاسی دغه بی عفته جمله ولیدله یوځل مو بیا خپله تبصره له اوله تراخره ولوستله مونږ پکی یوه جمله هم پیدا نه کړه ، تاسی ولی بی ځایه ادعا کوی داسی معنی لری لکه څوک چه یو مسلمان ته د کافر… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

د نن ټکی اسیا مشرانو ورونو څخه هیله !!!!!!!!!!!!!!!!!
زما په اولنۍ تبصره کی کوم لغت یا جمله د بی عفتۍ ده ، که وی ماته یی ولیکی او که نه وی دغه جمله چه شان لیکلی دا زمونږ د تبصری په مقابل کی بی غفتی ده ، د دی پاڼی مشران باید د دی بخښنه وغواړی او خپلو کسانو کی تفکیک وکړی چه څوک د دی پاڼی کیفیت راښکته کول غواړی هغه بایددی پاڼی کی واکدار نه وی مننه

عبد الله

#### اداره:
محترم بیانزی صاحب: ستاسو تبصره کې داسی څه نسته، بلکي د پاڼي یو تن چلونکي د (SHAN) په نامه تبصره کوونکي تبصره ړنګه کړې، او هغه ته یی لیکلی چی د قلم عفت وساتئ، مطلب هغه دا کار کړی، ځکه یی تبصره ړنګه شوې. مننه

الحاج استا ذ بیانزی

مننه او ډيره بخښنه ، هلته داسی معلومیدل لکه شان چه د جلونکو له ډلی څخه وو پاس یی نوم لیکل شوی وو ، ما ویل که دا د اداری کوم ورور دی ، لمړی می خپله تبصره ولوستله ما ویل ګوندی کوم غیر اخلاقی څه می لیکلی وی څه می ونه موندل ګیله می لا زیاته شوه ، مګر عین حال کی تجربه راته وشوه چه پاس نوم د اداری له خوا نه وی مننه

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx